تاند – په افغانستان کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي یان کوبیش په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني ته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو د امنیت شورا د غونډې په اړه معلومات ورکړل.
امنیت شورا تیره اونۍ په نیویارک کې د افغانستان په باره کې غونډه کړې وه. د امنیت شورا -۱۵- دایمي غړیو هیوادو د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه وغوښتل چې په بیطرفه توګه د انتخاباتو بهیر مخته یوسي او د درغلیو مخه ونیسي. د ملګرو ملتو امنیت شورا همداراز له کاندیدانو غوښتې دي چې له انتخاباتي بهیر سره په صبر او زغم یوځای شي او له هغسې اقداماتو ډډه وکړي چې شخړو ته لاره هواروي او په ټولنه کې ګډوډۍ پیدا کوي چې بیا یې نتیجه بې ثباتي کیږي. امنیت شورا پر دې هم ټینګار کړی دی چې کاندیدان دې د افغانستان د انتخاباتي قوانیونو د میکانیزیم له لارې خپل شکایتونه وڅیړي.
د امنیت شورا دا غوښتنې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله ته راجع کیږي چې انتخابات یې تحریم کړې دي او د جمعې په ورځ یې خبرداری ورکړ، که چیرته د دوی غوښتنې ونه منل شي د هر راز ستونزو مسوولیت به د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر غاړه وي.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په ګڼو ختیځو، جنوبي ، جنوب ختیځو او ځینو مرکزي ولایتونو کې پر انتخاباتو اعتراض لري چې پکې پراخې درغلۍ شوې دي او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تورنوي چې د یوه کاندید په ګټه یې پکې کار شوی دی.
د عبدالله عبدلله ټیم ولسمشر کرزی هم تورن کړی دی چې په انتخاباتو کې یې درغلیو ته لاره هواره کړې ده.
کاندید عبدالله عبدالله د جون په ۲۳ د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د ملګرو ملتو په منځګړیتوب خبرې کړې وې او بیا دوې ورځې وروسته اشرف غني احمدزي د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره خبرې وکړې.
یان کوبیش د یکشنبه په ورځ له احمد یوسف نورستاني سره د لیدو پرمهال د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه په ټینګار وغوښتل چې پاکې رایي دې له ناپاکو بیلې کړي او هڅه دې وکړي چې دا کارونه له مهالویش سره دې سم مخته ولاړ شي.
ټاکل شوې ده چې د چهارشنبه په ورځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو ابتدایي نتیجې اعلان شي. د دغو انتخاباتو قسمي نتیجې د عبدالله عبدالله د ټیم له لورې د اعتراضونو له کبله ځنډیدلې دي. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د نیوکو او غوښتنو له امله د قسمي نتیجو د خپریدو په وخت تیره اونۍ اعلان کړی وو چې په پکتیکا، پکتیا، خوست، نورستان او غور ولایتونو کې به یوه برخه رایي بیا وشمیرل شي.