خوست چې د شمالي وزيرستان سره د ډيورېنډ په فرضي کرښه پروت سرحدي ولايت دى، د غوره حکومتوالۍ،د امنيتي،کشفي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د ښې همغږئ، د مشترکو امنيتي پلانونو پلي کولو،ولسي همکاريو او د ترسره شويو پرمختګونو له امله په کې امنيتي وضعيت ډاډمن شوى دى.

خو دې پرمختګونو او ډاډمن امنيت ته په کتو سره د افغان ولس او حکومت مخالفينو تل هڅه کړي، چې ددغه ولايت د ثبات، حاکميت او پرمختګ مخه ډب کړي، خو له نېکه مرغه تر دې دمه دوى هېڅ وخت پدې ندي توانېدلي، چې په خپلو ترهګريزو فعاليتونو کې بريالي او دخوست امنيت له ګواښ سره مخامخ کړي.د بېلګې په توګه په تېره اونۍ کې د وسله والو مخالفينو شپږ تنه ماين خښوونکي دخپل ماين ښکار شوي، چې درې يې د دوه منده شمل ولسوالۍ او درې نور يې د موسى خېلو په ولسوالۍ  کې په خپلو ماينونو له منځه تللي دي.

همداشان د ملي امنيتي ځواکونو په ځوابيه بريدونو، کمينونو او چېک پاينټونو کې د وسله والو مخالفينو شپږ تنه وژل شوې،پنځه وسله وال ټپيان او د يو ميل هاوان په ګډون يې شپږ ميله کلاشينکوفونه له منځه تللي دي او همدارنګه د موسې خېلو په ولسوالۍ کې د يوه مشهور قوماندان په ګډون پنځه تنه ژوندي نيول شوي دي.

ددغو نظامي فعاليتونو په لړ کې د ((٢١)) يوويشتو ماينونو د کشف او خنثى کېدو ترڅنګ  د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړونده د زني خېلو د څرمښکۍ په سيمه کې هم  د افغان ملي پوځ د کمين پرمهال دوه تنه مشهور ماين خښوونکي د ماينونو سره يو ځاى نيول شويدي.

ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

نېټه : ٩-٤-١٣٩٣ دوشنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *