د فساد د کلیمې ریښه په قرآن کریم کې تر پنځوس ځله زیاته ذکر شوې ده، او یواځې یوولس ځایه داسې ذکر شوې چې د ځمکې لفظ ورسره نه دی کارېدلی.

ځمکه د بشر کور دی، او په دې کور کې ورانی کوونکی په شرعي اصطلاح فساد کوونکی دی.که د بشر تاریخ ته وکتل شي، د ځمکې واکدارۍ تل له هغه چا سره پاتې شوې چې د ځمکې د ابادولو توان یې لرلی. دا که کافر و، که مسلمان و، او هغه خلک ګوښه پاتې شوي چې ځمکه خرابوي. فساد او ظلم یو بل ته ورته کلیمې دي، خو یوه معنا نه لري.

دواړه له دین سره سروکار نه لري. یو کس کېدای شي ظالم وي، خو مسلمان وي، او بل ښایي ظالم نه وي، خو کافر وي. ځکه خو ویل شوي دي چې واک له کفر سره پاتې کېږي، او له ظلم سره نه پاتې کېږي.
فساد هم همداسې دی.

فساد، هر هغه کار ته وایي چې د انسانانو د عام مادي او معنوي مصلحت په مقابل کې واقع کېږي. په دې اعتبار، فساد فردي نه، بلکې ټولنیزه پدیده ده.

فساد هر هغه کار ته وایي چې د ټولنې د مصلحت، یا صلاح خلاف وي. ځکه خو قرآن کریم د مفسد او مصلح توري یو د بل په مقابل کې یادوي او فرمایي چې: “والله یعلم المفسد من المصلح”. خدای پاک د تاوان رسوونکی او ګټه رسوونکی توپیر کولای شي.

په قرآن کریم کې د فساد ډېر غندل کېدل په حقیقت کې انساني ګټو ته د اسلام ژمنتیا ښیي. که د اسلام پنځه عمده اهداف مطالعه شي هم، پر انساني ګټو را څرخي او د انسانانو د ګډ کور صلاح او آبادي غواړي.
خدای پاک د ځمکې اصلاح یواځې د مسلمان لپاره نه، بلکې د ټولو لپاره غواړي، او فساد یواځې د کافرو نه، بلکې د ټولو بد ګڼي.ژ

همدا علت دی چې د اسلام له نظره د کافر ژوند، مال، آبرو همدومره مهم دي، لکه د مسلمان.  موږ تاسې د خدای پاک د رحمت په اړه آن د قرآن کریم د کوم سورت تر پیل مخکې، په بسم الله الرحمن الرحیم کې په دې شاهدي وایو چې خدای پاک په دنیا کې په مسلمانو، او کافرانو دواړو مهربان دی.

په دې کې د خدای پاک خپل حکمتونه دي، خو اصلي هدف دا دی چې خدای پاک د انساني ژوند د بقا د اسبابو ساتنه لازمي بولي.
دا چې ولې د انسان ژوند م دی، خپل دلایل لري. لومړی خو دا ده چې د انسان د ژوند بقا د خدای د عبادت او لمانځل کېدلو له بقا سره مترادفه ده. یعنې چې انسان ژوندی وي، نو بندګي به وکړي. که ژوندی نه و، نو پر ځمکه به بندګي ختمه شي.
دوهمه دا چې ژوند خدایي ابتلاء او آزموینه ده. د هرې آزموینې لومړنی شرط اختیار او انتخاب درلودل دي. که ته زما مخې ته حرام شی کېږدې، او زما لاس را وتړې، نو تا زه آزمویلی نه یم. واضحه خبره ده چې که زما لاس تړلي وي، زه د حلال او حرام د انتخاب اختیار نه لري. همداسې انساني ژوند در واخله.د انسان ابتلاء او آزموینه هغه وخت ممکنه ده چې انسان د بندګي کولو چانس ولري.

د ژوند یا د ژوند د اسبابو او چاپېریال خرابولو ته فساد وایي.البته، پر انساني ژوند سربېره، دین، عقل، مال، کرامت چې څلور نور عمده ضرورتونه دي، او اسلام یې ساتل لازمي ګڼي، او دې پنځو ضرورتونو ته ضرر رسول فساد بیا هم فساد دی.
د حضرت آدم علیه السلام په کیسه کې راځي، ملایکو یې په اړه خدای پاک ته وویل چې: “آیا ته ځمکې ته داسې څوک لېږې چې هلته به فساد کوي، او وینې به تویوي.”
قالوا أتجعل فيها من يفسد فيها و يسفك الدماء
دلته فساد ترمخ، او قتل او قتال ورپسې ذکر شوی، مفسرین وایي، ملایکې پوهېدې چې د خدای پاک تر بلې هرې ګناه دغه دوه، یعنې قتل او فساد بد اېسي، ځکه یې نو له ټولو نورو ګناهونو څخه دغه دوه ورته یادې کړې.
د ژبې علماء، لکه راغب اصفهاني د قرآن په “مفردات” کې فساد له اعتداله وتون ته وایي. په دې اعتبار، افراطیت د فساد دوهم نوم دی.
مخکې مو یادونه وکړه چې په قرآن کریم کې په شاوخوا ۵۲ ځایونو کې یواځې یوولس ځایه ځمکې ته لفظا یا معنا اشاره نه ده شوې. له دې معلومېږي چې فساد د ځمکې مادي خرابي ته ویل کېږي.
خدای پاک فرمایي:
“و إذا تولى سعى في الأرض ليفسد فيها و يهلك الحرث و النسل و الله لا يحب الفساد.
د پورته آیت شریف د حکم پر اساس، د انسانانو عامه ګټو، او دنیوي ګټو ته تاوان، یعنې کښت او نسل تباه کول فساد ګڼل شوي.
ترجمه “کله چې دا خلک کار ته مخه کړي، په قساوت، او ناځوانۍ سره شر او فساد کوي، چې د دې فساد له امله یې کښت او نسل له منځه ځي بې شکه – د خدای پاک فساد نه خوښېږي.
په قرآن کریم کې د ظهر الفساد في البر و البحر خبره، چې ګواکې په وچه او لمده، یعنې بحر کې فساد را ښکاره شو، هم تر ډېره مادي فساد دی. ځکه چې په بحر کې اصلاًٌ انسانان نشته چ معنوي فساد وکړي.
په شرعي لحاظ، په اسلام کې د انسان وژنه یواځې او یواځې په دوو دلیلونو روا کېږي چې یو یې له عامه ګټو سره د انسان ټکر، یا فساد دی، او دوهم یې د بل انسان د ژوند ژغورل دي. په دین کې په بل هیڅ اعتبار، د هیڅ انسان، په هیڅ ځای کې جواز نشته.
شرعاً فساد فردي نه، ټولنیز مفهوم دی. فساد هغې ګناه ته ویل کېږي چې تأثیر یې له فرد څخه ټولنې ته سرایت کوي.
بالعکس، د نننیو ملایانو په نزد، فساد ډېره کله هغو ګناهونو ته ویل کېږي چې وزر او زیان یې فرد وي، خو ډېرو هغو ګناهونو ته چې تأثیر یې پر ټولنه، چاپېریال، او نورو پرېوځي، فساد نه ویل کېږي. مثلاً، زموږ ملایان قتل، بغاوت، غصب، د پلونو پلچکونو ورانی، د بیت المال ورانی، د عامه شتمنیو ورانی، طبیعي سرچینې او د ژوند چاپېریال خرابېدل، د قوانینو نه مراعاتېدل، او زرګونو دې ته ورته ګناهونه فساد نه ګڼي، خو ډېر داسې ګناهونه چې که یې یو کس وکړي، بل ته یې هیڅ ضرر نه رسېږي، فساد بولي.
فساد په شرعي مفهوم، له اسلام او کفر سره هم ارتباط نه لري.ښایي یو څوک کافر وي، او مصلح وي، او ښایي مسلمان وي، خو مفسد وي.
دا چې فساد په لغوي معنا، له اعتداله وتون ته وایي، نو بیا دیني افراط هم فساد دی. که د فساد توری د صلاح د تورې مقابل یا ایکرونېم وي، نو بیا خو هر هغه کار ته چې د انسانانو مصلحتونه ګواښي، فساد ویل کېږي.
اعتدال د ژوند د هرې پدیدې د بقاء او دوام راز دی.ت اسې د یوه ولاړ مېخ پر سر یوه بله اوږده وسپنه کېږدئ. دا اوږده وسپنه به یواځې هغه وخت د مېخ پر سر پاتې او تر یوه ځایه ورسېږي چې مېخ یې منځ او وسط ته برابر شي، او د دواړو غاړو توله یې برابره شي.دا یواځې فزیکي قانون نه دی. اعتدال په نافزیکي پدیدو کې هم همدومره اهمیت لري.
د دې اعتدال ګډوډېدلو ته فساد وایي. که د افراط په غندنه کې د اسلام ښکاره نصونه ولولئ، نو درته واضحه به شي چې زموږ دین د افراط په مقابل کې څومره حساس دی. زموږ د دین له لحاظه، تر ټولو بد افراط دیني افراط بلل شوی. د خدای پیغمبر دیني افراط د امتونو د هلاکت لامل ګڼلی.اسلامي شریعت د فساد دفع د مصلحت تر جلب مخکې ګڼلی.
د اسلام دین د فساد د مخنیوي لپاره حتی د دیني احکامو پرېښودل هم روا بللي. مثلاً، د مرګ یا ناروغۍ د ګواښ له امله د ادواسه پرېښودل، په سفر کې د ناروغۍ یا مرګ له وېرې د روژې پرېښودل، د لوږې د مرګ له امله د خنځیر د خوراک غوښه، او داسې نور.
دغه رنګ، که یو څوک جګړه اعلانوي، او هلته جګړه د ناروا کارونو د خپرېدا لامل کېږي، نو هلته د مصلحت تر جلب، د فساد مخنیوی ضروري دی.
فساد او بد اخلاقي دوه هغه الفاظ دي چې په افغانستان کې یې، په تېره د واعظانو، او ملایانو لخوا بې ځایه، او حتی سرچپه کارېږي. فساد ټولنیزې ګناه ته ویل کېږي، چې زموږ ملایان یې ډېر کله فردي ګناهونو ته استعمالوي، او تر ټولو لویې بداخلاقۍ هغه دي چې تاثیر یې له یوه فرد څخه نورو ته سرایت کوي، لکه قتل، رشوت، تهمت، د انسان سپکاوي او نورو خو له بده مرغه، دلته د بداخلاقي اصطلاح یواځې په جنسي خرابیانو پورۍ منحصره کارېږي، حال داچې جنسي ګناهونه ډېر کله هومره ټولنیز عواقب نه لري، لکه د قتل، غلا، رشوت او نور یې چې لري.

One thought on “فساد یعنې څه، او فساد څوک کوي؟/ مجید قرار”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *