قریب الرحمن سعید

بهرنیو ځواکونو شتون او  وسلوال مخالفین :

 دبهرنیو ځواکونو د اشغال په خلاف د افغانانو هڅي او هاند ډیر ستر او روڼ تاریخ لري ،  افغانانو هیڅکله هم د استعمار پنجې ته ځان نه دې تسلیم کړې بلکه تل یی د سترو سترو استکباري ځواکونو  دماتولو له پاره بې دریغه  ځان ځارنې کړي ، او  خپله ازادي یی  دخپلو پاکو  وینو په تویولو سره  ساتلې ده .  همدا علت دې چې  افغانستان دسترو امپراطوریو قبرستان ګڼل کیږي . دا امپراطوری که د انګلسانو وه ، که  د روسانو  اویا هم  په اوسني وخت کې د وخت   د طاغوتي ځواک  امریکایانو او ناټو ، هر یوه  ته دغو میړنیو افغانانو د خپلو اسلامي ، ایماني او ملي  احساساتو په بنسټ ماتې ورکړې ،  انګلیسان مات شول او هغه امپراطوري یی چې لمر په کې  نه ډوبیده  د لندن پورې را و نغاړل شوه ، شوني ده چې په نژدې وختو کې به یی د ارلینډ او سکاټلینډ مستعمري هم  ازادي  خپله کړي . دروسانو امپراطوري  چې دکمونیزم  او یا وحشت او وژنو  په واسطه یی دنړۍ په یو شمیر اسلامي  اوغیر اسلامي هیوادونه   جوړښت موندلې و او  د  اوه لسیزو په  جریان کې  یی بې شمیره مسلمانان  د اسلام د عقیدې ددرلودلو په  جرم  زندۍ کړل او له منځه یی یوړل  .  دامپراطوریو په قبرستان  یعنې ،په افغانستان کې د خپل ټول  عسکری اوسیاسي ځواک  سره ښخه شوه . او ان تر دې  چې عسکرو یی د وتلو په وخت کې  د شاته  کتلو جرئت هم نه درلود .

امریکایان او د ناټو ځواکونه په ډیره مینه  اوهل هله  دغه هیواد ته را ننوتل او په هیواد باندي  دطالبانو حاکم نظام  یی دخپلو عسکري ظالمانه بمباریو، او دهیواد   دننه     د خپلو لاسپوڅو  په مرسته  له منځه یوړ . دوې په دې هیله راغلي  وو چې  و به کولې شي  ددې لارې افغانان مهار کړي  او د ډالرو په شیندلو به  د دې هیواد دمؤمنو زامنو وفاداري  واخیستلي شي .  خو دوې هم اشتباه کړې وه ، تیر تاریخ یی نه و مطالعه کړې او که مطالعه کړې یی هم و خو مشاورین او سلاکاران یی ډیر کمزوری وول . په دې اساس د څوارلس کاله پرلپسې  جنګونو وروسته اوس دادې  دتیښتې په حال کې دي ، که یو څو کسان یی پاته هم وي هغوې هم د مرګونې غږ سره مخ دي . تر څنګ یی ترجمانان او همکاران  هم یو په بل پسې د سفارتونو په دروازو کې د دتیښتې له پاره د ویزو  د اخیستو منتظر دي .

اما امریکایانو  چې  په عراق  باندی  یی هم ناببره  برید وکړ او دهغه   هیواد په سرو او سپینو یی ولکه وکړه   دخپلو ټولو نظامي ځواکونو په  درلودو او ټول وحشت اودهشت سره و نه توانیدل دهغه ځآې د ولسي پا څون  په مقابل کې تم شي په دې اساس یی دهمدې  ولسي مقاومت په مقابل کې  دخپلو ناکامیو  په پایلو کې د هغه هیواده د  وتلو پریکړه وکړه ،  خو دوتلو په وخت کې یی تصمیم و نیوه  ترڅو  په عراق کې یو سکتاریستي  شیعه متعصب  نظام حاکم کړي ،  اما  دغه نظام هم د خپلو ټولو تیریو او ظلمونو   سره سره هم   و نه  چلید او اوس  یی دادې  دهیواد مرکز بغداد  د (داعش ) د مقاومت له اړخه  د تهدید لاندې دې . امریکایان یوځل بیا غواړي دخپلو مشاورینو په ور استولو سره  هلته مداخله وکړي او دخپلو عسکري ځواکونو له اړخه دغه هیوادکې ځانګړي کړل شوې  موخي تر بمبارۍ لاندې و نیسي . د ورکړل شوو خبرونو په بنسټ امریکا اوس بغداد ته درې سوه کسه فوځي  سلاکاران  استولي او تر څنګ یی دخپلو جنګي جهازونو اومیزایلو بار ستره بحري بیړه  هم د بغداد تر څنګ  په اوبوکې ځای په ځاې کړې ده .  د امریکا دکانګرس دیو شمیر غړو په ګډون  دهغه هیواد دپخواني ولسمشر معاون ډیک چیني او یو شمیر نور پخواني مامورین دبغدار څخه د امریکایی فوځونو په ویستلو اوسنې  امریکایی ولسمشر اوباما  محکوموي او په دې اړه پریکړه یی د وخته مخکې پریکړه ګڼي . په همدې اساس   دهمدا ډول موخو په خاطر امریکایان غواړی  په افغانستان کې خپل شتون  تلپاتې کړي او هغه امنیتي سند چې دهمدوې له اړخه تهیه شوې دي  د راتلونکې حکومت په چارواکو باندې لاسلیک کړي .  په دې اړه د امریکا د دفاع وزارت  او تر څنګ یی د ناټو د غړو هیوادونو مشرانو ګواښ کړې چې که  دغه امنیتي تړون  ژر تر ژره  لاسلیک نه کړل شي نو دوې به د دغه هیواد څخه خپل  ټول ځواکونه بیرون وکاږي .

   «خو ایا هغه څوک چې ځآنته افغان وایی هغه به  په دې  راضی شي چې دامریکا او ناتو ځواکونه دې په  هیواد کې قضایی مصؤنیت ولري، دعدلی تعقیب څخه دې ازاد وي ، هر جرم او فساد چې وکړي دمصؤنیت له مخې یی د نیولو حق  نه شته ، ټول امریکایی فوځي تمځایونه به د افغانستان په ځآې دامریکایانو د  قانون له مخې  اداره کیږي . هر مجرم امریکایی به د نیولو سمدستي وروسته نژدې  امریکایی  نظامي تمځای ته ورسپارل کیږي . امریکایان افغانستان ته د تلوراتلو له پاره د اجازې حق نه لري ، دامریکانانو کارتونه چې دامریکا لخوا ورته  ورکول شوي دهغوې له پاره سند دې ، هیڅ امریکایی الوتکه ،که هغه جنګې وي او که ملکي وي د افغانستان فضا ته د را داخلیدو داجازې  اړتیا نه لري او نه به  د افغانستان د میدانو د استعمال محصول ورکوي،  ټول امریکایی محصولات به پرته له ګمرکاتو ورکولو  افغانستان ته  راننوځي ،  ټول امریکایی کانټرکټوران  چې ددفاع د وزارت پورې اړوند دي د ویزې اخستو اړتیا نه لري ، هغوې چې د دفاع د وزارت نه جدا دې ، د افغانستان په هواې میدانو کې به پرته له پوښتنې  د لږ تر لږه د یوه کال ویزه ورکول کیږي ….امریکایی ځواکونه چې هر وخت وغواړی اویا محسوس کړي نو د افغانانو دکورونو تالاشي اخیستي شي ، افغانان  نیولې شي او دامریکا نظامي الوتکې د افغانستان ددفاع د وزارت  د اجازې پرته په دې هیواد کې نظامي عملیات تر سره کولې شي او…….او تر ټول لویه یی داچې  که دافغانستان ګاونډیان یا بل څوک په دې هیواد  باندی  نظامي تیرې وکړي  نو امریکایی ځواکونه به افغان ځواکونو ته مشوره ورکوي خو دګډې دفاع له پاره به قدم  نه اخلي او……

دامریکا په دې تړون  کې د افغانستان د ازادۍ ، ددې هیواد د پولو دساتلو…ددې هیواد سره دمالي مرستو او یا … هیڅ ډول تضمین نه شته …. اوس دې یو ازاد فکره  افغان  چې د امریکا ډالرو نه وي مست کړې  دا ووایی چې  که دا ډول شرایط یی څوک  دهغه په کور د تحمیلولو هڅې وکړې ایا هغه ته  به دمنلو وړ وي ؟ ایا حزب اسلامي  ددې شرایط  په  نه منلو دخپل قوم اوولس نه دفاع نه ده کړې ؟ ایا په همداسې  شرایطو او همدې قواعدو  باندی  د یوه  تړون لاسلیک کول  دهیواد د رسمي پلورلو  قباله  نه ده ؟  »

خو بدبختانه چې جناب حضرت صیب صبغت الله مجددي ددې ټولوپورته یاد کړل شوو  شرایطو سره سره بیاهم  د امریکایی   فوځي ځواکونو شتون د هیواد له پاره د الله تعالي له اړخه یو نعمت ګڼي . او وایی چې «حضور آمریکا در افغانستان نعمت خداوند است»
مجددي صیب  په هغه غونډه کې چې د امریکاپه سفارت کې د امریکا دزیږیدو د ۲۳۸ کلیزي په مناسبت  جوړه شوي وه  په زغرده وویل چې : په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو شتون د افغانستان دخلکو له پاره  دخداې د نعمتونوڅخه دې چې دافغانستان خلکو ته ور په برخه شوې د ې . ما کرزی ته وویل چې پیمان لاسلیک کړه  خو هغه ونه کړ . خو د اشرف اغني د بري د اعلان په لمړۍ ورځ  به ورباندې دا پیمان  لاسلیک کوم …….»

(۱)دحزب اسلامي افغانستان  غیررسمي دریځ :

اما لکه څنګه چې مخته یاد کړل شو د حزب اسلامي افغانستا د زعامت او شورا یوه خوله پریکړه همدا ده چې تر هغې چې د بهرنیو ځواکونو یو کس هم  د غاصب او اشغالګر په څیر زمونږ  په زمکه  وجود ولری مونږ به یی په خلاف وسلواله مبارزه  جاري ساتو . اوس به دا د ښاغلي اشرف غني  اودهغه ټیم پورې اړونده وي چې د امریکایان  شتون  ته اهمیت ورکوي او که دهیواد او ولس د ازدۍ غوښتونکو دجبهي  ملګرتیا اوپه هیواد کې سوله او ټیکاوې ته .

دحزب اسلامي افغانستان د لیکنو ، اعلامیو او ویناو څخه ډاګیزیږي چې حزب اسلامي به د نوي حکومت په خلاف   ، لکه څنګه یی چې د کرزي دحکومت په خلاف قدم نه و پورته کړې کوم قدم پورته نه کړی ، خو دبهرنیو ځواکونو په حاکمانه شتون ، او د افغانستان د حاکمیت او استقلال دخوندي ساتلو په  خاطر به د بهرنیو ځواکونو په مقابل کې خپل مقاومت ته دوام ورکوي .    دحزب اسلامي  په لیکنو کې  راغلي چې : (افغان ولس او د ولس  په درد دردمنو كړيو ته اطمئنان وركوو چي مجاهدين د جگړي د پاى ته رسېدو او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د ملت د خوښي داسلامي حكومت دقائمېدو په لار كي هري قربانۍ ته چمتو دي، ټولو هغو افغانانو ته چي غواړي زموږ جنگ ځپلى هېواد له دې دردناك حالت ووځي، د يووالي، ورورګلوۍ، گډ كار او د شر او فساد دځواكونو په خلاف  دگډ دريځ  دغوره كولوپه لور  بلنه وركوو.)

همدا راز د حزب اسلامي یوه  دردمند لیکوال ، حبیب الرحمن حکمتیار ، په خپله رالیږلي لیکنه کې د راتلونکې نوي حکومت په اړه   لیکي چې  (د راتلونکی رئیس جمهور یوه لویه وظیفه داده چی امنیت تأمین کړی د امنیت تأمین کولو دپاره باید د جنګ بهانه ختمه شی او مخالفینو ته نیک پیغام ولری، د جنګ اصلی عامل بهرنی حضور دی . … هغه د نوماندانو تر منځه د اوسني  جنجال په اړه لیکي چې : که دواړه نوماندان نشی کولی دا جدل ختم کړی نو ښه ده چی لږ تر لږه   له نرمی کار واخلی ، ډاکټر اشرف غنی احمدزی له نرم اخلاق نه کار اخیستی ،حکمتیار صاحب په نیک نامه یادوی خو ډاکټر عبدالله تر ټولو مخکی دا وغوښتل چی حزب اسلامی تقسیم کړی! او ځینی کسان یی په همدی نامه او د همدی موخی لپاره  له ځانه  سره یو کړل!! دا نه دا چی حزب ته د دوستی او یووالی پیغام نه وو بلکه د مزید رقابت پیغام وو. طالبانو سره هم د دوی دښمنی خپل ځای لری، چی په دی برخی کی ډاکټر عبدالله اشتباه کړی او ډاکټر اشرف غنی احمدزی هوښیاری څخه کار اخیستی او کم له کمه ښیی چی امنیت تأمینول غواړی ، جمعیت اسلامی د صلاح الدین ربانی په رهبری باید دی موضوع ته متوجه وی او د اختلاف ختمیدو په اړه یی صحیح اقدام کړی وی نه دا چی مزید د بی اعتمادی فضا رامنځته شی….  )

حزب اسلامي  د نوي حکومت په رامنځته کیدو باندی  دخوښئ  احساس کوي او یوه باوري سرچینه یی وایی چې : ( مونږ یوه نوي پړاو ته  دننوتلو په حال کې یو . بهرني ځواکونه  وځي  دکابل په حکومت کې تبدیلي راځي ، ښایی دا تبدیلي  ژوره اوپراخه وي …..)

 په ډنمارک کې دحزب اسلامي دامورو مسؤل ډاکتر صفي الله صاحبزاده  لیکي چې :   (عام ولس د نظارد شورا ډله چه عبدالله یی مشری کوی رټلی   او که حالات په عادی ډول مخ ته ولاړ شید ژور بدلون احتمالات زیات دی ، د نظار شوراپیغام او کلام زوړ او د کینی ډک دی خو اشرف غنی د ولس د ارادی په پوهیدو د حزب اسلامی او مسلح مقاومت سره علاقه مند ښکاری همدا ډول دننه   هیواد ، منطقه او بین المللی شرایط دا ایجابوی چه د جګړی پر ځای مخالفینو سره روغه وشی نو په داسی حساسو شرایطو کی د ولس د خیر او د خدای په اراده حزب اسلامی راتلونکی بدلون ته د شرایطو په تقاضا په نیک فالی وګوری او په راتلونکی سیاسی صحنه کی په دقت فعاله برخه واخلی.اسلامی حزب د خدای په فضل په پراخه پیمانه علمی او سیاسی کدرونه لری چه کولای شی د حالاتو د شرایطو پر اساس د هیواد علمی او سیاسی اورګانو تشه ډکه کړی  …..)

 دحزب اسلامي دمتعهدینو د ډلې څخه یو ورور په خپلې تفصیلي لیکنه کې خپل نظر داسې څرګندوي :

  – د رسول الله صلي الله علیه وسلم د وینا له مخې چې   ددوو بدیو سره د مخامخ کیدو په وخت کې  باید هغه  لږه بدي  خپله کړل شي ، حزب اوس دهمداسې شرایطو سره مخ دې . حزب د کرزي دحکومت په   جریان کې چې نیغ په نیغه  د امریکایی قواو په واسطه منځته راغلې و هم  دکرزی دحکومت په خلاف  د جنګ اعلان نه دې کړې بلکه ویلي یی دي چې د  افغان پولیسو ، عسکرو  او مامورینو سره تر هغه وخته پورې چې زمونږ  په  مجاهدینو  تعارض و نه کړي  ستونزه نه لرو . مونږ یواځي د بهرنیو نیواکګرو ځواکونو په مقابل کې  جنګیږو ……

 – دحزب سرچیني بیا بیا دا خبره تکراروي چې کابل ته داوسنیو حزبیانو د لیږلو  یو هدف دا و چې  هلته دحزب په نامه یو دفتر خلاص کړي ، او په هیواد کې خپاره حزبیان سره را ټول او دیوه  چتر لاندې و دروی . هغوې ته دا نه  وو ویل شوي چې تاسو به په  خپل سر په حکومت کې برخه اخلئ …..

 – په  هیواد کې یو شمیر حزبیان دخپلو سختو محیطي شرایطو او مجبوریتونو له مخې  او یو شمیر نور بیا د مقام او شتمنیو د راټولولو له مخې ، د فرصت نه په ګټې اخستو سره  په دولت کې شامل شول …..

 – که څه هم حزب اسلامي  په  نوي راتلونکې حکومت کې دورګډیدو رسمي پریکړه نه ده کړې ، خو د یو شمیر حزبیانو رایه داده چې  که چیرې مونږ  ته   په  نوي حکومت  او نظام کې مناسب او دکار ځایونه تر لاسه کیږي ، نو باید  هغه ځايونه   خالي پرې نه ښوول شي …….

 -داسې بریښې  چې  نوې نظام به  د لږ څه استقلال خاوند وي او په هیواد کې به د سولی او امنیت د راوستلو   او د وسلوال مقاومت د پاې ته رسولو په خاطر دبهرنیو ځواکونو شتون  ته    دپاي ټکې کیږدي . نو که داسې  یو نظام  حزب ته د کار کولو زمینه     او دحزب مشر او قاید ته  مصؤنه فضا برابروي  اودهغه د   څرګنده فعالیتونو له پاره د زمیني د برابرولوله پاره  سینه ډبوي   نو ولې حزب ترې ګټه وانخلي  …..دا په داسې حال کې چې حزب اسلامي اوس خپل پخواني سیاسي مشر قطب الدین هلال په کابل کې لري، حزب د ولسمشرۍ په لمړیو ټاکنو کې دښاغلي هلال  کلک ملاتړ وکړ  او په دویم ځلي ټاکنو کې  هلال د مستقل او ازاد کاندید په څیر  د اشرف غني تر څنګ  و درید ، اوس هلال د اشرف غني  دټیم تر خوا دې  اوحزب  کولې شي د موقع او فرصت نه په ګټه اخستو سره دهمغه له لارې  خپل ټول امور مخته بوځي .

  – د مرحوم استاد رباني  د حکومت  کدرونه هم    حزبیانو جوړکړې و ، دکرزي  د حکومت  نژدې درې برخې کدرونه هم  حزبیانو  جوړ کړې و    او د راتلونکې نوي نظام کدرونه به  هم  که دحزب  قیادت  د نوې نظام سره کومې موافقي ته و نه رسیږي  د همغو شمیر حزبیانو څخه  جوړیږي چې پخپل سر دغه نظام ته ور ننوځي ….. او ….او …او)

لوستونکي باید په یاد ولري چې دا دحزب د خواخوږو  اندونه دې او په هیڅ  توګه دحزب دمرکزي قیادت  دپریکړو پورې تړاو نه لری ….

د نوي    حکومت د رامنځته کیدو  په اړه دحزب اسلامي دریځ  ددې اعلامیی څخه هم په ښه توګه را جوتیږي چې په هغې کي یی دشمال د ټلوالې  اوسني نا غیړي او د هرج مرج د راپیداکیدو پیښې په پوره قوت سره  محکومي کړي دي  او لیکي چې  :  د شوراى نظار دوطن پلورونكي ډلي شرارتونه انتهاء ته رسېدلي:
دحزب اعلامیه مخته وایی چې    : د جمعه خان همدرد پر كاروان د عطاء محمد نور د اوباشانو بريد وښوده چي د شوراى نظار وطن پلورونكي او خائني ډلي شرارتونه انتهاء ته رسېدلي، نور نو هغه وخت رارسېدلى چي افغان مظلوم ولس بايد د دغي خائني ډلي له شرارتونو وژغورل شي، ټول مجاهدين په ځانگړې توگه د حزب اسلامي مؤمن مجاهدين دا دنده لري چي هم په سياسي ډگر كي او هم په نظامي ډگر كي د دې مفسدي او منافقي ډلي ټغر ټول كړي، تر څو چي دا مفسدين له خپلو بدمعاشيو او بدمستيو نه وي غورځول شوي په افغانستان كي نه صلح او امنيت راتلى شي، نه جگړه پاى ته رسېدى شي او نه د پرديو د لاسوهنو مخنيوى كېدى شي، دا د پرديو مزدوران دي، هغو بهرنيو هېوادونو د اجيرو جنگياليو په توگه استخدام كړي چي خپلي گټي ئې په افغانستان كي د جگړو له دوام سره غوټه كړې، هغه ايران د دوى تر شا ولاړ دئ چي تل ئې د اسلامي امت په ضد د اسلام او اسلامي امت له دښمنانو سره لاس يو كړى، تل ئې مسلمانان له شا په خنجر وهلي، د اسلامي خلافت په ړنگولو كي ئې د صليبي يرغل ملتيا وكړه، نن هم له تهران د همداسي بل ستر خيانت كركجن غږ اورو، د تهران رافضي مشران سپيني ماڼۍ ته وړانديز كوي چي كه عراق ته خپل فوځونه ولېږي نو ايران ئې مرستي او ملگرتيا ته چمتو دئ، پرون ئې د عراق او افغانستان په نيولو كي د امريكا ملگرتيا وكړه، خاتمي، رفسنجاني، خرازي او نورو چارواكو په ډېري بې شرمۍ سره ويل: كه د تهران مرسته نه وى نو امريكا افغانستان او عراق په دومره آسانۍ سره نشو نيولى!! همغه خبره چي پرون خاتمي كوله نن ئې حسن روحاني كوي!!
لیکنه زیاتوي چې :  شوراى نظار په انتخاباتو كي خپله ماته د حزب اسلامي په دريځ او اقداماتو پوري تړي، انگېرنه او ادعاء ئې دا ده چي حزب اسلامي او كرزي په گډه او د يوې پټي توطئې له لاري د عبدالله د رأيو شمېر د مخكني دور په پرتله نږدې يو نيم مليون راكم كړ، دا پر خپل سپېره مخ كلكه څپېړه گڼي، لېون وزمه اقداماتو ته ئې هڅولي، انتباه ئې دا ده چي دا ماته به د دې ډلي پر بوى ناك تابوت آخري مېخ ثابت شي، خبره ئې د مظاهرو او غرونو ته د ختلو له گواښونو واړوله او دا دئ د خپلو رقيبانو د بې مروته او غدارانه ترور مخكني اسلوب ته ئې مخه كړه، إن شاء الله دوى ته به ډېر ژر ثابته شي چي د شرارت او بدمعاشيونو پايله به ئې څومره توره او سپېره وي.
لیکنه  مخته افغانانو ته ډاډ ورکوي  او لیکي چې :افغان ولس او د ولس په درد دردمنو كړيو ته اطمئنان وركوو چي مجاهدين د جگړي د پاى ته رسېدو او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت قائمېدو په لار كي هري قربانۍ ته چمتو دي، ټولو هغو افغانانو ته چي غواړي زموږ جنگ ځپلى هېواد له دې دردناك حالت ووځي، د يووالي، ورورۍ، گډ كار او د شر او فساد ځواكونو په خلاف گډ دريځ غوره كولو بلنه وركوو.)

ددي لیکنې دمحتویاتو نه څرګندیږي چې حزب اسلامي د نوي حکومت د جوړښت په اړه د خپلې خوښې میلان  ښوولې او غواړي  چې د نوي حکومت سره ، که چیرې شروط یی ومنل شی د همکارۍ له پاره تیار دې .

 حزب اسلامي افغانستان په غیر مستقیمه او نا اعلان شوې توګه  د کرزي دحکومت سره کلکه مرسته وکړه ، په ټاکنو کې دحزب ټولو منصوبینو دکرزی په خوا رایه ورکړه ، دهغه ټاکنیز کمپاینونه یی پر مخ بوتلل  خو کرزي ورسره   وفا  ونه کړه،د کرزي دحکومت د ټینګښت یو لامل دحزب هغه سیاسي کدرونه و چې دحزب اسلامي  له اړخه کرزی ته ورکړل شوي و خو کرزی هغوې د خپلو ځانګړو موخو په خاطر استعمال  کړل او  د ځانګړو ځواکونو په څیر یی دحزب اسلامي د لیکو څخه جداکړل  په دې اړه دحزب یو لیکوال لیکي چې:  ( حزب اسلامي افغانستان د خپلې ۴۵ کلنې مبارزې په دوران کې ډیرې ستونزي  ګاللي، ډیرې کسان ترې   دخپلو ګټو په خاطر نورو  شاوخوا  جوړو  شوو ګوندونو ته   تللي او یا یی هم خپل ځان ته نوي  جونګړی جوړی کړي او د زیاتو مادي امکاناتو څخه په ګټې اخستو سره یی  په خپلو لومو کې د نورو د راښکیلولو هڅې او هاند کړې .

خو هغه ټکان چې حزب اسلامي افغانستان ته  د افغانستان اوسني واکمن ،ولسمشر کرزي ، چې د حزب اسلامي  دامیر د ډیرو احساناتو پوروړې هم دې ورساوه  ، هغه  تر اوسه پورې  روسانو هم  دخپل ټول توان له مخې  ونه شو رسولې او امریکایانو او دناټو غړو هیوادونو  یی هم   توان  نه  درلود .

د ولسمشر کرزی په دغه  ۱۳ کلنه دوره کې  ، هغه د  لخضر ابراهیمي ، زلمي خلیل زاد  او نورو په ملګرتیا  د حزبیانو په  ویشلو پیل وکړ .  له یوه اړخه  یی  په کابل کې ورته ځالې  جوړې کړې ، په وزارتونو ، ولایتونو او ریاستونو یی و لمانځل  او د بله اړخه یی  هغوې  هم ډلې ډلې کړل  او د کابل کوڅي یی دحزبیانو د مختلفو ډلو په دفترونو باندی ښایسته  کړې . د ولسمشر کرزي د ا  ظلم او زیاتي ،او دهیواد  دیوه ستر سیاسي ګوند سره  دغه ډول سلوک  او دداسې یوه  ستر ګوند سره دغه ډول کړچار به د یوې سترې  جفا په څیر د  تاریخ په پاڼو کې په تور خط  ولیکل شي . دهغه دا کار د امریکا د وخت دځانګړي نماینده او بیا په کابل کې  د امریکا د سفیر  زلمی خلیل زاد هغه خبره را په یادوي چې  دامریکایانو د تیریو په لمړیو وختو کې یی دسفیر په څیر  ویلي و چې  : د حزب کدرونه مونږ دلته کابل ته راوړو تر څو په دې توګه  دحزب مشر اورهبر ځانته پاته شي … چې هغه هم داکار بیا د ولسمشر کرزی له لارې  په ډیره سوکه او اسانه  توګه تر سره کړ.)

 (۲) د طالبانو داسلامی غورزنګ دریځ :

که څه هم د طالبانو اسلامي غورزنګ لا تر اوسه  د نوې نظام په اړه کوم غوڅ دریځ    نه دې اعلان کړې خو د ټاکنو په دویم پړاو کې د طالبانو اسلامي غورزنګ ته منسوبو کسانود یو لړ لیکونو او اعلامیودخپرولو له مخې  دخلکو څخه غوښتې و چې په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي . همدا  راز دکابل د پولیسو   قومندان هم  د طالبانو د غورزنګ  څخه دمنلو او شکریی په وخت کې وویل چې  له مونږ سره یی ژمنه کړې وه چې د ټاکنو په ورځ به هیڅ ډول  نا ارامي نه راپيدا کوي  او همداسي یی وکړل.

خو د طالبانو دغورزنګ  داساسي شرطونو څخه  چې دهغې له پاره تر اوسه پورې په کلکه ولاړ و  دوه   دا و چې د هیواد  څخه بهرني عسکر په مکمله توګه  ووځي  او نظام او حکومت   ، لکه څنګه چې په ۲۰۰۱ کال د طالبانو څخه اخیستل شوې و بیرته ، طالبانو ته  حواله کړل شي .طالبانو دکرزي د ولسمشرۍ یا په سهي توګه دامریکایانو داشغال په دې  ۱۳ کالو کې  دخپلو شرایطو څخه هیڅ ډول تنازل ونه کړ .  دکرزي رژیم او تر څنګ یی امریکایانو اوانګلیسانو  د پاکستان اوعربي هیوادو په مرسته هڅې وکړې تر څو د طالبانو سره دخبرو له پاره کوم ګودر پیدا کړي  او ددې کار له پاره یی  دطالبانو سره د قطر په  مرکز  دوحه کې  یو رسمي دفتر هم پرانیست .خو هغه دفتر هم دخبرو دپيل کیدو  مناسب  چینل و نه ګرځید بلکه په  څو مرحلو کې یو شمیر اختلافي موضوعات  هم ترې را وټوکیدل .  کیدې شي طالبانو ددې دفتر له لارې ډیر پټ  او څرګند کارونه تر سره کړي وي  خو  هغه یواځني کار چې  طالبانو د قطر ددفتر له لارې  په څرګنده توګه  تر سره کړ او نړیوالو ته  ډاګیزه شو هغه د قطر په  میانځګړیتوب د طالبانو  د پنځه لوړ پوړو  پخوانیو  چارواکو ازادیدل او په بدل کې یی  یو امریکایی عسکر(بوبرګډال ) چې  پنځه کاله مخته د طالبانو له خوا نیول شوې    بیرته امریکایانو ته ورسپارل وو.

اما د ټاکنو په ورځ  که له یوه اړخه   طالبانو د ټاکنو نه یوه ورځ مخته  په رسمي توګه  خلکو ته په  ټاکنو کې دنه ګډون غږ  کړې و خو دبله اړخه د دطالبانو د ځايی قومندانو اوواکمنو له اړخه  د لیکونو خپرول   پخپله د پوښتنې لاندې راځي .

ډاکتر اشرف غنی چې  په دویم پړاو ټاکنو کې  وتلې نوماند ښکاري ، هم دطالبانود نظام  په وخت کې  دهغوې  سره د ښو اړیکو خاوندو.   هغه   د طالبانو سره نژدې  همکار پاته شوې او آن تردې چې  په مهمو بین المللې راډیو ګانو کې یی د هغوې  په نمایندګۍ او یا دهغوې په  ملاتړ تبصري او شننې  هم کولې . د ډاکتر اشرف غني کاکا ، ډاکتر کوچې چې اوس د اشرف غني ښې لاس جوړوي هم د طالبانو سره  د ځانګړو اړیکو خاوند دې او په ډیرو موضوعاتو کې یی په غیر مستقمه توګه  دهغوې نماینده کوله ،ددې ترڅنګ  د اشرف غني په نوې  نظام کې ، که د ټاکنو کمیسیون یی اعلان وکړي ، داسې  ګڼ شمیر کسان تر سترګو کیږي چې هغوې  ددې نه  مخته  د طالبانو سره د ځانګړو اړیکو خاوندان و .   او طبیعي ده چې دهغوې اړیکي به د طالبانو په لیکو  باندې هم خپل اغیز شیندي . اما دا هر څه  به د راتلونکې حکومت د جوړښت او په هغې کې  دبهرنیو ځواکونو په خلاف د راپورته شوي غورزنګ  سره د اړیکو په اړه په پالیسیو باندی  متکي وي .

دا هم ویل شوي چې د ټاکنو په ورځ د طالبانو له اړخه  خلکو ته  د رایی د ورکولو تشویقي  اعلامیو خپرولو کې د سعودي  حکومت لاس درلود ، ځکه سعودي غواړي  چې په  هیواد کې داسې یو حکومت منځته راشی چې د ایران په خلاف د سعودي لاس ورکلک کړي . طبیعي ده چې  عبدالله چې د ایران څخه  په دې ټاکنو کې  د ۳۰ میلیونو ډالرو د اخیستو تر الزام لاندې دې ،هیڅکله هم  سعودیانو ته د منلو وړ نه و، اوسعودیانو  غوښتل په ټاکنو کې داسې تګلاره  جوړه کړل شي چې داشرف غني ټیم په کې بریمنده راووځي . ویل کیږي چې  امریکایانو د هیواد  د ټاکنو دغه پروسه  د کرزی سره دحساسیتونو له مخې  سعودیانو ته سپارلې  وه . اوسعودیانو هم د  اشرف غني د ټیم سره نژدې  سل میلیونه ډالر مرسته کړي . نو که چیرې  سعودیان و غواړی  په طالبانو فشار راوړې   نو شوني ده چې طالبان  به په راتلونکې کې د اشرف غني دحکومت  سره ځانونه دخبرو اترو له پاره تیار کړي  اوخپله هغه غوښته چې  ویل یی حکومت باید دوې ته وسپارل شی  یوې  لورې ته پریږدي .

دطالبانو دغورزنګ د بهرنیو چارو  وزیر « مولوي متوکل »، چې یومنځلورې اونرم شخصیت ګڼل کیږي  او د امریکایانو د عسکري یرغل په وخت کې د هغوې سره بندي و اوبیا د راخلاصیدو وروسته هملته په کابل کې میشت شو وایی چې : ( چمتو دې د طالبانو او نوي حکومت تر منځ د  سولي دخبرو منځګړتوب  وکړي. )

  متوکل، چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر اخوند ځانګړی ویاند هم پاتې شوی لیکي چې :«که نوی منتخب حکومت په پرانستي ذهن او له هر ډول مخکې تر مخکې شرط او بدې ارادې پرته د سولې د خبرو غوښتونکی وي نو مونږ  یقیناً چې د سولې د ګټورو خبرو تمه لرلی شو.» ده همداراز وویل:«پخوا د ځینو وړو مسلو په خاطر د خبرو لپاره سم چاپیریال نه و برابر شوی. په قطر کې د طالبانو دفتر وتړل شو. خو اوس باید ټولې خواوې سم لور ته حرکت وکړي.» راپورونه وايي ګومان کېږي چې طالبان به له کرزي وروسته د افغانستان له نوي حکومت سره د خبرو مخالفت ونه کړي او ژر به د خبرو باب پرانيزي ځکه چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه وځي. مولوي متوکل په خپلو خبرو کې همداراز وویل، که د افغانستان حکومت غوښتل حاضر دی چې په هیواد کې د سولې په راوستلو کې مثبت رول ولوبوي.

دمولوی متوکل دا خبرې داسې  څرګندوی چې طالبان اوس د حکومت  دبیرته اخیستلو د شرط څخه  تیریدونکې دي . ځکه  د نوي منتخب   حکومت سره د مخکې تر مخکې شرایطو پرته  دسولی دخبرو پیلامه   همداسې انګیرل کیږي .

خو د طالبانو له اړخه د هلمند او لوګر  په ولایتونو کې اوسني پراخه  هجومي نظامي عملیات او هلته په څو ولسوالیو ولکه کول  څه بلمنګه خبر ورکوی .   که  څه  هم  دولت وایی چې  دا دپاکستاني ځواکونو یوه لوبه ده ، خو په هر صورت  که د هر چا لوبه وي  خو  دا عملیات اوس د طالبانو په نامه روان دي . طالبان  یو ځل بیا  هڅه کوي  چې پخوا له دې چې نوي  حکومت  خپلې ریښې جوړې او کلکې کړي د هیواد په ګڼ شمیر  ولایتونو باندی  یا نیغ په نیغه او یا په غیر مستقیمه توګه ولکه  پیدا کړي اوپه دې توګه راتلونکې نظام دخپلو غوښتنو منلو ته اړ باسي . په دې کې هم شک نه شته چې طالبان به د حکومت  او د نظامي ځواکونو اوپولیسو د تشو نه په ګټې اخستو سره  د  (عراق اوسوریی  دداعش د وسلوال ګوند په څیر )  او یا هم  د۱۹۹۵ کال  د استادرباني دحکومت په خلاف  د هجومي  عملیاتو په څیر په  عملیاتو  لاس پورې کړې ، او که چیرې  په عراق اوسوریه کې  د داعش وسلوال ګوند برې  وموند نو په طبیعي توګه به  دطالبانو سره یو لاس کیږي ا ود ۱۹۹۵کال په څیر بیرته   په هیواد   په مکمله توګه  واکمني پیداکوی .

امااوس او ددغو ټاکنو وروسته  ددغه سناریو  له پاره  نه  ولس تیار دي او نه به ورسره بین المللي ټولنه او یا ګاونډیان  څه خواخوږي و ښيي ،  ځکه  ددویم پړاو په ټاکنو کې  ، د ټولو درغلیو سره سره ، بیا هم ولس  په پوره جوش سره برخه واخیسته ، ترڅنګ یی د نظار د شورا وروستیو جریاناتو او په هغې کې  د کاندید عبدلله له اړخه  پښتون   ولس ته د توهین اوسپکاوي ډکو کلیماتو استعمالول ، نه یوآځي ټول پښتون  ټبر  که مخالف و او که موافق ، چې په طبیعي توګه یی طالبان  هم  یوه  برخه ده ،  د نورو ولسونو سره یو ځاې ډیر  قهرولي دي او دعبدالله نه غواړي تر څو دولس څخه دخپلو دغو شرمیدلو کلیماتو د استعمال په اړه  بښنه او معذرت و غواړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *