فېروز خان صادق ـ مقبوضه پښتونخوا کوهاټ
زلمي شاعر فرید احمد تسکین د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ سره تعلق لري. ماچې دا ښاغلی په لومړي ځل ۲۹ اګست۲۰۱۳ کال په کابل کې ولیدو نو د ده پرمخ راته د وخت د جبر،ظلم او اشغال بلا داغونه ښکاره شول او ما دا محسوس کړه لکه چې دا ښاغلی په ډير صبر،استقامت او بهادرۍ سره دغه ټول غمونه برداشت کوي.
لکه د مرحوم ايوب صابر دا بيت په دې غم کې ثابت قدم دی.
ښه دې زغملی د یار غمه شم افغان یمه زه
د زړه تڼاکې مې چوي بيا هم خندان يمه زه
هغه په ډېر جرت سره د وخت د جبر مقابله کوي او دخپل جانان جفا او جدايۍ سره د وخت هرې څپېړې ته لکه دسندان کلک زړه ولاړ دی او د خپلې بې سۍ او مجبورۍ حال چاته هم نه وايي بلکه دغه ټول ظلمونه پخپل زړه کې ده ځای کړي دي.
هغه که يو طرف ته د رومان سندرې وايي نو بل طرف ته د دوران ساندې هم وايي د ده په هر کلام کې دغه ټول رنګونه جوت دي.
د بيلګې په ډول دا غزل يې وګورئ
چې ستا د نوم مې په لفظونو ګل کاري کړې ده
نقادې وايه چې ما څنګه شاعري کړې ده؟
ستا د غرور له تورو کاڼو څخه نه ويرېږم
اخر افغان يم ما په جنګ کې زندګي کړې ده
ما تل له کرکې سره جنګ په محبت کړی دی
ماتل تيارو کې د خپل فکر رڼايي کړې ده
ماخو هېڅکله د شعار زمزمه نه ده کړې
ما خودې خلکو ته سندره روماني کړې ده
د زړه تسکينه تا به بيا په ګلابونو لمانځم
زموږه کلي ته نن بيا پېښه سپرلي کړې ده
له دغو شعرونو مالوميږي چې فريد احمد تسکين څومره بيدار او حساس شاعر دی چې د خپل ساهو فکر په برکت يې د انسانيت سره ښه کړې او د مينې ابياري کړې ده.
د خپل محبوب حسن یې هم ستيلی دی او د خپل وخت هنداره يې هم وړاندې کړې ده هغه د مينې او بشر دوستۍ قايل او د جنګ او نفرت څخه کرکه کوونکی يو پاک د امن شاعر دی.
ځکه خو وايي
را پخلاشه ته له ما ولې خفه يې؟
ته زما د شاعرۍ استعاره يې
ګوره تابه په طاقت د مينې وژنم
کرکې ته خو د وهمونو ښاريه يې
په غزل کې به مې ولې مستي نه وي
ګلې ټوله موسيقي يې زمزمه يې
ته به څنګه را بهر زما له ذات شې
زما وينه يې وجود کې مې خوره يې
شاعرۍ هم دې رسوا هم دې تسکين کړم
هی هی ته خو د رازونو خزانه يې
حقه خبره خو دا ده چې فريد احمد تسکين له حد نه زيات حساس او په خپل قام او کلتور مين زلمی دی.
په تېره بيا د پښتو ژبې او بښتون قام د روښانه سباوون په ارمان دی او هم د دې غرض لپاره هغه برله بسې هلې ځلې کوي.او د خپل قم په ذريعه د خپل شعر او نثر له لارې خپل قام را بيداروي او د خپلو ذمه واریو احساس ورکوي.
کله چې د پښتنو ټاټوبي پيښور ته ځير شي او د ده خړ تصوير و ويني چې د باروتو لوګي تور کړی دی او بيا د پيښور د عظمت او تاريخ را په زړه کړي داسې ګويا شي.
خدای ج دې وساته له شره پيښوره
زما ګل ـ ګل پيښوره پيښوره
زما سترګې او باڼه درنه لوګی شه
خدای ج دې مه کړه له نظره پيښوره
د پښتون تار تار ګریوان پرتا راټول دی
يه د هيلو سمندره پيښوره
د ژوندون د رڼا شور په تا کې پټ دی
د خوندونو مازديګره پيښوره
بې موجبه بې پوښتنې کنډ کپر شوې
چې دا چا کړې بې رهبره پيښوره
اظطراب مې له زړه لرې شي تسکين شم
چې درځمه ستا تر دره پيښوره
په دومره کم تنکي عمر کې د ده دومره حساسیت او ذمه دارۍ څرګندوونکي تسکين ريښتيا هم چې د خپل قام يو ريښتونی او مخلص غمخوار دی.هغه که يو طرف دخپل قام غمونو خوړلی نو بل طرف ته د خپل محبوب جدایۍ ځپلی دی.
هغه که خپله مینه ترلاسه کړې نه ده نو له لاسه يې ورکړې هم نه ده.هغه په دې عقيده ده چې دنيا په اميد خوړی شي او هم دغه امید د ده لویه اسره ده چې يوه ورځ به خپل مرام ته ورسيږي خپل جانان به هم خپل کړي او خپل قام به هم سيال کړي.
هغه د لوړو زده کړو په پړاو کې دی د زده کړو د اهميت څخه خبر دی ځکه خو خپل قام ته د زده کړو تلقين او تبليغ کوي او د خپل قام ماشومان ورته تشويقوي ترڅو د سيالو قومونو په قطار کې ودريږي.
او د هر راتلونکي چيلينج د مقابلې توان ولري هم په دغه اساس د قام مشرانو،ماشومانو،هلکانو او جینکو ته د زده کړو بلنه ورکوي او د علم له رڼا سره يې اشنا کوي.
د تاريکيو له نقصان څخه يې اګاه کوي او د علم عظمت ور ته په ګوته کوي. هغه د خپل قام،وطن او ټول بشر دپاره مينه له هر څه نه مهمه او ضرور ګڼي او هم د خورولو او عام کولو دپاره کار اوزيار باسي.
فريد تسکين که د غزل ښه شاعر دی نو د نظم معيار يې هم په تول پوره دی.
دتک بندۍ نه يې ډډه کړې ده او د مقصدیت لمنه يې رانيولې ده چې دا نظم يې ښه بیلګه ده د کوم سرخط چې کباړي دی.
کباړي
پرون کوڅو کې کباړي ماما نارې وهلې
زاړه شيان، زاړه ټيمان لرئ چې ويې پېرم؟
زه هم په منډه خواته ورغلمه ومې ويل:
یه کباړي ماما مات شوي زړونه هم اخلې؟
هغه ډېر وخندل او ويې وېل
که زړونه دومره قيمتي وای ماتېدل به ولې
داهغه تصوير دی چې زموږ د معاشرې د روزمره ژوند عکاسي کوي.
د فريد احمد تسکين د حساسيت به نورې هم ډيرې وجهې وي خو بنيادي وجهې يې دوه دي یو د عشق غم دمحبوب جفا او بل د حالاتو جبر.
د وطن د ننه د جنګ منظر او نه ختمیدونکې سلسله چې کله په یو رنګ او کله په بل رنګ کې مخې ته راځي او افغان ولس د جنګ په لمبو کې سوځي.
دغه اور نه مسجد معاف کوي او نه ښوونځي،نه حجره پيژني نه ګودر ،نه سمه او نه غر ،نه ګناه کار او نه بې قصور هرڅوک او هرڅه سوځوي؛خو فريد احمد تسکين چې دغه دور حالاتو کې سترګې غړولې دي او بيا د زلميتوب عمر ته رسيدلی دی.
تل يې د دغه اور د وژلو هڅه کړې ده او په دې لړ کې دومره فکرمند شي چې وخت ناوخت پرې نفسياتي ستونزې هم راشي.
د فريد احمد تسکين شاعري د خپل ملت او ملک امانت دی چې تل به پرې وياړ کوي.