تر ټولو سړ لوړى او مترقي قوم هغه دى چې ښه شخصيتونه ولري او په هر ډګر کې د دوى رول بارز او د پام وړ وي، چې الحمدلله پښتون قوم په دې برخه کې ښه بډايه او شتمن قوم دى خو له بده مرغه په دې وروستيو کې د يوه پلان شوي توطيې له مخې کوښښ کېږي ترڅو په شکل د اشکالو دا شخصيتونه په لوى لاس ووژني.
زموږ په سيمه کې متل دى وايي:” که غټ شم بوزن(١) مې بولي، که ډنګر شم، کرن(٢) مې بولي” په تېرو څو ټاکنو کې چې جنوبي او جنوب ختيځو ولايتونو خلکو رايې کمې واچولې او په کم شمېر سره يې په رايو کې ګډون وکړ نو ځينو منفي بافو سياسيونو چې د حالاتو تحليل او تجزيه يوازې د خپلو ګټو پر بنسټ کوي نه د حقايقو، ويل چې دا خلک په اصل کې ترهګر دي او نه غواړي په دې هېواد کې ولسواکي حاکمه شي، په داسې حال کې چې په د دې خلکو عيني او ذهني شرايط هېچا په نظر کې نه ونيول بلکې په پټو سترګو قضاوتونه يې کول خو په اصل کې خبره څه بل شان وه.
کله چې له دې خلکو سره کار وشو او د يادو زونونو خلک راويښ شول، د خپلو حقوقو غوښتنه يې د جګړې نه بلکې د رايې په مټ وکړه بيا هم ځانغوښتونکو سياسيونو پښې پسې را لوڅې کړې او په شکل د اشکالو يې تورونه پرې پورې کړل، حتا په ځينو مواردو کې دا قوم له حيواناتو سره مشابه کړ او د همدې په تعقيب يې کوښښ پيل کړ ترڅو د دې قوم لوى شخصيتونو تورن کړي او شخصيتونه يې وژني.
د خپلې دسيسې د برياليتوب لپاره يې پرته له دې چې د هېواد نافذه قوانين په نظر کې ونيسي د شخصي مسايلو په افشاء او بربنډولو يې لاس پورې کړ په داسې حال کې چې د هېواد نافذه قوانين او مقررات په هېڅ دليل دا ډول بربنډونو ته توجيه نه ورکوي بلکې دا ډول اعمال په خپل ذات کې يو جرم او د اشخاصو په شخصي حريم تېرى بولي.
ځکه د هېواد د نافذ اساسي قانون اته ديرشمه ماده وايي:” د شخص استوګنځى له تېري څخه خوندي دى. هېڅوک د دولت په ګډون نشي کولى د استوګن له اجازې يا د واکمنې محکمې له قرار پرته او بې له هغو حالاتو او لارو چې په قانون کې ښوول شوي د چا کور ته ورننوځي او يا يې وپلټي.”
خو ځينو اشخاص چې ځانونه د ولسواکۍ ملاتړي هم بولي او داسې انګيري چې ګواکې دوى په دې بهير کې له نافذه قوانينو سره سم پر مخ ځي خو کله چې د دوى شخصي ګټې په خطر کې شي نو بيا هر څه ترې هېر وي او يوازې د خپلو ګټو لپاره غواړي ټول قوانين او مقررات تر پښو لاندې کړي او خپلې نامشروع ګټې تامين کړي، چې مثالونه يې موږ په تېرو څو اونيو کې وروسته له دويم ځلي ټاکنو موندلى او ليدلى شو.
د بېلګې په ډول لومړنۍ بريد د ټاکنو د دارالانشاء په مشر ضياء الحق امرخيل په شخصيت وشو او پرته له دې چې يو دريمګړې با صلاحيته مرجع د قانون په چوکاټ کې حکم وکړي، په خپل سر پرته له دې چې د اساسي قانون احکام په نظر کې ونيول شي يو لړ تيلفوني مکالمې خپرې کړې، او تور يې پورې کړ چې دا د امرخيل غږ دى او په ټاکنو کې خپل يوه ټيټ پوړي مامور ته د درغلى امر کوي.
په دويم ځل د وردګو د والي په ادرس همدا ډول مسايل خپاره شول په داسې حال کې چې هغه خپلو کسانو ته د يوه مسؤل کس په توګه د امنيت او له درغلى څخه د ساتنې سپارښتنه کوي، په دريم ځل د پکتيکا په والي پسې يو لړ تيلفوني مکالمې خپرې شوې او داسې ادعا په کې وشوه چې ګواکې په دې کې هم ښاغلى محب الله صميم چې يو باعزته او با وقاره شخصيت دى د خلکو په منځ کې سپک او کمزورى ښکاره کړي، همدا ډول په مشر ليکوال، روښانفکره او متنفذ شخصيت محمد صديق پتمن هم په شکل د اشکالو ځينې تورونه پورې شوي او د دوى په شخصي حريم چې د اساسي قانون له مخکې خوندي دى تيرى شوى دى.
په دې ځاى کې بنده په دوو خبرو کې مشکوک کېږي يو دا چې په شخصي حريم بريد او تېرى د قانون له مخې منع دى، بل دا چې چا دا مکالمۍ راښکاره او خپرې کړې، ځکه د اساسي قانون اوه ديرشمه ماده حکم کوي:” د اشخاصو د مخابرې او ليکونو ازادي او محرميت که په ليکلي ډول وي يا د تيليفون او تلګراف يا نورو وسيلو له لارې له تېري څخه خوندي دي.
دولت د اشخاصو د مخابرو او ليکونو د پلټنې حق نه لري، مګر د قانون له حکمونو سره سم.”
د اساسي قانون يادو مادو ته په کتو په کوم حکم او کوم مجاز دا ډول خلک ځانونو ته دا اجازه ورکوي چې د خلکو شخصي تيلفوني مکالمې بربنډې او رسنيزې کړي.
زما له انده دا د هغو دسيسو لړۍ ده چې د دواړو غاړو پښتنو شخصيتونو د وژنې لپاره په لاره اچول شوې او غواړي دا قوم په شکل دا اشکالو وځپي، ځکه که چېرې په ټاکنو کې ګډون ونه کړو بيا مو ترهګر بولي او بهرنيو پوځونو ته عذر زاري کوي چې د بې پيلوټه په مټ يې دا سيمې وځپي او په تياره شپو پرته له هر ډول دودونو او دستورونو په نظر کې نيولو په کورونو ور ننوځي، خو که بيا په ولسواکو بهيرونو کې ګډون کوي بيا مو شخصيتونه تورنوي چې دا د دوى په امر درغلي شوې ده، په داسې حال کې چې په لوى لاس د ولسونو په ښکاره قربانۍ او سرښندنې سترګې پټوي.يو شاعر څه ښه وايي:”
چې لوټلى زه د هر دور قارون يم
بدنام کړى چې د هر جبر قانون يم
چې حالاتو په دار کړى نن پرون يم
زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم
١– بوزن د بې ځايه غټ شوي وجود په مانا ده چې استحکام نه لري يوازې بې ترتيبه پړسوب ورغلى وي.
٢ – کرن هغه وچوي وجود ته وايي چې هېڅ غوښه ونه لري او پوستکى په ډېر خوار حالت کې په هډوکي پورې نښتى وي.