ایا هغه ګنګوسې واقعیت لري چې ګواکې د ملي وحدت تر نامه لاندې، د دوه مخکښو نوماندانو تر منځ ایتلافي حکومت او یا هم د ځینو منځلارو څېرو په ګډون د سپنتا او یا ستار سیرت تر مشرۍ لاندې لنډمهالۍ حکومت رامنځته کيږي؟
کېدای شي د سیاسي حالاتو وروستیو دوړو د سیاستوالو بصیرت یو څه زیانمن کړی وي، او دا افواهات ورته اقدامات ښکاره شي، خو غواړم چې پدې ليکنه کې لومړۍ موجوده واقعي باطني سیاسي وضعیت ورپسې د سپنتا، ستار سیرت او ایتلافي حکومت هر اړخیزه څېړنه ولرم.
په دویم پړاو ټاکنو کې د تحول او تداوم ټاکنیز ټیم د بریا اساسي لاملونه:
۱-د ډاکټر اشرف غني له لوري د خپلو پروګرامونو بشپړ وضاحت، چې مقابل لوری یې پر دې برخې هومره کار ونکړ.
۲- د ډاکټر اشرف غني له لوري د مفسدینو پر وړاندې تندې ،سپينې او د حسابي رنګ درلودونګې څرګندونې، چې د نوموړي د پخوانیو پلویانو څخه ورهاخوا د ښار مېشته تحصیل کړیو زړونه یې هم تسخیر کړل.
۳-له سمبولیکو څېرو او نمایشي حرکاتو څخه رښتينې او ولسي شخصیتونو ته مخه کول، او ورسره جوخت د عملي اقداماتو لړۍ، چې مقابل لوري برعکس حالت او کړنو ته مخه کړه.
۴-د سیالې ډلې له لوري د تندو او بداخلاقه حرکاتو او څرګندونو(د عکسونو شلول او سپکاوی، د محقق له لوري د سپکو الفاظو کارول، د ویاندویانو له لوري یې ولس سره د ګواښ په ژبه خبرې) پر وړاندې د نرم او اخلاقي دريځ خپلول.
او شاید هم یو شمېر سیاسي دريځونو نیول ، چې پر سویل ختيځو او ختيځو ولایتونو یې اغېزه وکړه.
ایا موجوده سیاسی وضعیت او د ټاکنو پر وړاندې متضاد دريځونه د اندېښنې وړ دي؟
نه، او ځانګړي دلایل یې په لاندې ډول دي:
۱-نظار شورا او یا اسلامي جمعیت نور نو خپلې هغه پخوانۍ څټې نلري چې تر یو بریده سیاسي مهارت یې پوخ وي . اوس نو مارشال فهیم او برهان الدین رباني مړه، یونس قانوني محافظه کارۍ ته مایله شوې څېره، عطا محمد نور د سیاست پخولو په درشل کې ده تر څو ۵ کاله وروسته د ولس نسبي باور او د خپلې ډلې بشپړه مشري وشی کولای نو ځکه عطا به هېڅکله هم پر دې موضوعاتو ځان غرق نکړي. او د وخت ناوخت تندو څرګندونو یواځنی لامل یې په خپلو پلویانو کې د سیاسي انزوا څخه د ځان ژغورل بللی شو، ا سماعیل خان نور نو یوه منزوي شوې څېره … او بلاخره ددې ډلې هر څه د امرالله صالح منفي احساساتو او د عبدالله جاه طلبۍ ته ورپاتې دي.
۲- نظار شورا له پیله تر دې دمه هر نړېوال ادرس ته یواځې د هغه ملیشو په څېر ده چې وحشي جنګي حالتونو کې ترې کار اخیستی شي. د امريکا سپينه ماڼۍ، پنټاګون او سي ای اې د افغانستان په هکله نظامي او سیاسی برخو کې پر دې اتفاق لري چې دا ډله یواځې ملېشې دي نه کوم معتبر سیاسي جهت، په ۲۰۰۱ کال کې امريکا د طالبانو د بشپړه محو کولو په امېد له دې ډلې سره د سي ای اې له لوري د ۵ میلیونه ډالرو له جنګي قرارداده رانيولې د بن کنفرانس ک�� تر واک سپارلو پورې معاملې وکړې خو دا هم د امريکا په پلان کې یوه برخه وه چې د جنګ تر پایه به دا امتیازات دې ډلې ته برابروي او د یو نسبي سم وضعیت په راتګ سره به نور دا ملېشې انزوا لوري ته بیايي ، که څه هم وضعیت سم نشو خو بدلون یې وموند ځکه افغانستان کې د سیاسي شعور کچه اوچته شوه، د نظار شورا یو قطبي مطلق واک مطلق او یو قطبي پاتې نشو، طالبان نه یواځې دا چې محو نشول بلکې بېرته د یو قوت په توګه مطرح شول او بلاخره ان تر دې چې طالبان له امریکا سره د تفاهم جوګه شول . او دا ټول هغه څه ول چې نور یې د یوې ملېشې شتون ته اړتیا له منځه وړله. نو اوس نړېوال نه یواځې دا چې نظار شورا یو سیاسی طرف نه بولي بلکې هغه د ملېشې اعتبار هم پرې نلري.
۳- د ډاکټر اشرف غني بریا او له عبداله عبدالله څخه یې توپیر خورا ملموس او محسوس ده، حتی که د عبدالله درغلۍ له پامه وغورځول شي او ورسره د اشرف غني رایې په لویه پکتیا کې ۵۰٪ ته هم راښکته شی نو لا هم غني بریالی ده.
۴-نظار شورا پر واقعیت پوهېږي او پخپلو منځونو کې یې پر دې متل سلا شوې چې(به مرګ بګیریش تا به درد راضي شود) . دا ډله اوس پر شته امتیازاتو خوښه ده او په نهایت کې یې غوښتنه د موجوده امکاناتو ، نه حساب کتاب او مصئونیت ده.
۵- نظار شورا په یوه سیاسي او نفوذي محاصره کې راګير ده، په شمال کې د دوستم، جمعه خان همدرد، احمد ضیا مسعود، قومندان الماس او نورو مخالفت ددې لامل شوی چې دا ډله په خپلو نفوذي سیمو کې هم د انسجام چارې پر مخ بونشي تلای، له سویل او ختيځ څخه خو دوی هم تمه نلري ، د لویديځو ولایتونو اوسېدونکي په یو نسبي بېطرفه حالت کې دي او بلاخره په مرکزي سیمو کې خپله د ډاکټر اشرف غني،محمد کریم خلیلي او یوشمېر نورو سیاستوالو مخالفت او د یادې سیمې د خلکو د سیاسی، علمي، او عامه پوهاوي لوړوالۍ ، دا ډله لدې سیمو هم ناامېدوي.
*پورتنیو موضوعاتو ته په کتو د ټاکنو د پایلو په هکله د هر ډول سیاسی او ټولنیزو ګډوډیو احتمال نفی کيږي.
ایا د یو مطلق پر باج ولاړ ایتلاف امکان شته؟
نه، له اوږدو وضاحتونو پرته باید ووایم چې دواړه خواوو کې ماهیتونو ته په کتو د یو بل پروړاندې د جذب قوه بشپړه خنثی ده. په ځانګړې توګه ډاکټر اشرف غني د منفی معاملو پر وړاندې د سخت دريځ نړېوال شهرت لری. کله چې اشرف غني د دویم پړاو په کمپاین کې د سمبولیکو سیاسی څېرو او ناکامه نوماندانو په جذب کې له یو سخت بحران سره مخ شو او حتی عامه ذهنیتونه دده پر ناکامۍ باورمند شول. ان تر دې چې نوموړي ته نږدې کسانو هم د استاد سیاف، ګل اغا شیرزي، محمود کرزي، او نورو… د یوځای کېدلو د محدوده شرایطو د منلو وړاندیز وکړ خو غني هغه مهال د ماتې منلو د ذهنیت پر قیمت هغه محدوده شرایط هم رد کړل.
ایا د آلمان په هڅو به د سپنتا تر مشرۍ لاندې د ملي وحدت لنډمهالۍ حکومت رامنځته شي؟
نه، ځکه چې:
-ډاکټر رنګین دادفر سپنتا له دریو هغو کسانو(سپنتا، خرم،ابراهیم سپین زاده)څخه یو دی چي د ولسمشر کرزي ذهني مدیران بلل کيږي. سپنتا یو غرب پاله ذهنیت لري چې د کریم خرم د غرب ضد ذهنیت پر وړاندې یې تر یو حده د ولسمشر ذهنیت په انډولیز حالت کې ساتلی. سپنتا له پیله غوښتل چې خپل افکار په یو منظم سیاسی حرکت کې تنظیم کړي خو د افغانستان او د افغان ولس څرنګوالي لدې هڅې ناامېده کړ، ورپسې یې د ولسمشر کرزي د بشپړ ذهني تسخیر هڅې هم وکړې خو تر بریا وړاندې یې یو بل خنډ(عبدالکریم خرم) ورته پیدا شو. سپنتا د پرله پسې تحرکاتو د ناکامۍ او د امنیتي تړون پر وړاندې د ولسمشر کرزي د سخت دريځ قرباني شو او پایله کې نه په نړېواله سطحه سم سیاسي مدیر معرفي شو او نه د هېواد دننه یو سم ولسی او یا سیاسي مدیر.
نو لنډه کې باید ووایم که دا وهم منو چې یو لنډمهالي ، منځلاري او با نفوذه حکومت ته اړتیا لیدل کيږي نو بیا به هم له هېڅ لوري(نړېوال، ولسمشر کرزی، دواړه نوماندان،ولس او…) سپنتا د مناسبه مهرې په توګه رامخته نشي.
ایا ستار سیرت لکه څنګه چې یې خپله هم طرحه جوړه کړې وه، دا چانس لري؟
نه، ځکه:
سیرت د داود خان د حکومت د عدلیې وزیر، منځلارې څېره، د عربي هېوادونو او بیا په وروستیو کې د غرب د پام وړ کس خو تل یو مصلح نه واکمن…..!
سیرت یواځې په بن کې چانس ترلاسه کړ چې هغه هم د حالاتو قربانی شو تر هغې راپدېخوا نور وضعیت هومره ساده هم نده لکه هغه وخت، چې یو مصلح او منځلاری دې دا پېچلي جوړښتونه مدیریت کړای شي. سیرت څخه د سولې او نورو ټولنیزو او سیاسی موضوعاتو په حل کې کار اخیستل کېدای شي خو د وروسته باتي افغانستان د مډرن سیاست لپاره په هېڅ صورت مناسبه مهره نده، او پردې موضوع ټولې ښکېلې خواوې پوهېږي .
ایا ډاکټر اشرف غني احمدزی به د افغانستان نوی ولسمشر شي؟
هو، نوموړی د دویم پړاو ټاکنو ګټونکی دی، مدیریت یې اوضاع سره تناسب لري، جدیت، مدیریت، شفافیت او ذکاوت یې هم د نړېوالو د ۱۴ کلن شتون مثبت تصویر د هغوی ولسونو ته ورکوي او هم د کور دننه د اکثره مخالفو لوریو توافق پرې راځي.
ولسمشر کرزي غوښتل چې په تاکتیکي ډول د سیاسي فشارونو لکه د زلمي رسول مطرح کول، له عبدالله څخه د ملاتړ ګنګوسې، په لومړي پړاو کې د عبدالله مخکې کول، د ایتلاف لپاره فشار او…. له لارې د غني بې کچې جدیت او قانوني سخت دريځي لږ راکمه کړي تر څو یې تر ځانه وروسته دده په خپل باور اوضاع ثبات ومومي ، خو له ده څخه هم ددې فشارونو پړۍ خطا شو او دا فشارونه پر یو لوی خنډ او ځنډ واوښتل چې وروسته یې دی هم له کړلو پښیمانه او له کنټروله عاجز شو.
خو اوس ولسمشر کرزی، نړېوال او نور ښکېل ادرسونه دې پایلې ته رسېدلي چې ډاکټر اشرف غني یو مطلوب او مناسب وضعیت رامنځته کولای شي. د جنجالي سیمو په مدیریت کې د ده قومي ريښه او نه جنګي ښکیلتیا ورسره مرسته کوي. غني د نړېوالو اړيکو تر منځ د تناسب د ساتلو وړتیا هم لري او بلاخره تر ملي کچې ور هاخوا د سیمې د سیاسي وضعیت مهم لوبغاړی هم پاتې کېدلای شي
نو په پایله کې باید ووایم چې نه پر باج ولاړ ایتلاف، نه د سیرت او سپنتا تر مشرۍ لاندې د ملي وحدت په نامه حکومت، بلکې په ډاډه توګه د غني په مدیریت سره یو نوی حکومت د جوړېدو په درشل کې ده.
لیکوال :
میرویس ستانکزی
—————————————————–
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یوووالی ضروري نه دی.
ستا نكري صاحب .
دير شه به خاي أو يو واقعي تحليل بل داجه سليس او روانه هم فهمه زبه ليكنه جه هر خوك ورخخه برخه مند كيداي شي ستا ددي موضوع دتايد به هكله غوشتل جه يو خه أضافه كرم مكر ستا به احترام او ستاد ليكني او ستا بوهي رأته أجازه رانه كره جه كستاني وكرم
زوندي أوسي