تاند – د افغان ځواکونو په یوه بس موټر کې په کابل کې نن چاودنې لږ تر لږ ۱۶ تنه وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړې دي.

د چارواکو په وینا په وژل شویو کې اته تنه د افغان هوایي ځواک دي، درې د دفاع وزارت کارکوونکي دي او پنځه هم ملکیان دي.

په ټپیانو کې ۱۳ د افغان ځواکونو او نور ملکیان دي. طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی او د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي دي چې دا چاودنه دوی کړې ده.

دا څوم ځل دی چې د افغانستان په مرکز کابل کې د امنیتي ځواکونو په موټر کې چاودنې کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *