تاند – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په ټیلفون له حامد کرزي سره د افغانستان د انتخاباتو په اړه وغږیده.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماري هارف د دې ټیلفوني مکالمې په اړه وویل چې د سه شنبه په ورځ وشوه او پکې جان کري د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د هغو هڅو ستاینه وکړه چې یو شمیر رایي بیا د دې بهیر د شفافیت لپاره له سره شمیري. جان کري همداراز د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه هیله وکړه چې د رایي شمیرنې په برخه کې دقت وکړي څو پر انتخاباتو د افغانانو اعتماد پیاوړی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل، امریکا د کوم ځانګړي افغان کاندید ملاتړ نه کوي خو د باعتباره او شفافو انتخاباتو هرکلی یې کړی دی. ماری هارف بیا وویل، متحد ایالتونه له دواړو لوریو غواړي چې د افغانستان د ملي یووالي لپاره هڅې وکړي.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله هڅولي وو چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره همکاري وکړي.
ماري هارف وویل، دلته یوه پروسه روانه ده، موږ دواړه کاندیدان هڅوولي دي چې د انتخاباتو له کمیسیونونو سره پاتې شي، څو د ټولو ادعاو او درغلیو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې بیا وویل، هلته یو قانوني میکانیزم شته چې د درغلیو څیړنه کوي او بیا قضاوت کوي چې زموږ په باور دا مهمه ده، که څه وخت هم تیر شي چې قضاوت سالم وشي.
په واشنګتن کې د خبرې غونډې پر مهال چې کله له ماري هارف څخه پوښتنه وشوه چې تاسو په خپله داسې شواهد لیدلې دي چې پر دې دلالت وکړي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې درغلۍ شوې دي، نو دې په ځواب کې وویل چې زه په دې برخه کې قضاوت نه کوم او دا د افغانستان د انتخاباتي موسسو کار دی.