د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۳۹۳/چنګاښ/۱۱

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د یوه رسمي لیک له لارې، ولایتونو ته لارښوونه کړې، چې په تېرو اتو کلونو کې د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو او ستونزو راپورونه راتلونکي حکومت ته چمتو کړي. دا راپورونه به ولایتي چارو ته د رسېدو او پرېکړو پر وخت، له نوي حکومت سره مرسته وکړي.

 د ولایتونو راپورونه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې د راپور په ځانګړې اډانه یا فارمټ کې، د سکتور د وېش پر بنسټ چمتو کېږي او د هرې برخې، د مهمو لاسته راوړنو، ستونزو او وړاندیزونو یادونه پکې کېږي.

 دا راپورونه به پای کې د سیمه ییزې حکومتوالۍ د اته کلن عموي راپور په چوکاټ کې را ټولېږی او  د یوه مهم سند په توګه به راتلونکې حکومت سپارل کېږي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبد الخالق فراهي په دې اړه وایي: (( زموږ هدف دادی، چې راتلونکې ادارې ته د سیمه ییزې حکومتوالۍ د وضیعت په اړه وضح لیدلوری ورکړو. راتلونکي حکومت به د فیصلو او ولایتي چارو ته د رسیدو په وخت کې، د سیمه ییزې حکومتوالۍ په اړه، کره معلوماتو او مشخصو ارقامو ته ضرورت ولري او زه باور لرم، چې دا راپور به په دې برخه کې ډېر مفید وي.))

د سیمه ییزې حکومتوالۍ اته کلن راپور، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، دجوړیدو له وخته په پام کې نیول شوی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره هیله لري، چې دا راپور به، د سیمه ییزې حکومتوالۍ ساحه، د نوي حکومت د کار د مهمو لومړیتوبونو برخه وګرځوي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره ژمنه ده، چې د جلالتمآب ولسمشر د حکم سره سم، نوي حکومت ته د چارو د واګو په سپارلو کې، له خپله اړخه له نورو ارګانونو سره ګډ کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *