تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ په داسي حال کې د ایران د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره ولیدل چې د هیواد د ملي امنیت ريیس ایران د هلمند په روانه خونړۍ جګړه کې په لاس لرلو تورن کړ.

د افغانستان د ملي امنیت رييس رحمت الله نبیل ولسی جرګې ته وویل چې د ایران سپاه پاسداران او د پاکستان آی ایس آی د افغانستان په جګړه کې ګټې ویني.

ده، چې د هلمند د روانې خونړۍ جګړې په اړه د وکیلانو پوښتنو ته ځواب وایه، وویل چې سپاه پاسداران او آی آیس آی د افغانستان له انتخاباتي جنجالونو څخه هم د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره استفاده کوي.

ده زیاته کړه:«له انتخاباتو شپږ میاشتې مخکې ټول پوهیدو چې انتخابات به دوهم پړاو ته ځي.

ټول پوهیدل چې په دوهم پړاو کې به څه ستونزې پېښېږي. د پاکستان ای ایس ای او د ایران سپاه پاسداران په دې پوهیدل او دا تحلیل یې درلود چې څه ستونزه به رامنځته شي.»

ښاغلي نبیل د خپلو خبرو په دام کې وویل:«پاکستان په دې پوهېده چې د انتخاباتو لومړی پړاو، دوهم دور، سیاسي لانجې، د قدرت خلا زېږوي نو همدا یې موقع بلله چې وکولای شي د فشار په راوړلو د افغانستان ځیني سیمې طالبانو ته په لاس ورکړي. کله چې سیاسي لانجې وي د واک خلا وي نو زه تاسو ته په ډاډ وایم چې دوی په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو په پراخولو کې لاس لري. »

غونډې ته ښاغلي داوودزي وویل، پاکستان غواړي د هلمند کې د جګړې له لارې هغه ستراتیژي تطبیق کړي چې ویلي یې و د افغانستان ځینې سیمې باید طالبانو ته ورکړل شي.

له بلې خوا د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي د ولسي جرګې د وکیلانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ملي اردو د هلمند په جګړه کې لازم اقدامات نه دي کړی، وویل:«ملي اردو یواځې له پیاده قواوو کار اخلي هیڅ مجهز او پرمختللی هوايي ځواک نه لري.»

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ابراهیم رحیم پور په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو او نور و مسایلو خبرې وکړې.

ده د ایران او افغانستان د اړیکو په نژدې کولو کې د ولسمشر کرزي د تېرو ۱۳ کلونو هلې ځلې وستایلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *