تاند- ملګروملتو اعلان وکړ چې په وزیرستان کې د جګړو د سختېدو له کبله تر ۷۵ زره زیاتو خلکو افغانستان ته پناه راوړې ده.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ د چهارشنبې په ورځ وویل چې له شمالي وزیرستان څخه افغانستان ته څه باندې ۷۵ زره کډوال راغلي او دا کمیشنري هڅه کوي چې کډوالو ته سرپناه برابره کړي.
دا په داسي حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې /سې شنبه/ د پاکستان د حکومت چارواکو وویل چې افغانستان ته هومره کډوال نه دي تللي چې افغان چارواکي ادعا کوي.
د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري، د خوړو نړیوال پروګرام، د روغتیا نړیواله اداره او نورې موسسې په ګډه هڅه کوي چې د وزیرستان بې ځایه شویو ته مرستې همږغې کړي.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ وویل، افغانانو د وزیرستاني کډوالو ښه هرکلی کړی، خپله ډوډۍ یې ورسره نیمه کړې خو کډوال تشناب، پاکو اوبو او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
دې کمیشنرۍ ټینګار وکړ چې د خوست او پکتیکا له خلکو سره باید فوري بشري مرستې وشي څو له وزیرستاني کډوالو سره د دوی د ملاتړ توان زیات شي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازي بوشاک او په افغانستان کې د ملګروملتو د بشري مرستو همږغوونکی مارک باودین پرون /چهارشنبه/ د افغانستان د مالیې او سرحدونو د چارو له وزیرانو سره یوځای خوست ولایت ته لاړل څو له وزیرستانه د راغلیو کډوالو حال له نژدې وګوري.