تاند- د افغانستان یو جګپوړی امنیتي او استخباراتي پلاوی نن اسلام اباد ته رسېږي چې له خپلو پاکستاني سارو سر ه د ترهګرۍ پرضد د همکاریو په اړه مهمې خبرې وکړي.
د ملي اردو د پوځي عملیاتو د عمومي رييس ډګرجنرال افضل امین په مشرۍ د افغانستان شپږ کسیز پلاوی به د پاکستان له دفاعي چارواکو سره په اسلام اباد کې خبرې پیل کړي.
تر دې مخکې روانه اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا له پاکستاني چارواکو سره پر امنیتي مسایلو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی و.
سپنتا د اسلام اباد له سفره له راستنېدو وروسته وویل، له پاکستاني چارواکو سره یې د ترهګرۍ پر ضد مهمې خبرې کړي او پاکستاني چارواکو لویې ژمنې ورکړي خو باید وکتل شي چې پاکستانیان تر څه حده ژمنې عملي کوي.
سپنتا او پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې چې د وسله والو سخت دریځو پرضد به بې له دې چې د هغوی ملیت ته وګوري کلکه مبارزه کوي.
د دواړو هیوادونو چارواکي به د افغانستان کونړ ولایت ته سفر وکړي چې د ډیورنډ پر کرښه امنیتي وضعیت وڅېړي او د هغو اندېښنو جاج واخلي چې دواړه خواوې یې لري.
افغانستان وايي چې پاکستاني پوځیان د کونړ پر سرحدي ولسوالیو له تېرو دوو کلونو راهیسي توغندويي بریدونه کوي او پاکستان بیا وايي چې د دغه هیواد وسله وال مخالفان په کونړ کې پناهځایونه لري او له هماغه ځایه پر پاکستاني پوځیانو د حملو لپاره له ډیورنډ کرښې وراوړي.