د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنيت سرپرست مسؤل رحمت الله نبيل، د ملي دفاع او کورنيو چارو له وزيرانو سره يوځاى ولسي جرګې ته ور وغوښتل سوي وو.

له دوى درې واړو څخه ولسي جرګې په هيواد کي د وروستيو نا امنيو په اړه پوښتني کولې.

هر وزير د روانو حالاتو په اړه د ملامتۍ ګوته يوې او بلې خواته ګرځول، د بېلګي په ډول د کورنيو چارو وزير عمر داودزي افغان امنتي ځواکونو ته د امنيت لېږد بې وخته ياد کړ.

د دفاع وزير بسم الله محمدي له بګرام څخه وروستي خوشي سوي بنديان په هلمند او نورو جګړو کي قومانده ورکوونکي وګڼل.

د ملي امنيت د لوى رياست سرپرست رحمت الله نبيل د خپلو خبرو په ترڅ کي يوه د پام وړ خبره وکړه، ((په دې هيواد کي هره ورځ ١٢٠ ليټره وينه نذرانه کيږي او نږدې شل افغانان قرباني ورکوي.))

دا خبره د غور وړ ده او پوښتنه پيدا کيږي، چي ولي هرکال موږ ٣٧٠٠ هيوادوال له لاسه ورکوو؟

ولي هر کال په زرګونو لېټره وينه تويوو ؟

که دې خبري ته نور هم غور وکړو، تر دې لاهم زياته وينه توييږي او زيات هيوادوال ژوند او ياهم د بدن غړي له لاسه ورکوي.

دا لړۍ له دې وروستيو کلنو څخه نه ده راپيل سوې، بلکي دا لړۍ اوس څلويښت کالو ته نږدې کيږي، دا نږدې څلوېښت کاله زموږ هيوادوال په يو او بل نامه وژل سوي دي، خو افسوس د وينو او قربانيو په ګټه يې نورو لوړي ودانۍ جوړي کړي، ګران بيه موټرونه يې رانيولي او په بانکي اکاونټونو کي يې په ميلونونو ډالر زيات سوي دي.

ډېرو ځوانانو د پوښتني پرمهال ، بس دا يوه خبره يې راته کړې ده، ( په دې جنګ کي رالوى سوي يو او ښه ورځ مو نه ده لېدلې. )

ترڅو به د افغانانو وينه توييږي او يوشمير خيټور به ورځ تربلي چاغيږي؟

تر څه وخته به د خپلو قربانيو پړه پر نورو اچوو او بل ته به ګوته نيسو؟ که وکتل سي د ګوتي نيولو پرمهال يوه ګوته بل ته او څلور ګوتي موږته کږې وي، يعني موږ هم له مشره ترکشره په روانو حالاتو کي څه ناڅه مسؤليت لرو او په کار ده، چي خپل تروسه د دغه تپل سويو قربانيو او وينو تويولو مخه ونيسو.

د افغانانو د قربانيو لړۍ او د وينو فوارې هيڅکله په خپل سر نه دريږي، دا د ټولو هيوادوالو کلک هوډ، کلکه علمي او مدني ويښتيا او مبارزه غواړي.

لومړى بايد مشران او وروسته کشران دې ټکي ته ځانونه مکلف وګڼي، چي دا هيواد او خلک پرموږ د وژولو حق نه، بلکي د ژغورولو حق لري او دا حق سرته رسول زموږ اسلامي، ملي او وجداني مسؤليت دى.

نور بايد يوازي د مرګ ژوبلي په لوړو ارقامو او يا د وينو توييولو پړه پر بل د ور اچولو پرځاى په ګرېوان کي سرکښته کړو، خپل ګرېوان قاضي کړو او پرېکړه وکړو، چي د دې ناورين په مخنيوي کي موږ څه کولاى سو؟

تر ټولو ښه خبره لا داده، چي پرديو او ګاونډيانو ته د سترګو نيولو پرځاى ټول هيوادوال که يوه غاړه ده او که بله غاړه په رښتيا سره د اسلامي او افغاني معيار په رڼا کي يو اوبل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو، ټول د روان بشري ناورين پرضد ږغ راپورته کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *