افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه١١-٤-١٣٩٣
دملګرو ملتونو ټولې ادارې اوپه ځانګړې توګه د کډوالو چارو اداره به دمحلي حکومت سره دبشپړې همغږۍ په چوکاټ کې له راغليو کډوالو سره مرستې زياتې کړې ، دغه څرګندونې په افغانستان کې دملګرو ملتونو دځانګړي استازي مرستيال مارک بودن په خوست کې دګلان دکمپ څخه د ليدنې پرمهال وکړې.
مارک بودن د يو بهرني پلاوي په ترکيب چې دملګرو ملتونو دکدوالو د ادارې مشر بوشاک ،دنړيوال خوراکي پروګرام مرستيالې جيبيدار او يوشمير نورو مرستندويه ټولنو مسوولينو يې ملتيا کوله دخوست عبدالجبارنعيمي سره يې يوځاى په ګربز ولسوالۍ کې د کډوالو دکمپ څخه ليدنه ترسره کړه.
خوست والي عبدالجبارنعيمي خوست ولايت ته له راغليو ټولو کډوالو سره په عاجلو بشري مرستو باندې ټينګار وکړ او له کډوالو سره لاسنوى او مرسته يې دافغانستان ددولت او خلکو ځانګړې تګ لاره ياده کړه ،نوموړي وويل دا مهال ددغه ولايت ګڼ شمير سيمو ته دکرښې دها خوا څخه په زرګونو کورنۍ را کډ شوې چې په عاجله توګه دخوراکي او غيرې خوراکي توکو مرستو ته اړتيا لري.
عبدالجبارنعيمي دملګرو ملتونو دټولو نمايندګيو اوپه ځانګړې توګه دکډوالو جارو د ادارې ، نړيوال خوراکي پروګرام او دروغتيا دنړيوال سازمان له شويو مرستو او همکاريو څخه دزړه له کومې مننه وکړه ،له راغلي پلاوي يې وغوښتل چې ژر تر ژره دکډوالو ستونزو او غوښتنو ته درسيدګۍ په خاطر په خوست ولايت کې خپل دفترونه پرانيزي.
همداشان يې دمعارف او صحت په برخه کې دمرکزي حکومت او مرستندويه ټولنو داساسي همکاريو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې دملګرو ملتونو دځانګړي استازي مرستيال مارک بودن دخوست دمحلي حکومت هغه تلاشونه خورا مهم وبلل چې کډوالو ته دمرستو او همکاريو دجلب په موخه يې ترسره کوي.
مارک بودن له کډوالو سره مرسته کول ددولت او نړيوالې ټولنې ګډ مسووليت ياد کړ ،ژمنه يې وکړه چې ډير ژر به له دولت سره دبشپړې همغږۍ په چوکاټ کې راغليو کډوالوته نورې مرستې هم ورسوي.
همداشان نوموړي دخوست د ادارې ،عامو خلکو او ملي تجارانو څخه هم مننه وکړه چې تر دې مهاله يې دټولنيز او بشري مسووليت له مخې راغليو کډوالو ته مرستې رسولې او لا يې هم په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ ساتلې دي.
دهمدې ليدنې په وروستيو کې دخوست والي او راغلي پلاوي له لوري يو شمير کډوالو سره دخوراکي او غيرې خوراکي موادو مرسته هم وشوه.
واکمن