تاند- د افغانستان د دولت وسله الو مخالفانو نن د کابل پر نړیواال هوايي ډګر د هاوان څو ګولۍ وویشتې.
د دې برید په نتیجه کې اور بل شو خو چا ته د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړای شوی.
د هوايي ډګر مسوولانو وویل چې هاوانونه د میدان پر پوځي برخه لګېدلي خو د دوی په وینا تاوان یې نه دې پېښ کړی خو شاهدانو وویل چې د اور لمبې یې لیدلي دي.
د کابل د هوايي ډګر له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې له نامعلوم لوري پر هوايي ډګر د هاوان درې مرمۍ ولګېدې. ګولۍ د هوايي ډګر پر پوځي برخه لګېدلي او هلته اور بل شوی دی.
د کابل د نړیوال هوايي ډګر رييس محمد یعقوب رسولي وویل، اطفاییه سمدستي د اور ځای ته ورسېده چې اور مړ کړي. د ښاغلي رسولي په وینا اور پر هغه لرګین دېوال بل شو چې د هوايي ډګر پوځي او ملکي برخې سره جلا کوي.
د ده په وینا هیڅ ملکي یا پوځي الوتکې ته زیان ته دی اوښتی.
د طالبانو یوه ویندوی وویل چې دا برید دوی کړی دی.
أمنيتي اوركانونه دي دخبل مسلكي منطق خخه كار وأخلي جه بعدد مسافي دهاوان خو كيلو متره دي او بيا دي خبل أمنيتي كمر بند به نظر كي ونيسي ،بل دا جه به كوم خاي جه مرمي أصابت كري بايد مطالعه شي داصابت دمرمي خخه استقامت داندا خت دقيق معلو ميزي دلته دي جه د استقامت دانداخت خخه محل دانداخت فرضي لاس ته راخي كولي شو دنورو استخباراتي او أمنيتي تدابيرو به نيولو سره دشمن تثبيت شي داجه طالبان دا منلي جه دا كار مونز كري دا منطق نه مني دا يو قسم كول وركول دي أمنيتي اركانو ته كه جيري منل كيزي دا ،دا معني جه طالبانو دننه به شهر كي نفوس كري