زابل: د روژې د مبارکې میاشتي په رارسیدو سره پدې ولایت کې د خوراکي توکیو بیې لوړي شوي

دزابل ولایت اوسیدونکي وايي چی چې له یوې خوا خلګ د بې روزګارۍ له امله له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او له بلې خوا د روژې د میاشتي په رارسیدو د ټولو خوراکي توکيو بیي لوړي شوي دي چې له امله عام خلک انديښمن دي

د کلات ښار یو شمیر اوسیدونکي وايي چې د هرشی قیمتونه د پخوا په پرتله لوړ شوي دي خو د مخنیوي لپاره یې دولت هیڅ اقدام نه دی کړی

یاد ښاریان له دولت څخه غوښتنه کوي چې باید په بازار کي په جدي ډول څارنه وکړي او له هغو کسانو سره چې شیان په لوړ قیمت خرڅوی جدي چلند وکړي

د دوي په خبره چې د ښاروالۍ او نورو دولتي ادارو مسوولیت دی چې په ښار کې نرخونه کنترول کړي خو تر اوسه پوري یادو ادارو په دې اړه هیڅ اقدام ندی کړی او نه هم د ښاروالۍ مسوولینو د خلکو ستونزو ته پاملرنه کړې

هڅه مووکړل پدې اړوند دکلات ښاروالۍ دمسولین نظر هم واخلو خوپدې ونه توانیدو.

بلخوا بیا ددې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی هم د خلکو ستونزي پر ځای بوولی او وايي چې ښاروالۍ پدې اړه لازم اقدامات ندي کړي

نوموړي وايي چې ښاروالۍ باید په ښار کې خپله څارنه زیاته کړي او د خپل سریو مخه ونیسی

امنیه قوماندان زیاتوي چې د خلکو شکایتونه تر دوي پوري رسیدلی او په پلان کې لري چې له دې وروسته په خپل په ښار کې نرخونه کنترول کړي او له هغو دوکاندارانو سره به قانونی چلند وکړي چې په لوړه بیه توکي پلوري

دده په خبره چې د زابل اوسیدونکي په هر وخت کې د شیانو د رانیولو پرمهال د نرخونو له زیات لوړوالي سره مخ کیږي نو کولی شی له ده سره اړیکه ونیسی تر څو دوي يې ستونزه حل کړي .

احمدولي سرحدي – زابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *