تاند – د مزاشریف په ښار کې له روژه ماتې وروسته  د پنجشنبه په ماښام چاودنې دوه ملکیان ووژل او نهه تنه یې ټپیان کړل.

امنیتي چارواکي وایي چې چاودنه رضوې شریفې ته نژدې وشوه. د شمال ایتلاف یوه پخواني لوړ پوړي غړي چې د نوم له اخیستو ډډه کوله وویل چې چاودنه د کیفایت مارکیټ مخې ته شوې ده.

مزارشریف د افغانستان په شمال کې هغه ښار دی چې امنیت یې تر ډیرو سیمو ښه دی خو په داسې وخت کې چې په بلخ ولایت کې والي د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین غړی دی او انتخاباتي لانجه په افغانستان کې توده ده د مزارشریف چاودنه له اندیښنو سره ملګرې کیدای شي.

د بلخ والي عطا محمد نور د دوهم پړاو تر انتخاباتو مخکې ویلي وو، چې احتیاط پکار دی کنه دا انتخابات به پراخو شخړو ته لاره هواره کړي.

تر اوسه کومې ډلې د مزارشریف د ننۍ چاودنې مسوولیت  په غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *