محمد رفیع ( تابع )

تش په ژبه راته وایي چی پښتون یی ، مشرق کی هم د ناستی لپاره څه ناڅه ځای لرم او هماغه پخوانۍ د خټو کورونه می دی که دی په یاد وی پخسی یی دومره ټینګی وی چی د روسانو راکټونه به هم ترینه نه وتل خو پام دی وی په هر کور کی می حجره شته تر اوسه هم هماغه شان میلمه پاله یم.

کوچنی ورونه می د هیواد په غرب سیمه کی پراته دی هغه بیا تر ټولو ساده او صادقه خلک دی تش په هیلو یی زړه ساتلی زما کوچیان ورونه ځینی وخت مهاجر وی ستری د غرو لمنی وهی .

خو وخت ناوخته چی خیمی ته یی ورشی پکی یوه لپه شودی یا کوَچ وی په خندا خولی به دی میلمه پالنه وکړی.

هغه د زدکړو په هیلو لا تر اوسه پاتی دی کله به راشی چی کوچیان ښوونکی ولری ؟؟؟؟

جالبه به دا وی چی کوچیان ماشومان به د ښوونکۍ په روځ ښوونکۍ ته څه وړی ؟ یا به د خوږو جوارو ډوډی او یا به هم د مور د لاس خامکۍ دستمال ؟

هاهاهاهاها لاسونه به یی څومره چاودی وی ؟ خو بیا هم کوچی زمری دی د هیلو لپاره زیار باسی .

تر ټولو خوږی هیلی می په قندهار کی پرتی دی بس د انار ګل میلی دی سپین ږیری او ځوانان یی سپینی جامی را واغوندی او بیا لا خلکو یۍ جامی نه وۍ لیدلی سم د لاسه درته په خاورو کشینی ؟

بس لا خبری دی نه وی پیل کړی درته په خندا وی لومړی خبره یی همدا وی ورور راځه چی لږ مسخری خو وکړو ؟

قندهار په خپله سیمه کی شاهان ساتلی او لوی کړی یی دی ناځوانه نن خو ورته د تروریست نوم مه ږده ؟؟؟

ننګرهار زما همیشه بهار دی نارنج ګل په کی غوړیدلی دی شنه پارکونه او خواږه آوازونه بس ځوانان یی شنه او سپینه خوله درته راشی ته به لا ناست نه یی درته په شعر لګیا شی هم به دی وخندوی او هم به دی ځان پوری حیران کړی .

زما خوږ وردګ خو دی په ټوکو ټکالو سوری کړ هر څه چی وایی ویی وایه خو ظالمه دا زما له مخی خو دا شان مسخری مه کوه کنه درته معلوم یم چی په زدکړه کی سر یم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *