ابدي كور

عارف خزان

ستا دوه سترګو زړه كښي

زما د مينې تصوير وځلېدۀ

تصوير په ګونګه ژبه

زما نه تمه د يو روح كوله

كشكي چې يوه ورځې ته

پخپله دې تصوير ته

د وفا روح وبخښې

او د خپلو سترګو زړه كښې

زما ژوندي مينې ته

ابدي كور وركړې

 

ژباړه فاروق سرور

 

“An infinite home”

In the eyes of your heart

Portrait of my love sparkled

But the image insisted

The soul is essential

Now I request

For the similar image

Gift a spirit of loyalty

And in your same heart

Build and construct

An eternal residence

For my vigorous love too

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *