استاد اجمل ښکلی

موږ وايو، چې که په کومه شاعرۍ کې احساسات ډېر وي او (اه) او (وۍ) پکې ډېره وي، هغه به ښه شاعري وي. ځىنې بيا وايي، چې ګنې د استدلال شاعري به ښه وي، خو داسې نه ده، بلکې شاعري د دې دوو غرو ترمنځ هغه پرته دره ده، چې له دواړو خواو پرې اوبه راماتې دي.

پر شاعرۍ چې احساسات ډېر شي، هغه بيا شاعري نه شي پاتې، تش احساسات وي، تشه ژړا وي؛ نو شاعر ته پکار دي، چې احساسات د فکر له غلبيله چاڼ کړي.

د احساساتو په شاعرۍ کې د احساس وسايل نه وي، چې د لوستونکي احساسات راوپاروي. تش بيان وي او په بيانولو خو لوستونکى نه شې اغېزمنولاى. مثلا:

تا پسې اشنا په ژړا مړ شومه

وايمه رښتيا په ژړا مړ شومه

خو اباسين يوسفزى وايي:

ما وې زه د عشق له رنځه صحتياب شوم

اوس مې هم زړګى نرى نرى خوږېږي

څرنګه چې راته قسمخور سړى دروغجن ښکاري، داسې له دروغجنو احساساتو ډکه شاعري خوند نه راکوي. احساسات به دروغجن هم نه وي، خو څرنګه چې په احساساتو کې شاعر، فکر لاس وهلو ته نه وي پرېښى او فکر رښتيني، دروغجن، شديد او ناشديد احساسات سره بېل کړي نه وي او د څرګندونې لپاره يې ورته مناسبه پيرايه نه وي پيدا کړي؛ نو په دروغجنو احساساتو کې- چې د احساساتو غالبه برخه جوړوي- او ناسمه پيرايه کې له شاعر نه رښتيني احساسات ورک شي او داسې شعر له زوکړې مخکې ومري.

که د شاعر فکر د احساساتو د ډېري غلبې له امله د شعر د ويلو پرمهال ومري؛ نو پته به ورته نه لګي، چې د خپلو احساساتو د دقيق لېږد لپاره څرنګه ژبه او وزن انتخاب کړي. د خپګان لپاره به هيجاني وزن انتخابوي او د هيجان لپاره به د خوښۍ.

همداسې به پر خپلو احساساتو نه پوهېږي، چې دا اوس څه احساسوي، ځکه چې د درک ځواک به يې ويده وي.

احساس چې په شاعرۍ کې نه وي، هم شاعري، شاعري نه ده. د يوه شعر ژبه به خوندوره وي يا به پکې پياوړى ادبي استدلال وي يا به پکې ښه اخلاقي پېغام او فکر وي، خو پوټى خوند به رانه کړي، ځکه چې د احساساتو له پلوه به خنثىٰ وي، عاطفه به پکې نه وي. شاعر به شعري ارزښت له فکره قرباني کړى وي. رحمان بابا وايي:

کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي

اغزي مه کړه په پښو کې به دې خار شي

ته چې بل په غشو ولې، هسې پوه شه

چې همدا غشى به ستا په لور ګوزار شي

د لومړي بيت ژبه خوندور ده. په دواړوکې ښه قوي استدلال وينو او په دواړو کې يو اخلاقي پېغام هم شته، خو بيا هم خوند نه راکوي او د نثر خبره راته ښکاري، چې رحمان بابا صرف نظم کړې ده. دا ځکه چې احساسات پکې نشته. رحمان بابا له موضوع سره عاطفي نه، علمي چلند کړى دى. هره کلمه او هره نثري موضوع شاعرانه کېداى شي، خو چې شاعر ورسره عاطفي چلند وکړي.

بل لور ته د شاعر او لوستونکي احساساتي چلند هم بېل وي. يوه خبره به شاعر ته عاطفي يا احساساتي ارزښت ولري، خو لوستونکى به ترې پوټى خوند وانخلي. د لوستونکي په عاطفي دايره کې به دا پېښه يا څيز شامل نه وي.

په شاعرۍ کې د نږه احساساتو او وچ عقليت ترمنځ منځنۍ لار هم شته او هغه دا چې شاعر، استدلال په نرۍ عاطفي پرده کې تاو کړي. دروېش وايي:

دا د ګلاب په يارانه کې ويل نه دي پکار

چې زه نو څه له تر اغزي پورې راورسېدم

چې زه به کله مخامخ شوم له رقيبه سره

ما به ويله تر اغزي پورې راورسېدم

په دواړو بيتونو کې پياوړى شاعرانه استدلال ښکاري، خو ورسره عاطفه هم خپره ده. دواړه بيتونه راته ښيي، چې شاعر خپل احساسات قابو کړي دي او شاعرانه استدلال يې هم خپلسرۍ ته نه دى پرېښى. د دروېش ټوله شاعري د فکري او عاطفي توازن ښه بېلګه ده او دا متوازن عواطف او فکر يې د سبک لويه کونجي ده.

د همدغو متوازنو عواطفو او فکر له امله سمبوليستانو په شاعرۍ کې د رومانتستانو پرخلاف له نږه احساساتو سره مخالفت ښوولى او د احساساتو پرځاى يې په شاعرۍ کې د کيفيتونو کلمه کارولې ده، چې د دروېش دراني شاعري د دې کيفيت بېلګه ګڼلاى شو.

شاعر که هر راز شاعري کوي، خو له شعر او له خپلې موضوع سره يې بايد اخلاص جوت وي. مثلا: خاطرى اپريدى احساساتي شاعر دى، خو احساسات يې دروغجن نه دي، سپېڅلي دي او په همدې لوستونکي ته خوند ورکوي. همداسې که څوک فکر ته ډېر مايل وي؛ خو په شاعرۍ کې يې عاطفي اخلاص وي؛ نو شاعري به يې بهترينه شاعري وي او که اخلاص پکې نه وي، وچې خبرې دي.

موږ خپله پښتو شاعري په دې درو کټګوريو ويشلاى شو. د احساساتي شاعرۍ شاعران، منځلاري شاعران او وچ فکري شاعران.

په لومړۍ ډله کې ګومان کوم خاطر اپريدى، رحمت شاه سايل، پيرمحمد کارون، جيلاني جلان او…،په دويمه کې صاحب شاه صابر، استاد صديق پسرلى، دروېش درانى او په درېيمه ډله کې يې ډېر دي.

دا وېش مطلق نه دى، نسبي دى؛ خو که فکر وکړو؛ نو د پښتو د ټولو شاعرانو ترمنځ دا توپير شته.

په پښتو کې منځلاري شاعران- چې احساسات يې په قابو کې وي او فکر ته هم پام کوي- کم دي، ځکه چې داسې شاعري ژور فکر او د مبتذلو او عالي احساساتو چاڼ ته اړتيا لري. داسې شاعري هغه کسان کولاى شي چې احساسات يې عالي شوي او فکر يې پوخ شوى وي او همداسې شاعران ژبې ته پر خدمت سربېره، په ټولنه کې فکري بدلون راوستى شي. همداسې شاعري په عالي ادبياتو کې شمېره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *