هغه شپه مي تراوسه په ياد ده، چي په لومړي ځل مي مخامخ وليدى.
زه يوازي نه وم، زما ځيني ملګري او په لسهاو نور کسان هم په دغه شپه د سندريز محفل ته راغلي وو.
د هغي شپې سندريزيادونه مي تراوسه خوښ ساتي.
که څه هم له هيواده ليري وم، ليکن تراوسمهال ډېر ځوان او په ځواني کي د موسيقۍ سر او تال ډېر اغېز کوي.
موږ ټول د ده سندرو ته چوپ ناست وو.
دده کندهاري طرزونه، د لاس او سر ښورولو ځانګړي انداز اود قاسم شاعر غزلونو د مجلس ګډونوال ځا ن ته ډېرمتوجه کړي وو.
غټه کوټۍ وه، د کوټۍ په منځ کي شين چمن او د اوبو فواره مي تراوسه په ياد ده، چي د ورته ناستو نږدې کسانو پر کاليو به يې يخ يخ څاڅکي پاشل.
د فوارې لږ ليري پر يو لوړ ځاى د کندهارۍ موسيقۍ ډله لېدل کېده، د نوازدګانو په منځ کي يو ډنګر سندرغاړى، چي کندهارۍ لنګۍ يې پرسر وه سندري يې ويلې.
له مشر ورور څخه مي پوښتنه وکړه، دا څوک دى، چي داسي په زړه پوري سندري وايي؟
(دا حاجي بخت دى، زموږ او ستاسي د ښار دى.)
په لومړي ځل مي دده نوم اوسندري په ژوندۍ بڼه واورېدلې.
هغه وخت، چي په هيواد کي د سندرو ږغ او د موسيقۍ شرنګ ستره ګناه بلل کېده، حاجي بخت د ځينو نورو افغان سندرغاړو سره يوځاى په کوټه ښار کي د غريبۍ ژوند کاوه
ما به ليدى،چي زوړ بايسکل به ورسره و او د کورنۍ لپاره به يې يوه ګوله ډوډۍ پيدا کول.
د ولسمشر کرزي د نوي دولت له راتګ سره دئ هم پلرني ټاټوبي کندهار ته راغى، دلته يې هم ژوند د مهاجرت په ډول خوارو زار و، خو د موسيقۍ سره يې پنځوس کلنه ملګرتيا هغسي ټينګه ساتلې وه.
حاجي بخت ناروغ سو، ناروغي يې اوږده سوه، له تګ راتګ ولوېدى، په کور کي پرېوت.
ډېرو کمو کسانو يې پوښتنه وکړه، خو يوازي پوښتنه څه ګټه لري؟
حاجي بخت په همدې مسکنت کي د خپلو ماشومانو په وړاندي روح حق ته وسپارل.
نن مي د ده د مرګ له خبر اورېدو سره سم زړه مي ټکان وخوړ، هغه شپه راپه زړه سوه، چي په لومړي ځل مي ليدلى و.
له هغه وخت راهيسي ډېر کلونه تيري سوي دي، ليکن د هغې شپې سندريز يادونه مي داسي پر زړه دي لکه لا تراوسه چي په شنه چمن کي د فوارې څنګ ته ناست يم او يخ يخ څاڅکي مي پر کاليو موښلي.
ډېر افسوس، چي نن د کندهارۍ موسيقۍ له بڼ څخه يو بل بلبل هم والوت.
نور به د کندهارۍ موسيقۍ مينه وال د حاجي بختان د لاسونو او سر ښورولو ځانګړى انداز ونه ويني .
نور به حاجي بخت د قاسم شعرونه ونه وايي.
نور به موږد حاجي بخت په نامه ژوندى سندرغاړى نه لرو، خو ږغ به يې ژوندى وي.
حاجي بخت په مېړانه خپل مسؤليت رفع کړ، خو لکه څنګه چي په کار وه موږ يې درناوى ونه کړ.
موږ د سندرو مينه وال يو، خو سندرغاړي مو په بيوزلۍ کي راڅخه بېل سوي دي.