لکه د نورو شاته پاتې هیوادو په شان د افغانستان په ټولټاکنو کې هم تر خپله وسه درغليانې کیږي.
دا ځل هم په لمړي او دوهم پړاو کې درغلي شوې. که څه هم په لمړي پړاو کې ډیری درغلي د یو کاندید (ډاکټر عبدالله) لپاره وشوه خو په دوهم پړاو کې دواړو کاندیدانو ته تر خپله وسه تقلب شوی.
د لمړي پړاو په درغلۍ نه یوازې دولت بلکه پخپله ډاکټر عبدالله او نورو آزادو نهادونو هم سترګې پټې کړې. د تقلب په ضد نه د اشرف غني او عبدالله پلویانو کومه مظاهره وکړه او نه هم د افغانستان د دولت په شمول بهرنیو او کورنیو سازمانونو پرې کومې نیوکې او یا یې هم په اړه د تحقیق غوښتنه وکړه. د عکس العمل د نه ښودلو یو دلیل دا هم کیدای شي چې ټاکنې هسې هم دوهم پړاو ته روانې وې او دوی نه غوښتل چې په تحقیق وخت ضایع کړي او یا هم پرې څوک خفه کړي.
خو د ټاکنو پروسه تر لمړي پړاوه هم مخکې هغه وخت مغلقه شوه چې ښاغلي کرزي پکې زلمی رسول میدان ته راوویست. دې کار د ټاکنو توازن له مینځه یوړ او لکه څنګه چې پخوا اټکل کیده چې ټاکنیزه سیالي به اصلي د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر مینځ وي او د دوی دواړو د رایو تر مینځ به واټن هم کم وي، هسې ونه شول.
د زلمي رسول راتګ د ټاکنو معادله نوره هم پیچلې کړه. په لمړي پړاو کې زلمي رسول د دولتي ماشین په مرسته د اشرف غني یوه زیاته برخه رایې راخپلې کړې خو ونشو توانیدای چې د عبدالله څخه هم ډیرې رایې لاسته راوړي. نتیجه دا شوه چې د ډاکټر عبدالله او ډاکټراشرف غني د رایو تر مینځ واټن زیات شي.
دغه زیات واټن که څه هم د عبدالله د ټیم د درغلۍ او د ارګ د مستقیمې مداخلې په وجه وو، خو د عبدالله ډلې ته یې یو ډول اطمینان ورکړ چې دوی به د دوهم پړاو ټاکنې خامخا ګټي.
همدا وجه وه چې کله په دوهم پړاو کې اشرف غني تر عبدالله مخکې وښودل شو نو د عبدالله ټیم چې فکر یې کاوه چې ټاکنې به خامخا ګټي، ډیر قوي عکس العمل وښود. ان تر دې چې مخکې لدې چې شکایات وڅیړل شي او رسمي نتایج اعلان شي، ډاکټر عبدالله د ټاکنو له کمیسیون سره خپل پریکون اعلان کړ. د ډاکټر عبدالله ټیم دعوه کوي چې په ټاکنو کې د اشرف غني په ګټه درغلي شوې او وايي چې دوی ددغو درغلیو ثبوتونه لري.
دا چې د ډاکټر عبدالله ټیم د مظاهرو او اختارونو په ځای ولې خپل شکایات او ثبوتونه د شکایاتو د کمیسیون او یا هم د عدلي ارګانونو له لارې مخکې نه بیايي شاید دلیل یې دا وي چې عبدالله پدې پوهه وي چې د رایو په زور دا ټاکنې نشي ګټلای ځکه نو باید کوښښ وکړي تر څو ټوله پروسه سبوتاژ کړي او اعظمي ګټه ترینه واخلي.
ځینې آوازې داسې هم شته چې ډاکټر عبدالله د ولسمشر کرزي پواسطه استعمالیږي تر څو ټاکنې ګډې وډې او د کرزي په سرپرستۍ یو لنډمهالی دولت رامینځ ته شي. که څه هم زه لدې خبرې سره موافق نه یم خو بیا هم د افغانستان په نني سیاست کې ډیر څه امکان لري. اوس که خبره هر څه وي، خو حقیقت دا دی چې ولسمشر کرزي په لمړي دور کې اشرف غني ته ډیر تاوان ورساوه.
دا که په اوله دوره کې زلمی رسول نه وای کاندید شوی نو نه به د عبدالله او اشرف غني د رایو تر مینځ دومره توپیر وو او نه به هم په دوهم پړاو کې د عبدالله ټیم د اشرف غني د مخکیتوب په اړه دومره سخت عکس العمل ښودلای وای.
په هر صورت اوس پوښتنه دا ده چې وروسته تردې باید څه وشي؟ که د ټاکنو کمیسیون او دولت ريښتیا هم غواړي چې د ټولټاکنو پروسه وژغوري او تر ډیره حده ترینه شفافه نتیجه واخلي نو باید لاندې کارونه وکړي.
۱ ملت نور انتظار نشي کولای. د پاکو رایو نه اعلانول د ټاکنو په کمیسیون د خلکو اعتبار نور هم کموي. ځکه نو د هغو مرکزو رایې چې د تقلب په اړه شکایتونه نلري او رایې یې پاکې دي باید ژر تر ژره اعلان شي.
۲ په هغو ځایو کې چې د درغلی راپورونه ورکړل شوي او یا یې هم په اړه شکایتونه شوي، هغه مرکزونه باید اعلان او ژر تر ژره یې تفتیش شروع شي. دوی کولای شي لمړۍ د هغو مرکزونو چې نسبتاً کمه درغلي پکې شوې او تفتیش یې کم وخت نیسي کار خلاص کړي او هلته دې پاکې او ناپاکې رایې سره جلا او اعلان کړي.
دغه تفتیش باید شفاف او د کورنیو او بهرنیو څیړونکو په حضور کې وشي.
۳ که تر دې دمه ټولې اعلان شوې پاکې رایې ډیرې وي او پاتې (نه اعلان شوې پاکې او ناپاکې) رایې د ټاکنو په نتیجه کوم اغیز نشي کولای، باید د ټاکنو ګټونکی د همدغو اعلان شویو پاکو رایو له مخې اعلان شي. تر څو خلک پخپل ژوند پوهه شي او دا په ځای ولاړ هیواد مو یو ځل بیا روان شي.
خو د پاتې نه اعلان شویو رایو تفتیش دې هم وشي تر څو نه یوازې نهايي شمیرې معلومې شي بلکه هغه متقلبین چې دغه کار یې کړی هم څرګند شي.
۴ خو که نه اعلان شوې رایې دومره وي چې د ټاکنو په نتیجه اغیزه کولای شي نو باید په دوامداره توګه د هغو مرکزو چې تفتیش یې نسبتاً اسان دی پاکې او ناپاکې رایې سره بیلې شي تر دې چې د ګټونکي او بایلونکي کاندید تر مینځ فرق د پاتې شویو رایو څخه زیات شي. په هغه صورت کې دې بیا ګټونکی د پاکو رایو له مخې اعلان شي.
۵ نور باید مونږ تقلبکارانو ته د سزا نه ورکولو کلتور بدل کړو او د تفتیش په نتیجه کې چې کوم خلک په درغلي ککړ وي هغه دې د مطبوعاتو له لارې ښکاره او دوسیې دې یې څارنوالي ته وړاندې شي..
۶ دولت باید پخپله او یا هم (که کومه خوا په دولت اعتبار نلري) د بهرني کشفي ارګانونو لکه ایف بي ايي، سکاټلینډ يارډ… په مرسته د امرخیل او جنرال ظاهر قضیه وڅیړي تر څو ګناهګار او بیګناه مالوم شي. دغې قضیې د افغانانو تر مینځ ستر درزونه را مینځ ته کړي ځکه نو باید حقیقت ژر تر ژره له اسنادو او شواهدو سره خلکو ته واضحه شي. همدارنګه که نور افراد هم پدې قضیه کې شریک وي باید له هغوی سره هم قانوني چلند وشي. د امرخیل او نورو په اړه دې د ډاکټر عبدالله د ډلې پواسطه د شریک شوو ثبت خبرو اصل او جعل مالوم شي. که دا خبرې جعلي وي نو باید د عبدالله ټیم محکمه شي خو که دا خبرې حقیقت ولري نو باید دوه کاره وشي. اول دا چې هغه چا چې دا خبرې کړي باید قانون ته وسپارل شي.
دوهم دا چې ددې خبرو منبع یا له هغه ځای څخه چې دا خبرې اخیستل شوي باید معلوم شي. د افغانستان د قانون له مخې هیڅ غیر دولتي مرجع د افغانانو ټیلفونونو ته غوږ نشي نیولای.
دولتي مرجع هم یوازې د محکمې د اجازې په صورت کې او یوازې د دولتي کارو لپاره دا کار کولی شي. اشخاصو ته د داسې محرمو اسنادو ورکول یو غیرقانوني کار یا جرم دی. که دا خبرې د افغانستان د کوم دولتي ارګان کارمند ثبت او بیا د ډاکتر عبدالله ټیم ته ورکړي وي باید دغه کارمند هم محکمه شي.
خو که دا خبرې د کوم بهرني هیواد په ځانګړي توګه د پاکستان او ایران لخوا د عبدالله ټیم ته ورکړل شوي وي نو بیا دا د امرخیل تر قضیې ډیرې لوړې خبرې دي. پدغه صورت کې دولت باید د عبدالله د ټول ټیم څخه مکمل تحقیق وکړي او پخپله ډاکټر عبدالله باید له بهرنیو هیوادو سره د خپلو اړیکو په اړه سپیناوی وړاندې کړي. که د ټاکنو کمیسیون او د افغانستان دولت ريښتیا هم غواړي چې دا مشکل حل کړي باید دغه پورته کارونه وکړي.
خو که غواړي چې لوټه په اوبو کې کیږدي او پرې تیر شي نو تل به نه یوازې له داسې مشکلاتو سره مخامخ یو بلکه لدې څخه د زیږیدل شویو ناورینونو سره به هم لاس او ګریوان یو.