محمد رفیع تابع

ته خو زما ورور یی د همدی خاوری بچیان یو ما او ستا دا هیواد ساتلی او همدی هیواد راته د مینی ژوند راکړی تیر یادونه او خوږی هیلی مو د نن لپاره ساتلی وی ؟

راځه چی یو ځل بیا سره ورونه شو لاړ شو د مینی ژوند له سره پیل کړو خوری دښتی او سیمی تر پښو لاندی کړو راځه د یوبل ستونزی به په خپله حل کړو.

د اوس نړی په خبرو ژوند پیل کړی د ژوند ټولی ستونزی یو له بل سره په خبرو تیروی ما او ستا خبره ولی تور توپک وی چی یو له بله مو سره بیل کړی .

راځه سره کینو دا په رښتیا درته وایم ورور زما او ستا خبری خوند لری ، کله نا کله جلا رنګ لری ، ښه خبره اوچت ننګ لری.

د سیاست والو جلا نړی ده کله سره ملګری شی او کله هم د پیغلو نازونه پیل کړی. او بیا کله چی سیاست نیمګړی پاتی شی بیا دواړه سره ملګری شی.

هماغه مهال وی چی بیا ما او ستا ځای نیمګړی پاتی شی . روانی ټولټاکنی هم همدا شان تیری شوی د بهر استخبارات راغلل زما او ستا ټول مشران او رهبران یی سره ګ‌ډ کړل هغه رهبران سره یو شول چی کلونه یی یو بل ته سنګر نیولی وو.

چا به ویل چی همدرد او دوستم به سره ملګری شی ، چا به ویل چی امرالله صالح او محقق به د وطن روانی هیلو ته اړ شی ، چا به ویل چی چی داکتر رسول به په ریښتنی بی ناموس وی د ګل آغا شیرزوی خبری دومره ترخی وی چی زما په خپله پښتونولی کی شک راغلی هغه ورځ می په بی ننګی سره د ګل آغا شیرزوی ژوندی مرکه تر پایه ولیده.

د هغه لویه ناره همدا وه چی زلمی رسول نه ناموس لری او نه هم د وطن مینه آما اوس سره ملګری دی هغوی د خپلی خوښی لپاره زما او ستا مشوره واخیسته ما او ستا هماغه کسان وو چی د سره لمر لاندی په ساعتونه د شیرزوی او رسول خبری په مینه اوریدی .

مونږ څه خبر وو چی دوی به زما او ستا په هیلو راکړه ورکړه پیلوی دوی له پیل نه تر اوسه ملی سوداګر ول آما زما او ستا ملګریتوب څه شو ؟؟؟؟

زه خو وایم چی سیاستوال پریږده خپلو هیلو ته زما او ستا هیلی جلا اوښتون لری کله می میلمه شه چی ټول ژوند دی میلمه پال شم.

که تاجک یی ، که ازبک یی ، که هزاره او که بلوچ زما د مینی ورور یی راشه د سولی لمن و غځوو ما او ته بیرته سره ورونه شو روانی نا خوالی اوس زما او تا له لاسه بهر دی.

لومړی به زدکړی کوو تر څو د نړی سیالان شو ، نوری ناخوالی به یو د بل په مټ ساتو.

لیکوال: محمد رفیع ( تابع )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *