تاند- د برازیل د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې تېره شپه ارجنټاین له بلجیم سره او هالنډ له کوستوریکو سره مخامخ شول.

ارجنټاین د مسابقې د لومړۍ نیمايي په لومړیو دقیقو (۸) کې بلجیم ته کول ورکړ او هڅه یې وکړه چې بل کول هم ووهي خو مسابقه ترپایه یو پر صفر پاتې شوه.

په دې توګه ارجنټاین د برازیل د فوټبال د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووت. تر دې مخکې برازیل او جرمني نیمه پایلوبې ته وتلي ول.

تېره شپه په دوهمه مسابقه کې د هالنډ ټیم له کوستوریکا سره مخامخ شو چې په هالنډ وګټله.

په نیمه پایلوبه کې به جرمني له برازیل او هالنډ له ارجنټاین سره مخامخ شي. دوه کټونکي لوبډلې به پایلوبې ته ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *