تاند- د ځینو راپورونو له مخې د یکشنبه په ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې چې مشري یې ولسشمر حامد کرزي کوله د فیسبوک پر بندیدو او یا پریښودو خبرې وشوې.
په دې غونډه کې دا پریکړه وشوه چې فیسبوک دې نه بندیږي. تر دې څو ورځې مخکې د فیسبوک له مرکزي دفترونو سره هم ځینو افغان چارواکو خبرې کړې وې او ویلي یې وو که په ډله ییز ډول دغه ټولنیزه رسنۍ نه شي بندیدلی په انفرادي توګه دې د ځینو پاڼې بندې کړي.
د ولسمشر کرزي ویاندې عادلې راز وویل، د ملي امنیت شورا په ننۍ غونډه کې دا وړاندیز رد کړ چې فیسبوک بند کړي.
تر دې مخکې د افغانستان د ټکنالوژي وزارت دغه وړاندیز رد کړی و، خو بیا هم یو شمیر کسانو له خپلو هڅو لاس وانخیست چې فیسبوک بند شي. دغو کسانو هیله لرله چې د امنیت شورا په ننۍ غونډه کې پریکړه وشي چې فیسبوک وتړل شي او وار له مخه داسې اوازې خپرې شوې وې چې د یکشنبه له ماسپښین وروسته به فیسبوک په افغانستان کې څوک نه شي کارولی.
هغو کسانو چې له فیسبوک سره مخالفت کاوه هغوی چاروکو ته دا مشوره ورکړه چې د فیسبوک له لارې قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهل کیږي او بهرني هیوادونه په مستعارو نومونه فیسبوک پاڼې لري.
د فیسبوک پلویانو بیا ویل، که چیرته داسې وي نو کلتوري ستونزې او تعصباتو ته لمن وهل خو په یو شمیر تلویزیونونو کې هم روان دي چې ځای یې هم معلوم دی، دفتر یې هم څرګند دی نو د دې پر ځای چې تلویزیون بندوئ هغه دفتر یې وتړئ.
دغه لانجه د انتخاباتو د دوهم پړاو له رایي اچونې راوروسته توده شوه.