محور ورځپاڼه/

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون رييس وايي، د ټاکنو خپلواک کميسیون باید خپل کارونه د ولسمشر د مرستیالانو او بهرنیو سفیرانو له مېزونو راټول کړي، ځکه چې له دې پرته د ټاکنو کميسیون د کمشنرانو وجودي فلسفه تر پوښتنې لاندې ده.

شنونکي وايي، د ټاکنو کميسيون تر فشار لاندې دی او له هغه وخت يې په چارو کې د بهرنيانو مداخله زياته شوه، چې د همپالنې ټيم د ټاکنو له کميسيون سره خپل پرېکون اعلان کړ او کميسيون خپل قانوني موقف بهرنیانو ته پريښود.

قانونپوهان وايي، د ټاکنيزو کميسيونو په موجوديت کې د ملګروملتونو په ګډون هېڅ اداره نشي کولای، چې د ټاکنو په مسئله کې مداخله وکړي، اما اوس داسې شکونه دي، چې د بهرنیو مرکچیانو په نسبت استخباراتي رول غښتلی دی.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون مشر عبدالستار سعادت وايي، د ټاکنو خپلواک کميسیون باید خپل کارونه د ولسمشر د مرستیالانو او بهرنیو سفیرانو له مېزونو راټول او خپلې دندې په قانوني ډول پر مخ یوسي،ځکه چې له دې پرته د ټاکنو کميسیون د کمشنرانو وجودي فلسفه له پوښتنېسره مخ کېږي.

ښاغلي سعادت زیاتوي، د قانون له پلي کولو پرته بله هېڅ لاره وجود نلري او هغه کسان چې په دیموکراتیک بهیر کې یې ګډون کړی، باید دیموکراسي ومني.

حقوقپوهان وايي، د قانون له مخې، هېڅ بل شخص او اداره نشي کولای، چې د ټاکنيزو کميسيونو په چارو کې مداخله وکړي او دا د يادو کميسيونو صلاحيت دی، چې خپلې چارې په خپله تنظيم کړي: ((د ملګرو ملتونو په ګډون هېڅ اداره د ټاکنيزو کميسيونو په چارو کې مداخله نشي کولای او نه هم د دوی مداخله ټاکنيزې لانجې ته د اواري لار پيدا کولای شي.))

شنونکي وايي، د ټاکنو کميسيون خپل صلاحيتونه په لوی لاس د بل لمنې ته غورځوي او خپل کارونه يې د بهرنيو سفارتونو، د ولسمشر د مرستيالانو او نورو اشخاصو په مېزونو ايښي دي.

دوی وايي، د افغانستان د ټاکنو له بهير سره د بهرنيو سفارتونو، استازو او يوناما علاقه د لاس وهنې تر کچې زياته شوې، خو حال داچې دوی ددې صلاحيت نلري، چې مداخله وکړي او يا دې هم خپلې غوښتنې تحميل کړي.

د شنونکو په باور د ټاکنو کميسيون بايد د هر لوري خبرو ته تسليم نشي او مستقل عمل تر سره کړي، نه داچې خپل حلاحيتونه د بل لمنې ته واچوي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون د رييس عبدالستار سعادت له خبرو هم داسې جوتيږي، چې ګويا د شکايتونو کميسيون ته د بهرنيو سفارتونو او يو شمېر کړيو په تړاو معلومات رسېدلي، چې د ټاکنو کميسيون چارو ته تر کميسيون د باندې ډېری افراد او ادارې لاس رسی لري.

ښه داده، چې اوس ټاکنيز کميسيونونه قانوني موقف ونيسي او دا به د افغانستان د قانون له حاکميت سره لويه مرسته وي، چې د افغانستان د ټاکنو کميسيون خپل کارونه په ښه ډول سره راټول او په خپله ولکه کې واخلي.

بلخوا د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون وياند ويلي، چې د لومړنيو پايلو د اعلان د نېټې ځنډول د ټاکنو پر مهالوېش په جدي ډول اغېز پرېباسي او د شکايتونو کميسيون، د هغې مرجع په توګه چې په قانوني چوکاټ کې د ټاکنو عدالت او روڼتيا وساتي، په هېڅ توګه نشي کولى، چې خپله دنده د لومړنيو پايلو د ځنډ له امله شا ته وغورځوي.

د ټاکنو د څار بنسټ مشر جانداد سپين غر وايي، د ټاکنو په برخه کې اوسنی حالت نورمال نه دی او ټاکنيزو کميسيونو ته پکار ده، چې د خپل تخنيکي کار ترڅنګ ځينې سياسي هڅې او همغږۍ رامنځته کړي. ښاغلی سپين غر زياتوي، افغان حکومت او نړيواله ټولنه بايد دا ومني، چې د ټاکنو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي، خو دا ستونزې بايد د سياسي هڅو له لارې کنټرول شي.

ليکوال او شنونکی بشير هاتف وايي، د ټاکنو کميسيون تر يوه بريده تر فشارونو لاندې دی او له هغه وخت يې په چارو کې د بهرنيانو مداخله زياته شوه، چې د همپالنې ټيم د ټاکنو له کميسيون سره خپل پرېکون اعلان کړ: (( په ټاکلي وخت پايلې اعلان نشوې، دغه ځنډ خپله پوښتنې راپيدا کوي.))

ښاغلی هاتف وايي، سياسي پروسې مو د بهرنيانو له مداخلو متاثرې دي، خو د افغانستان په تړاو د بهرنيانو نظرونه هم سره وېشلي دي او هر لوری د خپلې ګټې په لټه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *