له څو ورځو راهیسې د طلوع نیوز تلویزیون په هکله په اجتماعي شبکو کې پراخ بحثونه رامنځته شوی دي ، زه دغه رسنۍ ډیره نه ګوم په تیره بیا کله چې یوه رسنۍ په پلویتوب تورنه شي حتي که دغه تور سم هم نه وی اعتماد ېې داغي کیږي بیا په کتلو نه ارزي. خو د دې رسنۍ ننی « ۰۶/۷/۲۰۱۴ » پروګرام « فراخبر » چې ښاغلی اوریا او ښاغلی شینواري ېې میلمانه وو د دغې مقالې لیکلو ته اړ کړم .
زه نه غواړم خپل نظر د طلوع نیوز په هکله بیان کړم بلکه هڅه به مې دا وي چې په رسنیو کې د خپلو تجربو په اساس دغه تلویزیون خپلو خلکو ته ور وپیژنم چې څومره د هیواد قوانینو او ارزښتونو ته متوجه دی.
ټولنیزې رسنۍ د ارتباط ټولو هغو وسایلو ته ویل کیږي چې په مټ ېې غږیز او تصویري پیغامونه مخاطبانو ته په پوره امانتدارۍ انتقالیږي نو په دې ډول طلوع نیوز هم یوه رسنۍ ده چې خپل مسولیتونه او دندې لري اوس که څوک وايي دغه رسنۍ شخصي ده او د بیان د ازادۍ په اساس خپل حقوق لري د نه منلو خبره ده ځکه چې مسولیتونو او دندو ته په پا م سره باید دغه پیغام په سمه توګه ولیږدول شي .
هره رسنۍ په ټولنه کې خپلې دندې لري خو تر ټولو مهمه دنده ېې د ټولنې د ناخوالو برسیره کول او هغو ته دحل لارو پيدا کول دي .په دې ډول کله چې په ټولنه کې یوه ناخواله او ستونزه پيدا کیږي رسنۍ ېې په اړه معلومات ورکوي او د تحقیقي ژورنالیزم له لارې ورته حل لاره پيدا کوي . په دې ډول هغه کسان متوجه کوي چې رسنۍ هم په خپلو پریکړو کې له پامه ونه غورځوي. خو په اپوټه طلوع تلویزیون هیڅکله خپلې دغې دندې ته توجه نه ده کړې ډیر ځله ېې اپوټه عمل کړی او د بحران په پيدا کولو کې ېې رول لوبولی دی چې یو مثال ېې د جون د میاشتې د شپږمې نیټې د فراخبر پروګرام دی که دغه پروګرام هرڅوک وګوري له لمسون او پارولو پرته بل اخیستون ترې نه شي کیداي. په دغه پروګرام کې د مجري یوازینۍ دنده دا ده چې د دواړو ډلو ویندویان سره په جنګ کړي او دوي خپل بحث پرې تود وساتي .
د رسنیو یوه بله دنده دا ده چې په ټولنه کې د موجودو ارزښتونو او اساسي او سیستماتیکو کړو وړو او قوانینو ساتنه وکړي په تیره بیا د انساني کرامت د ساتلو دنده په غاړه لري په نړیوالو رسنیو کې هیڅکله دهغو کسانو عکسونه یوازې تور پرې لګیدلی وي حتی که مجرمان هم وپيژندل شي انساني کرامت ته په پام سره څوک حق نه لري چې نوم یا عکس ېې خپور کړي.
یوازې تور پورې کول او ددغه تور په اساس په یوه کس ، ډلې او یا یوه ارګان راپور جوړول او په ځلونو د دغه کس یا ارګان د نوم یادول له ټولو اخلاقي او رسندويي قواننیو سره په ټکر کي دي دغه کار طلوع تلویزیون په ځلونو کړی دی چې د ښاغلي امر خیل کیسه ېې یو ښه مثال دی.
په هره ټولنه کې قانون د ټولنیز نظام اصل او بنسټ ګڼل کیږي ځکه کله چې قوانین نه وي د خلکو ترمنځ نظم او باور له منځه ځي ، قانون نه یوازې د خلکو بلکه د ټولینزو ډلو او ارګانونو ترمنځ ېې اړیکې مشخصي کړي دي او که څوک دغه قوانین نه مني یا ېې نقض کوي طبیعي خبره ده چې باید سزا ورکړل شي په دې برخه کې رسنۍ اساسي دنده لري چې دغه قوانین خلکو ته روښانه کړي او هغوي پوه کړي چې که قوانین نقض کړی څه پایلي ورته درلودلی شي . له بده مرغه طلوع نیوز هیڅکله په خپلې دغې دندې عمل نه دی کړی . ما د دې رسنۍ ټول پروګرامونه مطالعه کړل له ډیرو کمو مواردو پرته په هیڅ ډګر کې د قانون په هکله د خلکو د پوهاوي د زیاتولو په برخه کې پروګرام نه لري .
د افغانستان ټولنه تاوتریخوالي ځپلي او خلک له جنګ ناخوالو او مرګونو ستړي شوي دي د افغاني رسنیو یوه مهمه دنده د تاوتریخوالي او بحران په خلاف پروګرامونه دي خو له بده مرغه ډیری رسنۍ په تیره بیا طلوع برعکس بحران او تاوتریخوالي ته لمن وهلې ده .د ارتباطاتو د علم لودیځوال متخصص ژان کارنو د خشونت په هکله وايي:
زما له نظره تاوتریخجن عمل به هغه عمل وي چې له فزیکي او بیاني پلوه یرغلیز حالت غوره کړی شي یعني که فزیکي او غیر فزیکي یرغلیز او ځیږ چلند تر سر شوچې خپل هدف ته پرې ورسیږي دا تاوتریخووالی دی . د طلوع نیوز تلویزیون په هر ګردي میز کې دغه حالت رامنځته کیږي له بده مرغه همدغه ګردي میزونه دي چې د بحران د پيدا کیدا سبب کیږي. په زړه پورې خبره خو دا ده چې د پروګرامونو مجریان افتخار کوي چې تند بحث ېې درلوده په داسې حال کې چې دیالوګ او تند بحث له چالشي بحث سره توپیر لري . له دې پرته د دغې رسنۍ په نورو برخو کې لکه لمر او طلوع ډیر ځله له تاوتریخوالي ډک فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي چې منفي تاثیر ېې خورا زیات دی.
د ټولنیزو رسنیو یوه اساسي دنده دا ده چې له اخلاقي پلوه د خپلې ټولنې نبض درک کړی شي. ناروې یو اروپايي هیواد دی خو په رسنیو کې ېې د شرابو اعلان بند دی هیڅ رسنۍ حق نه لري دغسې تجارتي اعلان خپور کړي دا ېې د ټولنې ارزښت دی چې منل شوی او تاواني ېې بولي دغه راز افغانستان یو اسلامي هیواد دی قران مجید په اسلامي ټولنه کې د فحشا او پلیتیو د خپراوي په اړه فرمایلي دي :
ان الذین یحبون ان تشیع الفاحشه فی الذین امنوا لهم عذاب الیم فی الدنیا و الاخره و الله یعلم و انتم لا تعلمون»”
ژباړه : هغه کسان چې غواړي پلیتۍ د ایماندارو خلکو په منځ کې خپرې کړي په دنیا او اخرت کې ورته سخت عذاب دی او خداي پوهیږي خو تاسو نه پوهیږئ.
په دغسې حالت کې د طلوع له تلویزیونه داسې پروګرامونه خپریږي چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سخت په ټکر کې دی دا په داسې حال کې دی چې دغسې پروګرمونه دطالبانو د لیکو به مذبوتولو کې هم مرسته کوي.
په یوې ټولنه کې اعتماد او باور د ټولنیز تعامل پانګه ګڼل کیږي کله چې دغه اعتماد له منځه لاړ شي په ټولنیزو راکړو ورکړو کې ګڼې ستونزې را ولاړیږي طلوع تلویزیون په دې برخه کې لویې تیروتنې کړي دي. دمثال په توګه په پخوانیو کلونو کې ېې د ملي مصطلحاتو د ختمولو په بحثونو سره په ټولنه کې بې باورۍ ته لمن وهله په اوسني حساس پړاو کې هم د بحران او بې باوری په رامنځته کولو کې ېې لویه ونډه درلودلې ده کله چې د اصلاحاتو او همګرايۍ د ډلې له لوري د بحران او کړکیچ خبره یو ځل مطرح شوې دوي په ځلونو خپره کړې او خبریالان ېې په وار وار د دې ډلې له ویندویانو پوښتي چې که ستاسو غوښتنې ونه منل شي څه به کوئ ؟ دا په خپله يه یو ډول د ویرې او رعب رامنځته کول دي .
بې پلویتوب د رسنیو اساسي اصل دی که څه هم نن سبا د ارتباطاتو ډیری کار پوهان په دې نظر دي چې بې پلوه رسنۍ نه شي پیدا کیداي خو د یوه خبریال وجدان او د اوریدونکي قضاوت ددې سبب کیږي چې رسنۍ دې اصل ته پام وکړي کله چې خلک لږ شک هم وکړي چې دغه رسنۍ د یو کس یا ډلې طرف کوي په هغې رسنۍ بیا باور نه کوي او دا هغه څیز دی چې هیڅ رسنۍ ېې نه غواړي په وروستیو کې د طلوع په هکله په ټولنیزو شبکو کې ډیر څه اورو او طلوع د یوې خاصې ډلې رسنۍ وبلل شوه دا موبي ګروپ ته تر ټولو سخت ګوزار دی بې له شکه چې دوي دغه شی نه غواړي .
یوه بله مسله په رسنیو کې دمرکو په مهال ژورنالیستک اصول دي اکثر ژورنالستان په دې پوهیږي چې کله له یوه مرکه کوونکي مو یوه پوښتنه وکړه او مقابل لوري نه غوښتل ځواب درکړي بیا بیا په خپلې پوښتنې ټینګار له ژورنالیستیکو اصولو ښکار سرغړونه ده چې طلوع ېې په افتخار ترسره کوي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له مشر سره ددوي وروستۍ مرکه ېې ښه مثال دی .
طلوع هم خپل مشران او خپل اهداف لري خو له دې سره سره باید واقعیتونو ته توجه وکړي او د مخاطب نظر جلب کړي طلوع په ځینو مواردو کې دغه کار کوي خو د وروستیو انتخاباتو په برخه کې بې پلوه پاتې نه شوه البته دا خبره باید هیره نه کړو چې متخصص او تکړه کارکوونکي لري خو له دې سره سره اوس عادي افغان هم پوهیږي چې دغه رسنۍ په انتخاباتو کې بې پلوه نه ده. البته یوه خبره باید هیره نه کړو دغه رسنۍ مالي مرستې د افغانانو په نوم ترلاسه کوي کله چې له دغسې رسنیو نارضایتي زیاتیږي د مدیرانو او چارواکو له زړونو ېې خداي خبر وي په تیره بیا کله چې دغه مشران تجاري ذهنیت هم ولري نو نه غواړي خپلې ګټې له لاسه ورکړي هیله ده د طلوع په هکله دغه کمپاین نور هم پراخ شي اود بایکآټ په مرسته دغه رسنۍ متوجه شي چې پلویتوب څومره زیان ورسولی دی .
شاغلی عیسی خیل صاحب
یوازی دا طلوع چی دا شیانو ته لمن وهی ولی دی ژوندون به باره هم څه ولیکه خدای دپاره حقیقیت ولی نه وایی
ډاکټر صیب ستانکزی په ګوتو دی برکت شی ډیر واقیعتونه دی پکی نغښتی چی یو څو ته به یی زه هم اشاره وګړم
په یوه هیواد کی چی رسنی د کار اجازه اخلی نو د هغه ملک د قانون به اساس د هیواد او دهغه ملک د ملت ټول قوانین او مقرارت په نظر کی نیسی هفوی ته په احترام لری د هغو کلتور عنعنات او عقاید به په نظر کی نیسی او په ټوله کی د خپلو مالی ګټو تر څنګ به د دی هیواد ګټی هم د یاده نه باسی
خو طلوع تلویزون دا هر څه د پښو لاندی کړی د هیواد قانون د هیواد د رسنیو قانون یی مات کړی چی ښه مثالونه یی تا وړاندی کړی نور داسی پروګرامونه وړاندی کوی چی په کور د فامیل سره یو ځای یی سړی نشی لیدلی
همدارنګه د هیواد د ملی اصطلاحاتو په ځای پردی(ایرانی لغاتونه) کاروی پداسی حال کی چی هغه لغات به دری وی او مروج او منلی اصطلاح وی خو داچی دا د پردیو رسنی ده نو په قصدی ډول ایرانی لغاتونه کاروی لکه
هوای میدان ته فرودګاه
شفاخانی ته بیمارستان
دارالانشا ته دبییرستان
متقاعد ته باز نشسته
ورق ته برګه
او ډیر نور چی دا ټول ایرانی اصطلحات دی چی کله هم مونږ په دری کی نه وو اوریدلی اوس یی دوی د ایران ته د بیسو او غلامی په خاطر په ګران هیواد کی مروجوی چی دا د هیواد او د رسنی د قانون څخه ښکاره سرغړونه ده
da toloo wala kho yahodan dee gela ma zanee kawye