تېره اونۍ د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل مشرانو جرګې ته وویل، چې له ولسمشره یې د فېس بوک د بندېدو غوښتنه کړې وه، خو ولسمشر ونه منله. ښاغلي نبیل د خپلې غوښتنې دلیل هم په فېس بوک کې د هغو ادرسونو شتون په ګوته کړ چې د ده په وینا د خلکو فکري امنیت ته ګواښ دي.
خو آیا په فېس بوک کې شته دا څو ادرسونه دومره خطرناک دي چې د هغوي د ضرر د دفع لپاره باید ټول فېس بوک وتړل شي؟ او د همدغو څو ادرسونو د ضرر د دفع لپاره به د ټول فېس بوک د تړلو ګټې ډېرې وي که او زیانونه؟
په افغانستان کې تر دوو میلیونو زیات کسان عملاً انټرنټ کاروي چې د فېسبوک د کارونکو شمېر بیا تر دې هم کم دی، د فېسبوک د کارونکو قاطع اکثریت لوستي کسان دي چې تر ډېره د بېلابېلو مسایلو په وړاندې شعوري دریځ نیسي او خپل دا دریځ بیا دومره په آسانۍ د چا د تبلیغ په نتیجه کې نه بدلوي. ځکه دوی له فېس بوک وړاندې انټرنټ ته لاس رسی لري په کوم کې چې د بېلابېلو مسایلو په اړه بې شمېره معلومات او لاسوندونه خوندي دي.
منفي او په چل اوبدل شوی تبلیع تر ډېره په هغو کسانو ډېر تاثیر کوي کوم چې د معلوماتو سطحه یې ټیټه او د همدغو کمو معلوماتو د هر اړخیزې ارزونې وړتیا یې هم چندان پیاوړې نه وي او تر دې ټولو مهمه یې دا چې د معلوماتو سرچینې یې خورا محدودې او په یو څو مبلغو رسنیو خلاصه کېږي. په دغو کسانو کې بیا تر ټولو لوی زیان د ټولنې نالوستو کسانو ته متوجه وي، ځکه دوی له یوې خوا د څو محدودو رسنیو زهرجن معلومات او ارزونې تعقیبوي او بلې خوا د انټرنټ په شان هر اړخیزو رسنیو ته هم لاس رسی نه لري، تر څو د یوې موضوع په وړاندې له ژورې پلټنې ورسته دریځ ونیسي. په خواشینۍ سره زموږ په ټولنه کې د داشان کسانو شمېر لږ هم نه دی.
زموږ د ټولنې د نالوستو کسانو د معلوماتو سرچینې هم تر ډېره یو یا دوه راډیویي او تلویزیوني چینلونه وي کوم چې په افغانستان کې تر ډېره د منفي تبلیغاتو زهر شیندي، د مهمو ملي مسایلو په وړاندې په سپین سترګۍ مخالف دریځ نیسي، ټول واقعیتونه د یو چا په ګټه تحریفوي او بالاخره عامه افکار په هغه لوري رهبري کوي په کومو کې چې د یوې ځانګړې ډلې ګټې خوندي وي.
دلته عام او خاص ټول د همدغو چینلونو خبرونه، رپوټونه ، مرکې او د پېښو ارزونې اوري اوګوري، خو هغه لوستي کسان چې انټرنټ او د فېس بوک په شان رسنیو ته لاس رسی لري، د مغرضو چینلونو د خبرونو رپوټونو او ارزونو په اړه د لا ډېرې پلټنې چانس لري،دوی د همدغو نظریو په اړه د لا ډېر خلکو د نظرونو په رڼا کې د حقایقو موندلواو بیا د همدغو ارزونو په بنسټ د دریځ خپلولو چانس لري . دوی دا ښېګڼه هم لري چې تر پلټنې او د حقایقو تر درک ورسته په ټولنه کې نورو کسانو ته هم فکر ورکړي او د ټلویزیونونو او راډیوګانو د زهرجنو تبلیغاتو تأثیر را کم کړي. خو بل پلو هغه کسان چې یوازې همدا ټلویزیونونه ګوري، او د انټرنټ او فېس بوک په شان رسنیو ته هم لاسرسی نلري ښکاره ده چې دوی به د همدغو ټلویونونو او راډیوګانو په فکري اسارت کې بند وي او د ټولنې فکري امنیت به هم د همدوی مختل کړی وي.
اوس که په خاص ډول ملي آمنیت او په ټوله کې افغان دولت غواړي چې زموږ د ټولنې فکري امنیت خوندي، عامه افکار په مثبت لوري روان او خلک د خپلو پروګرامونو طرفدارن کړي، نو لومړي دې د ټولنې د فکري امنیت دښمنې سرچینې تشخیص او بیا خنثا کړي، د دې کار لپاره ښه دا ده چې تر هر څه وړاندې د فعالو رسنیو نشرات وڅاري، بیا تر ټولو مؤثرې رسنۍ وپېژني، ورپسې د همدغو رسنیو مسوولین او تمویلونکي ګروپونه مشخص کړي او تر دې ورسته د رسنیو نشرات د ملي ګټو د تأمین په حدودو کې عیار کړي.
تر دې ټولو ورسته په ټولنیزو رسنیو کې د شته هغه مجهول هویته ادرسونه کوم د هېواد د ملي ګټو په خلاف فعالیتونه کوي هم ډېر په آسانه د فېسبوک د ادارې سره په تفاهم کې بندېدلای شي. که داسې نه وي نو یوازې د فېس بوک تړل به نه یوازې دا چې ګټه ونلري، بلکې د سپږې لپاره به د پوستین د سوځولو په معنا وي.