جوش دې ته وايي، چې مضمون په داسې موثر انداز کې بيان کړى شي، چې هېڅوک دا فکر ونه کړي، چې شاعر په خپله اراده دا مضمون يا شعر نه دى جوړ کړى، بلکې په خپله مضمون شاعر دې ته مجبور کړى دى، چې دغه ډول مضمون وليکي.
د شاعر په ذات کې د هر يو څيز نه د متاثره کېدو او د هر سړي په غم او خوشحالۍ کې د شريکېدو او د هر چا د جذباتو نه د خوند حاصلولو يوه خدايي ملکه موجوده وي.
هغه د بې ژبو او بې ځانه شيانو حال د هغوى د حال په ژبه په داسې طريقه بيانوي، چې که هغوى چېرې خبرې کولاى شواى، نو په خپله به يې خپل حال داسې نه وبيان کړى.
د جوش نه مطلب دا نه دى، چې مضمون يا شعر دى چې په زورداره او د جوش نه په ډکو الفاظو کې وويل شي کېداى شي چې الفاظ نرم، پاسته او خواږه وي، خو بيا هم په کې ډېر زور او جوش وي.لکه چې خواجه حافظ وايي:
شنيد ام سخنى خوش که پير کنان ګفت
فراق يار نه ان ميکند که بتوان گفت
خو په داسې نرمو الفاظو کې جوش هغه څوک قايم ساتلى شي، څوک چې د خوږې چړې نه د تېره خنجر کار اخيستى شي او د دې جوش احساسول د هغو خلکو کار دى، چې د ذوق خاوندان دي.
د عبرانيانو شاعري د ټولو نه زياته د جوش او جذبې نه ډکه شاعري وه د يورپ يو محقق وايي، د عبراني شاعرانو په شاعرۍ کې داسې جوش دى، چې د هغوى د شعر په اورېدو داسې محسوسېږي، لکه په ځنګل کې په يوه غټه ونه اور لګېدلى وي يا په چا باندې وحي نازلېږي، د عربو د شاعرۍ بنياد ظاهراً په عبراني شاعرۍ کېښودل شوى دى، په هغې کې هم د حد نه زيات جوش موجود و.
د عربو په شاعرۍ کې د زيات جوش سبب د هغوى د ګرمې وينې، خاصيت وو او زياته وجه دا وه چې د هغوى د شاعرۍ بنسټ په حقيقت او واقعيت ولاړ او د زړه په سوچه حالاتو پيدا شوې شاعري وه.
عشقيه اشعار به هغه چا ويل څوک به چې واقعيي په چا مئېن وو، رزميه اشعار به هغه چا ويل، چې څوک به رښتيا د ميدان توريالى وو. يانې ټوله شاعري يې حقيقي جنبه درلوده