افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه :١٦-٤-١٣٩٣
خوست ولايت د را کډه شويو کډوالو مشرانو دخوست والي عبدالجبارنعيمي سره د يوې ځانګړې ليدنې پرمهال د دولت او خلکو له مرستو ځانګړې مننه وکړه.
د کډوالو مشرانو په دغه ليدنه کې وويل چې اوس مهال دکرښې دې خواته له خپلو وروڼو قومونو سره په ډير عزت کې ژوند کوي چې هره ورځ ورسره د دولت ،مرستندويه ټولنو او عامو خلکو له لوري دخوراکي او غيرې خوراکي توکو مرستې کيږي.
د کډوالو مشرانو داهم وويل چې افغانستان د دوى کور دى او دلته ډير د ارامۍ او خوښۍ احساس کوي. دوى يو شمير اړتياوې او غوښتنې هم دخوست والي سره شريکې کړې.
خوست والي عبدالجبارنعيمي دکرښې دواړو خواو ته پراته ولسونه ورورڼه قومونه ياد کړل کوم چې دلوى افغانستان په جغرافيه کې د ګډ هويت په اساس ژوند کوي.
نوموړى وويل افغان دولت او خلک د فرضي کرښې ( ډيورنډ) ها خوا ته قومونو سره مرسته او لاسنوى خپل اسلامي او ملي مسووليت ګڼي او په دې لاره کې به نور هم خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.
خوست والي ددې يادونه هم وکړه چې ډير ژر به د کډوالو ماشومانو دزده کړو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړې او کډوال ماشومان به داسې وروزي چې دقلم او کتاب په ژبه راتلونکو نسلونو او خاورې ته خدمت وکړي او هم به روغتيايي ډلې کډوالو کورنيو ته دمرستې په موخه وليږي.
ديادونې وړ ده چې دا دوهم ځل دى چې دشمالي وزيرستان مشران دخوست والي سره ليدنه کوي ،خپلې غوښتنې او اړتياوې د محلي حکومت سره شريکوي.
واکمن