تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په کابل کې خبریالان ورغوښتې دي او هره شیبه ښایي د دغه کمیسیون مشر د ابتدایي نتیجو اعلان وکړي.

د کمیسیون له لورې خبریالانو ته سهار بلنه ورکړل شوې وه چې په دوو بجو به دغه اعلان کوي خو تر دې دمه ځنډيدلی دی. د ځنډ علت تر اوسه معلوم نه دی خو تر غرمې مخکې د تاند د ترلاسه کړیو معلومات له مخې د بدلون او دوام د ټیم او د اصلاحات او همپالني د ټیم د غړیو تر منځ خبرې روانې وې.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي نتیجې ټاکل شوې وه چې د چهارشنبه په ورځ اعلان شي خو بیا د دې لپاره وځنډیدې چې د انتخاباتو د خپلواک کیسیون مشر وویل چې دوی غواړې د ۱۹۳۰ محلونو رایي له سره وګڼي. ښاغلي نورستاني تیره اونۍ دغه ژمنه کړې وه چې ابتدایي نتیجې به د جولای په اوومه اعلانوي.

عبدالله عبدالله او انتخاباتي ټیم یې اصلاحات او همپالنې وار له مخه ویلي دي چې دا نتیجې دوی ته د منلو نه دي او اشرف غني احمدزي بیا تیره اونۍ خبرداری ورکړی و که چیرته دا نتیجې وځنډیدې نو ملت ته به د انتخاباتو کمیسیونونه بې اعتباره شي.

له مهال ویش سره سم ټاکل شوې ده چې شاوخوا دوې اونۍ وروسته وروستۍ رسمي نتیجې اعلان شي او بیا به د اختر په پنځمه منتخب ولسمشر د لوړې مراسم ترسره کړي.

2 thoughts on “د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو اعلان ته تدابیر نیول شوي”
  1. دانتیجی ولی اعلان نشولی قسم په خدای که ګلمرجان هیچ هم وکړای شی ولی دولت تری ډاریژی بندیخانی دڅه لپاره جوړی شوی یو څو دبندیخانوته کش کړی یو څو دمردارکړی نورخلک ترکومه دا ستونزی وګالی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *