د غمی سپئ ورك وو او دا نه معلومېده چى و كومى خوا ته تللئ دئ . هغه چى كله د غوا ځائ ته ورغلئ چی په كور پورى نيښتى وو او هلته ئې له مذدور څخه چى غوا ئې لوسله ، پوښتنه وكړه چی مونئ دی نه دئ ليدلئ ، نو هغه ورته ووئيل چى مونئ خو تر اوسه دلې وو ، نه يم خبر چى څه سو ، كېدئ سى چى دننه كورته تللئ وى . اوس غمئ د كور و حوېلۍ ته راغئ او هلته ئې نارى كړې چی مونيه آ مونيه ، خو د مونى دلته هم هيڅ درك نه وو ، البته د غولى په منځ كښی په قطار كښى ولاړى جګى درختى داسى په شور وې لكه هغوئ چى ورباندى خبرى وى او حال ئې وئيل غواړى ، خو دئ ئې په ژبه نه پوهېږى . دا رنګه هغه د باغچې په خوا راغئ ، دلته په كونج كښی د هغه مور په منا كښى د سېځلو دپاره د ترخو انبار ټولوئ . ده چی له هغې پوښتنه وكړه ، نو هغې هم ورته ووئيل چى زه په مونى نه يمه خبره .
دا مهال د هغه مخ د كېړ په خو ا وو ، خو دلته مونئ نه وو ، البته رمه شپانه سحار وختى بيولى وه ، بس سېرليان او ورى تړلى وو چى خپلو مندو ته ئې كريږى وهلې او اوس داسی وو لكه له ده چی پوښتنه كوی چی مندی به ئې چېری وی او دوئ به ئې تر څو انتظار كوی . اوس غمی وئيل چى سپئ خو كله كله په بام هم وخېزى ، دا نه وى چى لوړ وى او په مرغيو پسى منډى وهى . دا ډول هغه له لاندى ور نارى كړې چی مونيه آ مونيه ، خو د مونى ږغ نه وو ، بيا هغه په چرڼۍ ور وختئ او شاوخوا ئې په بام وكتل خو د مونى په رښتيا درك نه وو ، البته پر بام ځائ ځائ ګوګوبختكى او د غرو بېوانى كوترى ناستى وې چى ټولى دده په نارو واولوتې .
دا مهال اسمان له سپينو وريځو ډك وو او داسی ايسېده لكه و شنه اسمان ته چی چا سپين رنګ وركړئ وی . په داسی حال كښی به كله كله باد تېز سو او وريځی به ئې وشورولې ، خو بيا چی به باد ودرېدئ ، نو وريځی به بيرته سره يو ځائ سوې . د هغه انا او مور له سحاره دا نارى وهلې چى نن به واوره اورى ، ولى چى له ورايه داسى ښكارى ، بل توره څيله هم ده .
د هغه سپين بلټيئر سپئ كه څه هم دداسى نسل څخه وو چى ډېر بد جنګ به ئې كوئ او خلګو به داسى سپى له اېږ څخه لا جنګول ، خو هغو د خپل مونى تربيه داسى كړى وه لكه د كور وګړئ چى ئې وى ، نه به پر چا غورځېدئ او نه به ئې ورته غپل .
مونئ بد هم وو او بد داسى وو چی به كله په يوې كوڅې كښى تېرېدئ او يو ناولد سپى به پر وغپل او ورباندی ټوپ به ئې كړل ، نو هغه به ئې په خشم كښی خله داسى په مغزى كښى ور تينګه كړه او غاښونه به ئې د هغه تر څرمن وكښل چى بيا به هغه ناولد سپی توبې كشلې ، خو مونی به نه ايله كوئ يا به كله چى د كلى هلكان د ګيدړو ښكار ته تله ، نو دئ به ئې هم له تازيانو سره روان كړئ او بيا چى به كله له يو كارېز ، كډى يا چوره ګيدړه ولاړه سوه ، نو ده به هم له تازيانو سره سم منډی پسى وهلې . دا رنګه چى به كله سپو ګيدړه را ګيره كړه ، نو هغې به غاښونه سپين كړل ، سپی به ئې ووېرول او پر مخ به نه ورتله ، خو دئ به داسى دلاوره وو چى دغسی به ئې په ګيدړه ور ټوپ وهل ، تر مغزى به ئې ونيوله او په څو جټكو كښى به ئې له ژونده خلاصه كړه .
غمئ شپاړس كلن وو ، دغه مهال له كوره راووتئ او د كلی د بازار په خوا راغئ . دلته چېرى چى د دوكانو و مخته برنډه جوړه سوی وه ، د كلى څو تنكى ځوانان پكښی ناست وو او په خپله ګپه اخته وو ، هلته بيا نور زڼكيان و برنډې ته مخامخ په بېتو كولو اخته وو چى له ګړديو ګړديو كوچنيو ډبرو جوړى سوى وې چى دوئ به له شېلو راوړې . ده له هغو پوښتنه وكړه چى زما مونئ له سحاره ورك دئ ، تاسى خو نه دئ ليدلئ يا چا ښكار ته خو نه دئ بيولئ ، خو هغو هم د خپلى ناخبرتيا اظهار وكړئ . اوس غمئ په فكر سو چى اخير مونئ نو چېرى تلئ سى ، ځكه نو په كلى كښى هغو ټولو كورونو ته ورغئ چى سپى ئې درلود او د مونى ورسره جوړه وه ، خو دلته هم د مونى بدرؤ نه وو البته د هغو خلګو سپى پر كور وو ، څوك به په كونج كښی پراته وو ، چا به پر بام غپل او چا به بيا په درختو كښی په ناستو مرغيو خپل خشم كشئ.
اوس يو نوئ خيال د غمى و زړه ته راغئ ، ځكه ںو يو ځل بيا د كلى د دوكانو په خوا راغئ چى كېدئ سى ، څوك په خپلو خرو له غره څخه لرګى يا ترخی راوړى او مونئ ئې بيولئ وى ، خو دلته دوكاندارانو ورته ووئيل چى نن خو ګرسره څوك غره ته نه دئ تلئ ، نو مونئ به ئې چېرى بيوئ .
هغه فكر واخيست چى دا مونئ پائ څه سو ، پخوا به هم له كوره وتئ ، خو لږ ساعت پس به بيرته راغئ ، دا نن څرنګه ورك دئ ، اخير چېرى تللئ دئ .
غمئ اوس په عجبه جنجال اخته وو ، كله به په كور وو او كله دباندی ، وتئ ننوتئ به ، چی كورته به راغئ ، نو به په سرائ كښى تر درختو لاندى په وچ چمنی كښی په لويه ډبره باندى كښېنستئ او په زوره زوره به ئې نارى كړې مونيه آ مونيه ، خو مونئ به نه وو ، بيا به د سترګو په رپ كښى بيرته ناټالى ور ولوېده او بيرته به په كوڅو كښى د سپى په لټون سو . په كلى كښى يو دوه ځايه كنډوالې هم وې . هغه د كنډوالو په خوا هم مخ كړئ چى كېدئ سى ، مونئ و دې خوا ته راغلئ وى ، خو سپئ هلته هم نه ښكاره كېدئ . د كلى دباندى يوه لويه ګاه هم وه ، غمى دلته هم مونئ ولتوئ چى چېرى د كلى له سپو سره نه وى راغلئ ، خو مونئ په ګاه كښی هم نه وو . دا ډول هغه د يو څو كويانو او تورو څانانو په خوا هم ورغئ او دننه ئې پكښې وكتل چى كېدئ سى سپئ ورايله سوئ وى ، خو هغه دننه نه معلومېدئ ، البته له هغو ځايونو به كوترى واولوتې.
هغه چى هر څو واره كورته راغئ ، نو مور او انا دواړو ورته ووئيل چى هلكه ته په څه لېونتوب اخته ئې ، سپئ دئ ، چېرى به وتلئ وى ، را به سى ، خو د هغه تسلى نه كېده ، ولى چى مونئ دا ډول پخوا تر ډيره له كوره نه وو ورك .
دا مهال باد بند وو او له اسمانه ميده ميده واوره را اورېدله . واورى اول په مځكه ځائ نه نيوئ ، ويلی به سوه ، خو بيا چى تېزه سوه او په خورا لويو لويو خڅكيو كښى بدله سوه ، نو مځكى ئې هم ورو ورو څادر قبول كړئ او اوس مځكه سپينه وه . دغی نندارې د هغه عجبه شاعرانه تصور ور جوړ كړئ ، و هغه ته داسی وايسېده لكه له اسمانه چی سپين ګلان را اوری چی وړې غوندی ملائكی ئې را ايله كوی چی سپين وزر ئې وی او كله په وريځو كښی پټی سی او كله ښكاره سی . په داسى حال كښى تر ټولو زيات خوند درختو كوئ چى اوس ئې شاخونه داسى سپينېدل لكه سپينى وړۍ چى ورباندى وپاشې.
ناڅاپه لوړ په درختو كښى د يو مرغه دړدېدلئ ږغ سو . داسى معلومېده لكه هغه مرغه چى هم دده په شان د چا په لټون وى . هغه چی شاوخوا پر اونو نظر واچوئ ، نو د درختو د ګڼو شاخونو او واورى له سوبه اول خو هيڅ هم په نظر نه ورغلل ، خو پائ ئې په يو شاخ هغه ساه داره تر سترګو سو چی دنسواری او تور رنګ وو او پر سر ئې د وزرو تاج وو .
د غمی ناكراری وار په وار زياتېده . اوس هغه يو ځل بيا له كوره دباندى راووتئ ، خو داسی ايسېده لكه مونئ چی مځكی خوړلئ وی يا اسمان څټلئ وی او نه معلومېږی . البته په داسی حال كښی تېزى واورى هر څه سپينول ، كوڅه ، د كورو د دېولو سرونه او بامونه هرڅه هرڅه ، هغه پر له پسې ګرځېدئ او په واوره كښی ئې د پښو نخښی جوړېدې . كوڅې ټولى خاموشى وې او شاوخوا د كورو له دودكشانو دودونه وتل چى دا ئې څرګندوله چى خلګ د سټوپو شاوخوا ناست دى او په دغه واوره كښى د لاندى د خوړلو يا د يو نقل د اورېدلو هڅى كوى.
هغه چى كله د باران اكا د باغ له څنګ څخه تېرېدئ ، نو د يو ساعت دپاره ودرېدئ . هغه خبر وو چى دلته د كلی يو ځوان براتئ زياتره له خپلى محبوبې زرينى سره پټ ليدو ته راځى . په دغه ځائ كښی د باغ دېوال لږ مات هم وو . ده چى د مات دېوال له چون څخه دننه وكتل ، نو براتئ په درختو كښى شاوخوا كړهانده ګرځېدئ . داسى ښكارېده لكه هغه چى له ډېره وخته د زرينى په انتظار وى . اوس بيرته د هغه ناټاله مرغه ږغ سو او په مخامخ درخته كښى سرپئ سو ، څه وينی چی پر يو شاخ د تاج خاوند مرغه كړهاند ناست دئ او ناری وهی . داسى ښكاره كېده لكه مرغه چى هم د خپل ملګرى په لټون او انتظار وى او دا وخت شاوخوا پسی ګوری . هغه وخندل چى عجبه ده ، دا مهال زه ، براتئ او مرغه درې سره د انتظار تر كېفيت تېرېږو ، څه ژوند د انتظار نوم دئ . غمئ چى لږ پر مخ ولاړئ ، نو د انتظار دغه خبره زياته ورباندى څرګنده سوه . يو ځائ ئې د كلى ملنګ شاعر وليد چى لوړ ئې اسمان ته كتل او په وينا وو چی زه د رڼا په انتظار يم ، خو رڼا ده چى لا نه راباندى څرګندېږى ، آخر دغه انتظار به تر څو وی او بل ځائ ناروغه شمائله ترور په مخه ورغله چی ډېره كمزوری او ناقراره وه چى و مرګ ته مى سترګى وختې ، خو مرګئ دئ چى لا نه راځى ، دا ولی ، تر څو به ورته ګورم ، څه مرګ هم په چا د انتظار لوبی كوی .
غمئ بيرته په واوره كښى روان سو او كله كله به ئې هغه مخصوصه شپېلكئ هم ووهئ چى ده به مونى ته وهئ او مونئ به ورباندی راغئ ، خو نن دغه شپېلكئ بې ځايه وو . اوس واوره دده د سر په وېښتانو ، نريو برېتو او جامو هم را ټوله سوى وه چى دده وجود ئې نودوئ او كله كله به ئې له يخه وهم كپوئ .
هغه د كلى په خاموشو كوڅو كښى ډېر وګرځېدئ ، خو دغه هر څه بې مقصده وو ، دا رنګه ئې بيرته د كور په خوا را مخ كړئ چى زه به څو تر څو په سپى پسى د لېونو په شان ګرځم . اوس چى هغه كله د باران اكا د باغ له څنګ سره راتېرېدئ ، نو يو وار بيا ودرېدئ او د دېوال له چون څخه ئې په باغ كښى وكتل چی براتئ به په څه حال وی . دا څه ، زرينه را رسېدلى وه ، خورا حسينه معلومېده ، دغه وخت هغه او براتئ دواړه غاړه په غاړه وو او په واوری كښی دغی نندارې خورا خوند كوئ . اوس هغه وئيل چی ددوئ انتظار خو پائ ته ورسېدئ ، زما انتظار به كله ختمېږی ، خو بيا له دې وېرى له هغه ځايه لېرى سو چى دا نه وى د چا ورته پام سى ، دواړه ووينی او دده له سوبه په دوؤ مينو مصيبت راسى .
اوس هغه ميده ميده بيرته د كور په خوا روان سو ، سم راغئ خپلى باغچې ته او خاص هلته په يوې لوى ډبرى كښېنستئ ، چېرى چى يو ګام لېری د سپى كوډۍ وه . پخوا به په دغه واوره كښى مونئ دلته په كوډۍ كښى دننه پروت وو او د واوری په ننداره به وو ، خو نن كوډۍ خالى ولاړه وه . د كوډۍ له څنګه يوه غټه د توت ونه هم وه چى ګڼ شاخونه ئې وو او دغو شاخونو په هغی كوډۍ باندی د سائبان كار هم كوئ ځكه نو غمئ دلته له واورى محفوظه وو .
ناڅاپه بيرته په فضا كښى د مرغه لېونۍ نارى سوې . دا هغه مرغه ښكاره كېدئ چى ده ئې دوه ځله اول هم ږغ اورېدلئ وو او داسى ايسېده لكه هغه چى هم دده په شان په خپل خواږه ملګرى پسی ګرځی . دا مهال شاوخوا په درختو كښى سرپئ وو او داسى معلومېده لكه مرغه چى ډېر كړهاند وى او د خپل ملګرى په لټون او انتظار كښى كله و يوې ونى ته سى او كله بلى ونى ته او ناكراری ئې ختمېږی نه . ناڅاپه د توت د درختى شاخونه وشورېدل او واوره را توی سوه ، هغه چى خپل لوړ وكتل نو كړهانده د تاج خاوند مرغه هلته رارسېدلئ وو ، پر شاخ ناست وو او په خپل فرياد كښى لېونئ وو . اوس يو ځل بيا سرپئ غوندى سو . هغه چى بيرته لوړ نظر واچوئ نو د كړهاند مرغه سره يو ناولد مرغه چی پر غاړه ئې لږ و ډېر سره وزر هم وو ، ناست وو چی ملګرئ ئې معلومېده . عجبه وه دا مهال دواړه مرغان له خوشحالۍ جګ جګ غورځېدل ، د انتظار ساعتونه ختم وو ، په خپلو لوبو اخته وو او په لوئ زړه ئې داسی نارى وهلې لكه ټوله دنيا چی ددوئ وی .
اوس و هغه ته په خپل ځان ډېره خندا راغله ، په زوره زوره ئې وخندل او يو ځل بيا ئې و مونى ته شپېلئ ووهئ چی كه هر ځائ ئې راسه او بيرته د هغه په انتظار سو .
پائ
دسمبر كال ٢٠٠٨