وال ستریت جورنال

د دوهم دور انتخاباتو تر ترسره کیدو وروسته چې عبدالله عبدالله انتخابات تحریم کړل نو حالت خراب شو څو ځله د عبدالله ملاتړیو مظاهرې وکړې خو په وروستیو ورځو کې د عبدالله عبدالله دریځ نرم شو او ده وویل چې دی به نتیجې ومني چې کله پاکې رایي له ناپاکو بیلې شي.

وال ستریت جورنال بیا لیکي چې د افغانستان روانې انتخاباتي لانجې د امریکا او نړیوالې ټولنې لپاره سرخوږی پیدا کړی دی ځکه چې دغه انتخابات د نړیوالو په نظر په دیارلس کلونو کې د واک لومړی بریالی انتقال دی.

نیویارک ټایمز

د درغلیو د پراخو تورونو او د اعتراضونو او ګواښونو سربیره د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ابتدایي نتیجې د دوشنبه په ورځ اعلان کړې. د ورځپاڼې په باور نتیجې داسې اعلان شوې دي چې لاهم په میلیونونو رایي د سوال وړ دي نو اصلي ګټونکی نه دی معلوم.

ورځپاڼه بیا د ابتدایي نتیجو تر اعلان مخکې غونډې ته اشاره کوي چې دواړو کاندیدانو، په کابل کې د امریکا سفیر جیمز بي کانینګم او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي یان کوبیش هم برخه پکې اخیستې وه او د درغلیو په اړه یې څو ساعته خبرې وکړې.

نیوریارک ټایمز بیا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مشر یوسف نورستاني خبرې رااخیستې دي چې د لومړنیو پایلو د اعلان پر مهال یې خبریالانو ته په خبرې غونډه کې وویل چې د دواړو کاندیدانو تر منځ به خبرې دوام پیدا کړي.

لاس انجلس ټایمز

د اشرف غني رایي د لومړي دور په پرتله تر دوه برابره زیاتې شوې دي، په لومړي پېر کې اشرف غني دوه اعشاریه صفر ۸ میلیونه رایي خپلې کړې وې او دا ځل یې ۴ اعشاریه اته څلویښت میلیونه رایي ګټلې دي.

ټیلګراف

دغې انګریزۍ ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله فشار راوست څو د ۷۰۰۰ محلونو رایي بیا وشمیرل شي. ټیلګراف بیا د لومړنیو پایلو ځند ته اشاره کوي چې اعلان یې تر پنځو ساعتونو ډیر وځنډیده. د ورځپاڼې په باور د تاخیر علت دا وو چې دواړو کاندیدانو هڅه کوله چې د انتخاباتو د راییو د شمیر په برخه کې یوې موافقې ته ورسیږی او اخر یې موافقه سره وکړه چې د ۷۰۰۰ محلونو رایي به بیا ګڼي.

ورځپاڼه بیا د عبدالله عبدالله د ویاند فاضل سانچاراکي خبرې راخیستې دي چې وایي، خبرې لاهم روانې دي او موږ د اووه زره محلونو د رایو پر بیا شمیرنه بسنه نه کوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *