د افغانستان په تاريخ کې ښايي دا لومړى ځل وي، چي يو داسې واکمن يې په برخه کېږي، چي نه له شاهي کورنۍ سره تړلى دى، نه له داسې سياسي ګوند سره تړلى پاته شوى، چي د خپل ولس د وينو پوروړى وي او نه په خپل سياسي ژوند کې داسې سابقه لري، چي له خپلې خاورې، ولس او ډيموکراسۍ سره پر خيانت تعبير شي او تر ټولو مهمه دا، چي سياسي قبله يې نه اسلام اباد دى، نه تهران، نه سعودي عربستان او نه غرب، بلکې د خپلې خاورې په سوچه افغاني مينه روزل شوى افغان دى، نو د داسې ولسمشر ټاکل کېدل د دې زېرى راکوي، چي نور نو په افغانستان کې د نېستۍ، جهل، بديو، بدبختيو، ناورينونو او سياسي تېروتنو تريخ تاريخ پاى ته رسېدلى او افغانستان د سياسي بلوغت او ډيموکراسۍ پالنې يوه نوي پړاو ته ور داخل شوى دى.

ډاکټر اشرف غني احمدزى يو داسې علمي شخصيت دى، چي د جګړه ځپلي ټپي او سياسي ناروغيو په تبه پروت افغانستان لپاره د يوه غوره طبيب په توګه ثابتېدلاى شي او د خپلو او پرديو دوښمنانو په چپلاخو وهل شوي اشرف افغانان د جهالتونو له تيارو او نېستيو را ايستلاى او بيرته غني کولاى شي. د درېيمې نړۍ په هېوادونو کې د ټولنيزو او سياسي ناخوالو يو لوى علت د کمزورې حکومتدارۍ وي او د ښې- بريالۍ حکومتدارۍ لپاره د ژور سياسي او علمي بصيرت لرونکيو سياستوالو شديده اړتيا وي. د فلسفې استاد علي عباس جلالپوري پخپل کتاب “تاريخ کا نيا موړ” کې د سياسي رهبرۍ په اړه د اپلاتون نظر ته داسې اشاره کوي:

“د يوه مملکت اساس بايد پر عقل او پوهه ولاړ وي، عقلاني قوانين يواځې فلسفيان جوړولاى شي، ځکه نو د واکمنو لپاره ضرور ده، چي هغوى بايد فلسفيان وي”

که د اپلاتون دغه دوه زره درې نيم سوه کاله پخوانى تعريف پر اوسني سياسي نظام صدق وکړي، نو د افغانستان غوندې بېسوادۍ ځپلي هېواد لپاره دا يوه نېکمرغه دوره ده، چي يو داسې څوک يې د واک پر ګدۍ کښېني، چي په نړۍ کې د خپلې پوهې په برکت د اقتصاد د عالم او مفکر په حيث شهرت لري او دا به د افغانستان د لوېدلي اقتصاد، د علم او فرهنګ، زراعت، روغتيا او جغرافيوي موقعيت لپاره ګټوره او نېکمرغه پيلامه وي، چي لږ تر لږه کورنى او بهرنى سياست به يې معقول وي او ګاونډيان به يې د ژبې، خټې او مذهب په نامه د خپل کور ورانۍ او د خپل ورور وژنې ته د هڅولو خوبونه د ماضي په کفن کې ونغاړي.

د ټاکنو د دواړو پړاوونو د کمپاين په وخت کې په ټولنيزو رسنيو کې د ډېرو ځوانانو له خوا له داسې سلګونو ليکنو او نظرونو سره مخامخ شوم، چي د ډيموکراسۍ له اصولو سره خو په هيڅ توګه سم نه وو، د افغانستان په کلتوري او دوديز چوکاټ کې يې هم ځاى نه وو، دوى د دې پر ځاى چي د خپلې خوښې د کانديد د پروګرام لپاره يې مثبت تبليغ کړى واى او په معقول سياسي استدلال يې د خپلو مخالفو کانديدانو د راتلونکيو تګلارو او پروګرامونو نيمګړتياوې په ګوته کړې واى او يا يې د افغانستان د ولسمشر په توګه د دوى نامعقوليت او نه ټاکل کېدل په جدي سياسي منطق رد کړى واى، هسې يې هغوى ته سپکاوى کاوه او تر ټولو بده لا دا، چي د قومي او سيمه ييزو توپيرونو او بېلتونونو بوى هم ترې لټېده، له بده مرغه د ډاکټر اشرف غني د اکثرو پلويانو په کمپاين کې مي هم همدا کرغېړن عمل وليد، خو برعکس که يې د ټولنيزو او نورو برېښنايي رسنيو په دې پرمختلله زمانه کې د نورو هېوادونو له انتخاباتو خصوصاً د پاکستان د وروستيو دوو- درو دورو له انتخاباتو سره پرتله کړو، دا يو ډېر له هيلو ډک حالت دى، چي د جګړې په اورني چاپېريال کې لويو شويو ځوانانو او پېغلو د نړۍ له لر او بره پخپل هېواد کې د تلپاتې سولې، ابادۍ او خوشالۍ لپاره د انتخاباتو په کمپاين کې فعاله برخه واخيسته او د انتخاباتو په دواړو پړاوونو کې يې د خلکو په زيات ګډون سره دا ضمانت ورکړ، چي د اسيا زړګى افغانستان به د اسيا د ډيموکراسۍ زړه هم وي او په دې کې هم له تېرو انتخاباتو تر اوسه د ډاکټر اشرف غني د هغې تګلارې اغېز وينم، چي د ځوانانو فکري او نظرياتي تمايل يې د جنګيالي، اشرافيه او قبيلوي رهبرۍ پر ځاى د خاورې او ولس د سياست پلوي علمي رهبرۍ ته را وګرځاوه.

ډاکټر اشرف غني احمدزي د ژوند ډېره برخه له کتابونو سره تېره کړې ده، د کتابونو يارانه که په يوه لحاظ سړى له خلکو ګوښه کوي، خو د کتابونو د مينې ساحه دومره پراخه ده، چي د سړي زړه او فکر له خپلې خاورې، ولس، سوکالۍ او ارامۍ سره و تړي او په دې مينه کې نو بيا نيمګړتياوې خو کېداى شي، مګر دا مينه غله او درواغجنه نه شي کېداى. اشرف غني راته د کتابونو، خاورې او ولس د مثلث سپېڅلى مين ښکاري، چي د خپلې معشوقې افغانستان پر سر به صليب ته غاړه کښېږدي، خو په مينه کې به غدار، خاين او بې وفا نه شي.

د بېسوادۍ، کرکو- کږنو، اسطوروي خرافاتو او ورستو روايتونو ځپلي افغانستان لپاره به تر دې لويه نېکمرغه څه وي، چي د نړۍ په کچه لوى مفکر يې د هېواد ولسمشر وي، د ده زړه به هم له داسې بې شمېره ارمانونو ډک وي، چي ولس يې د نړۍ د پرمختللو خلکو غوندې ازاد، سوکاله او خوشاله ژوند وکړي او هر وګړى يې د علم ډېوه په لاس کې لومړى د خپل هېواد او بيا د دې نړۍ د پاتو تيارو اړخونو په روڼا کولو کې برخه واخلي. د يوه مفکر فکر به څنګه له داسې فکرونو خالي وي، چي د هېواد د تنکيو بچيو په بدنونو پسې دي يې د ځانمرګو واسکټونو پر ځاى د ښوونځي بستې- بکسونه و تړل شي، د يوه مفکر لپاره به دا څومره دردوونکى حالت وي، چي د وطن لوڼې دي يې له علم، سالمې روغتيا او بشري حقونو بې برخې د پرديو د کوڅو سوالګرې وي (خدايه دا حالت بيا زما په ژوند مه را وينې) او يو نړيوال اقتصادپوه به دا څنګه و زغمي، چي له وسايلو د ډک هېواد زامن دي يې په پرديو هېوادونو کې د پرديو منتونه يوسي، تورسرې دي يې له لوږې خپل نازولي بچي وپلوري.

همدا اوس چي دا کرښې ليکم، سره له دې چي عملاً د ډاکټر اشرف غني د بريا په جشنونو کې برخه نه شم اخيستلاى او د انګرېز په استعماري چپلاخه د جلا شوې سيمې په يوه څنډه کې يې پر ټولنيزو رسنيو ننداره کوم، خو د خوشالۍ يو مرموز احساس دا باور راکوي، چي د اشرف غني احمدزي د حکومتدارۍ هڅې به به د لرو او برو افغانانو د سياسي، کلتوري، اقتصادي او فکري پيوستون د پيلامې سبب شي.

نېستي دي لاړه، غني افغانه!

تن دي رغېږي، ټپي افغانه!

په کجاوه د، ولسواکۍ کې

د سولې ناوې راځي افغانه!

By Quetta

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *