مینه یوه سپیڅلې جذبه ده، چې د انسانانو ترمنځ نژدې ټول اړیکي له دغې جذبې پرته نیمګړي دي.
مینه څه شی دی، څه ډول کېږي، ولې کېږي، تشریح یې لږ تر لږه زما له وسه بهر چاره ده، خو یو حقیقت چې ډېر څرګند دی، هغه دا چې د مېنې نژدې ټول ډولونه د ورکړې او عطا پر بنسټ ولاړ دي.
په دې معانا چې مینه یوازې د ورکړې لپاره ده، مېنه وېشله کېږي، یعنی راکړې ورکړې ته پکې ډېر پام نه اوړي.
البته همدغه مینه، چې یوه سپیڅلې جذبه ده، یو بل ډول هم لري او هغه ته په عامه لحجه کې ( نرګیسیت ) وايي.
له دې انکار نه شي کېدای، چې دا هم د مینې یو ډول دی، خو دا چې ګټور دی او که منفي، دا بېله خبره ده.
د نرګیسیت ( پر ځان له کچې ډېر مینتوب ) کېسه اوږده ده، د دغې اصطلاح تاریخي مخینه تر لرغوني یونانه رسېږي، چې وايي یو نارسیس نومي ځوان پر ځان داسې مین شو، چې نور ترې هر څه پاتې شول.
د اوس لپاره مقصد د دغې ډول مېنې یا د دغې اصطلاح د تاریخي ارزونې پر ځای د دغې مېنې پر څرنګوالي او ټولنه کې د شتون کچې ته پام کول ډېر ضروري معلوميږي.
په نرګیسیت اخته کسان په ظاهره عادي معلومیږي او په باب یې معمولاً داسې فکر هم کېږي، چې چاته زیان نه رسوي، ځکه وايي کوم رقیب نه لري، خو رښتیا داسې نه ده، رښتیا داده، چې په نرګیسیت اخته کسان تر ټولو ډېر زیان ځان ته اړوي او چې څومره په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېرېږي، هغومره ورسره په ټولنه کې ځان ځاني، بېلتون او خودغرضي ډېرېږي او په هماغه کچه اجتماعیت له منځه ځي، یانې په ټول کې همدغه کسان دي، چې د ټولنې شړېدو سبب کېږي.
دغه ځای دی، چې پکې د انسانانو لارې بېلې شي او د ګډو پرمختګ لاره ډب شي.
په نرګیسیت اخته کسان غواړي هر څه یوازې دوی تر لاسه کړي، دوی ان په دوستي او خپلوي کې هم یوازې د ځان لپاره فکر کوي، هر څوک باید د دوی په اړه فکر وکړي، دوی ونازوي، د هدفونو تر لاسه کولو وسیله یې شي، میم زر ما ټول زما، به د دغه ډول کسانو د رویې ښه تشریح وي، چې په هر صورت د ټول انسانیت فطرت نه دی.
د دغه ډول کسانو رویه د نورو انسانانو لپاره د دې لامل کېږي، چې لار ورنه بېله کړي. مرحوم استاد محمد صدیق پسرلی فرمايي:
دغرض پم نیولی هر یو په خپل ځان اخته دی
د خود خواهۍ له بیمارانو لرې لرې ښه یم
له ټولنیزتوب سره مینه، له ژوند سره بې شرطه مینه، له نورو سره خلوص او صداقت د مینې زېږنده دي او انسانان یوه بل ته نژدې کوي، تر منځ یې د باور فضا رامنځته کوي، خو مینه دوستي، خپلوي، همکاري او داسې ټول اجتماعي تړاوونه د متقابل انسیت او درناوي پر بنسټ ولاړ دي او نرګیسیت د دغې لارې په هر پړاو کې د خنډ په توګه مخې ته راځي، چې له کبله یې په اصطلاح د یوه لاس ټک نه خېژي، متقابل درناوی له منځه ځي او د وګړو تر منځ بې باوري رامنځته کېږي.
کله چې انسانان پر یوه بل باوره کېږي، بیا نو په نرګیسیت اخته کسان هم نه توانیږي، هغه څه تر لاسه کړي، چې د ځان لپاره یې غواړي، دوی د خپلو مقصدونو تر لاسه کولو لپاره نور افراطیت ته درومي او بېرته خبره هغه ځای ته ځي، چې ذهنونه د مینې په ځای له کرکې ډک شي، وګړي د یوه بل لاسنیوي پر ځای د یوه بل پښې وهلو ته تیار شي او د نظم پر ځای ګډوډي پر ټولنه حاکمه شي.