د ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان تر وروستي ساعت پورې نړیوالې ټولنې، اروپايي څارونکو، یان کوبیش او همداراز د ټاکنو کميسيون څلورو کمېشنرانو د لومړنيو پایلو د اعلان مخالفت کولو.
د ټاکنو کميسيون له فشارونو سره، سره تر پنځه ورځني ځنډ وروسته بالاخره پرون د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې، چې له مخې يې ډاکتر اشرف غني احمدزي ۵۶،۴۴٪ او ډاکتر عبدالله ۴۳،۵۶ سلنه رايې خپلې کړې دي.
پرون د ټاکنو د پايلو د اعلان تر وروستي ساعت پورې د نړیوالې ټولنې په ګډون څلورو افغان کميشنرانو د لومړنيو پايلو د اعلان د مخنيوي هڅه کوله او ويل يې، چې دا بايد تر نامعلوم وخت پورې وځنډول شي.
خو په ټاکنو کميسيون له دې امله نيوکې ورځ تر بلې زياتې دې او خپل باور يې له لاسه ورکولو، چې د ټاکنو د لومړنيو پايلو په اعلان کې يې ځنډ کولو.
دوه سره خطونه وو، که د یو ه د سر خط احترام شوی وای، دبل سور خط خو ماتېده، یو یې دانتظار له خاطره ويل، چې نور خلک د رایو په وضعیت او په کمیسیونو بې باوره شوي، چې ولې یې نه اعلانوي، خو بل بیا ويل، چې دير اید خوب اید.
بالاخره، تر پنځه ورځني ځنډ وروسته پرون د ټاکنو خپلواک کميسيون رايو لومړنۍ پايلې اعلان کړې. لومړنۍ پايلې ښيي، چې د ١٣٩٣ کال د غبرګولي ٢٤مې په ټاکنو کې ټولې اته ميليونه، ۱۰۹ زره ۴۹۳ رايې کارول شوې دي.
د ډاکتر اشرف غني احمدزي ټولې رايې څلور ميليونه ۴۸۵زره ۸۸۸ او د ډاکترعبدالله رايې درې ميليونه ۴۶۱ زره ۶۳۹ دي، چې احمدزى په ٨٨، ١٢ سلنه رايو تر خپل سيال عبدالله عبدالله مخکې دى.ډاکتر اشرف غني احمدزي د رايو ۵۶،۴۴ سلنه او عبدالله عبدالله ۴۳،۵۶ سلنه خپلې کړې دي.
د ټاکنو کميسيون مشر يوسف نورستاني له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې خپل احساسات کنټرول کړي او د خلکو ژوند په خطر کې وانچوي.
د معترض نوماند عبدالله عبدالله او د اشرف غني احمدزي ټاکنيزو ډلو د دويم پړاو ټاکنو د ۷۰۰۰ محلونو رايو بيا شمېرلو پر سر موافقه کړې ده.
دغه موافقه د دواړو ټاکنيزو ډلو د تخنيکي ټيمونو ترمنځ له اوږدو خبرو او بحثونو وروسته شوې ده.
د عبدالله عبدالله د ټاکنيزې ډلې غړي سيد حسين فاضل سانچارکي او د اشرف غني احمدزي د ټاکنيزې ډلې غړې ازيتا رفعت ويلي، چې د دواړو غاړو تخنيکي ډلو د ۷۰۰۰ محلونو رايو له سره شمېرل تاييد کړي دي.
په دغو محلونو کې هغه صندقونه شامل دي، چې ويل کېږي، رايې له ۵۹۵ رايو زياتې دي او يا هم په دغو محلونو کې له نارينه و د ښځو ونډه زياته ده.