د ملي يووالي او له بهرنيو اډو سره د مخالفت جبهي نن ورځ سهار د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د قطر دفتر د پرانستلو او طالبانو ته د سياسي دفتر د ورکولو ننګه اعلان کړه.
د جبهي وياند احمد وحيد مژده د جبهې اعلاميه ولوسته او وروسته د خبریالانو پوښتنو ته د جبهي د اجرائيه شورا غړي حاجي احمد فريد ځوابونه وویل.
عمومې سوالونه په شمال کې د وسلو د وېش، د قطر دفتر د بنديدو په اړه د حکومت هڅې، د مذاکراتو او انتخاباتو په اړه ول.
په مطبوعاتي کنفرانس کې د جبهي مشر انجنير احمد شاه احمدزي، د اجرائيه شورا غړو، حاجي احمد فريد، احمد وحيد مژده، استاد غلام الدين اثير، استاد ذره، نظرمحمد مطمئن، تورن محمد هاشم خان او نورو ګڼو سياسي او علمي څيرو ګډون کړی وو.