یوازې پرون چې په ټاکنو کمېسیون کې کومه ورځ تېره شوې شاید د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو تر ټولو جنجالي او ستړې ورځ به وه.

د کاندیدانو د سرو کرښو تکرار پخپل ځای، د کاندیدانو د پلویانو مثبت او منفي احساسات پخپل ځای او د نړیوالو استازو فشارونه هغه نور څه و، چې د ټاکنو کمېسیون چارواکي یې سپږمو ته راوستي و.

ددې ټولو په منځ کې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون یوه ډېره کړکېچنه لاره ووهله، د زورواکۍ پدې ټولو نمایشونو کې هر چا غوښتل خپله برخه امتیازات خوندي او پاخه کړي، چې لا دا کړکېچن مزل تمام ندی، خو ټاکنو کمېسیون بیا هم بریالی کاندید اعلان کړ.

ټاکنې له سره دا شرط لري چې بریالی به یې یو وي، خو دا چې دلته جنجال په هرې ټاکنیزې پروسې پورې غوټه وي، نو د ۲۰۱۴ ز کال ټاکنې هم له دې څه بې برخې ندي.

په افغان معاصر تاریخ کې په لومړي وار واک په سوله ییزه بڼه له یوه ولسمشره بل ته سپارل کېږي، خو هغسې چې په خوله یادېږي همدومره اسانه هم نده.

هېڅکله نه، ځکه په سږنیو ټاکنو کې چې افغانستان کوم څه تر لاسه کړل او کوم څه یې له لاسه ورکړل هم بې اندازې دي. د ټاکنو په دې جنجالي حالت کې افغانستان شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره بهرنۍ مرسته له لاسه ورکړه، اقتصاد له بېساري رکود سره مخ شو او ډېری افغان ادارې په ټپه ولاړې وې، خو یوه لویه لاسته راوړنه یې د ډیموکراسۍ او ولسواکۍ د بنسټیزه کولو پر لور ګامونه اخستل دي، چې په پوره معنی لا هم ورته کافي مزل پاتې دی.

اخوا ولس د ټولو بیرونیو او کورنیو تهدیدونو مقابله کوله او د خپلې خوښې نوماند ته یې ګوته توروله او لپاره یې په صندوق کې خپله رایه غورځوله.

مهمه نده چې احمد یو انتخاب کړ او محمود پنځه، بلکې د ډیموکراسۍ ددې اصل پیاده کېدل مهم دي، چې ولس د خپلې خوښې واک وموند او ټولو تهدیدونو ته یې نه وویل او ولاړ رایه یې وکاروله.

که هېواد له اقتصادي رکود سره مخ شو هم یې زور له ولسه ووت، که پولیس و وژل شو هم یې زور بېرته ولس ته ورسېد، ځکه له یوې کورنۍ سره خو به حتمي اړیکه لري او که د یو چا ګوته پرې شوه هم ولس پرې دردمن شو.

دا ټول مسایل یو طرف، خو اوس دا مهمه ده، چې تر دې وروسته د بریالي کاندید مسوولیت څه ګرځي او د ولس مسوولیت څه دی؟ آیا یوازې د رایې په کارولو سره دا مسوولیت رفع شو؟ نه، هېڅکله نه!

بریالی کاندید به اوس ټولې هغه ژمنې عملي کوي او لپاره به یې شته ټول امکانات په کار راولي، چې د کمپاین پر مهال یې ژمنې کړې وې او د مهالوېش په اساس یې په معین وخت کې د عملي کېدو ډاډ ورکړی. د ولس بعدي مسوولیت څه دی چې اوس په ټوله معنی وکولای شي د خپلې رایې ارزښت د عمل په ډګر کې هم وویني.

د ولس په رایه کې چې د واقعي زور تمثیل شته، نو په هماغه ډول یې چې تر اوسه دا قرباني ورکړې او د افغانستان لپاره یې یوه تاریخي ورځ جوړه کړې، تر دې وروسته هم باید د تاریخ دا پاڼې پسې وغځوي، ورسره د شویو ژمنو د عملي کېدو بهیر وڅاري، خپل حق وپوښتي او که یې بریالی کاندید ورنکړي، نو دویمی بدیل به څه وي؟

ولس بلا جنجالونه منلي او په مخ کې پرتو پاتې جنجالونو ته به هم غاړه ورکوي، خو اوس پوښتنه داده چې ددې ټولو تر منځ واقعي قهرمانان څوک دي؟

د ټاکنو کمېسیون چې له کورنیو او بهرنیو فشارونو سره یې وکولای شول په اکثریت رایو د ولس د منتخب ولسمشر د اعلان پروسه پر مخ وغځوله او پرون یې ددې لړۍ د ابتدایي پایلو اعلان وکړ؟ او که ولس چې د کمېسیون، زورواکو، کاندیدانو او بهرنیو فشارونو باوجود یې د ولسواکۍ د واقعي کولو لپاره تاریخي سرښندنې ته غاړه کېښوه؟ کاندیدان چې د ولس ترمنځ په پوره جرات ودرېدل او خپلې برنامې یې ورته تشریح کړای شوې؟

د ټاکنو کمېسیون خو مسوولیت همدا دی او مسوولین یې د همدې لپاره له دولتي خزانې معاش خوري، نو ځکه یې ددې ولسواکې پروسې قهرمان نشو بللی.

کاندیدان هم ځکه ددې پروسې قهرمانان ندي چې دوی د ولس اعتبار غوښت او ولس پرې وکړ او د پنځو راتلونکو کلونو لپاره یې د دوی له منځه یوه ته دا دروند مسوولیت ور له غاړې کړ او هغوی باید دا مسوولیت اداء کړي چې دوی هم د قهرمانۍ دا لقب نشي وړی.

د دریم او وروستي انتخاب په توګه ددې ټولې پروسې قهرمانان افغان وګړي بلل کېږي، چې له مرګ، تهدید او زورواکۍ ونه وېرېدل، د رایو صندقونو ته ولاړل او د خپلې خوښې نوماند ته یې رایه ورکړه، له شک پرته چې همدوی قهرمانان دي او په معاصر تاریخ کې یې د ولسواکۍ د بنسټیزه کولو لپاره په یو بېساري اقدام کې د قهرمانۍ دا لقب وګاټه.

0 thoughts on “د ټاکنو واقعي قهرمانان څوک دي؟ – شریف افغانمل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *