تاند- د کابل امنیه قومندان جنرال محمد ظاهر ظاهر، چې تېره شپه برطرفه شوی و، نن بېرته په خپله پخوانۍ دنده وګومارل شو.
حکومت د جنرال ظاهر ظاهر د لېري کېدو او بېرته مقرریدو دلیل نه دی ویلی.
ظاهراً نوموړی د دې لپاره له کاره ګوښه شوی و چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې یې د کابل ختیځ ته د رایپاڼو د رسېدو مخه نیولې وه. باور کېږي چې د کابل په ختیځ کې اشرف غني احمدزی زیات پلویان لري.
داسي ادعاوې هم شوي چې جنرال ظاهر دا کار د دې لپاره کړی و چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی ريیس ضیا الحق امرخېل په درغلۍ تورن کړي.
د افغانستان اکثره امنیه قومندانان، د پولیسو امران او نور امنیتي چارواکي د شمال د پخوانۍ ټلوالي د شورای نظار غړي دي له همدې کبله ولسمشر کرزی د هغوی په ټاکلو او لېري کولو کې زیات واک نه لري.
کرزی صیب ود لیده چی زور را پکی شته یوه ورځ د هم له کاره لری نشوم کړی. داځل به درسره ګورم. تاسو ما نه پيژنی چی زما مربی څومره قوی دی . داځل د خپل سره غواړه . دا دومره انتحاریانو ته څوک لار ورکوی چی تر تا پوری رارسیږی. دازما زور دی چی د تمامه شپه زما ملګرو هری خواته د پولیسو موټر ځغلول او فیرونه یی کول. مار د مړ نه کړی او لنډی د کړ .