د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو په اړوند د یو شمېر خاصو ډلو او ټپلو له لوري په قصدي بڼه د جنجالونو زیږولو ډېرې هڅې وشوې، هغوی وغوښتل چې د هرې وسیلې او هر ناکامه سیاست په کارولو سره دغه ډېموکراټیک بهیر ټکنی کړي او له هر راز ننګونو سر یې مخامخ کړي.
د دغې کړۍ کړه وړه چې د ډیری عامو افغانانو د نفرت او کرکې سبب وګرځېدل او پر دوی یې هغه پخوانی باور ډیر کوز لوري ته ګوزار شو، خلکو چې کوم اعتماد پر هغوی پخوا درلوده هغه یې له لاسه ورکړ ځکه د همدغې کړۍ غړي په یوه مهال کې د ډېموکراسۍ په نامه د یوه نظام په جوړښت کې غاړه په غاړه او څنګ په څنګ ناست ول، په هېواد کې بیلابیل قوانین جوړ کړل او قانون د یوه هیواد ټولو وګړو ته هغه د اجرا وړ نسخه ده چې ټول باید ورته درناوی ولري او ترې سرغړونه ونکړي خو اوس چې ملت وغوښتل پر یو بل کس اعتماد وکړي هغه دوی ته د منلو وړ نه ده.
خو!
نن سبا وینو چې یوه ځانګړې کړۍ د خپلو شمو سیاسي ګټو د ترلاسه کولو لپاره دې کړیدلي ولس ته هره ورځ پرته له بد مرغۍ، جنجال، ستونزو او اندیښنو څخه څه نور نه کوي، ولس په دې ښه پوهیږي چې نور دوی ته د څو خود غرضو ، ناکامو، بېسوادو سیاستوالو ناسم سیاست د منلو وړ ندی، د افغانستان غوڅ اکثریت وګړو نور ونه غوښتل چې تل دې یوه ظالمه کړۍ د واک په ګدۍ ناسته وي او یواځې دې د خپل تنظیمي غړو د خوندي تابه او خوشحالۍ په فکر کې وي.
اوس افغان ویښ ولس هغه پخوانی ولس ندی چې تل په یوې تیارې کې د څو جابرو او مزدورو کسانو له لوري ګواښل کېدل او د هغوی هر ناقانونه غوښتنو ته به یې هو ویل؛ د خلکو سیاسي شعور اوس ډير لوړ شوی دی هر عادي افغان کولای شي چې د ښو اوبدو، د خاینه او خادمه، د ملي شخصیت او د یوې کوچونۍ کړۍ او ګوند شخصیت توپیر سره وکړي، زمونږ ولس ته دا جوته شوه چې هیڅوک نشي کولای نور د یوه ملي خواخوږي افغان بچي د ښو برنامو او کامیابی ته د رسېدو مخه نور د خپلو بد اخلاقو، کوڅه یي، ماشومانه او ناوړو خبرو په څرګندولو سره له دې سپیڅلې موخې څخه یوې لاس په سر کړي.
په دې هېواد کې له کلونو کلونو څخه هر چا وغوښتل چې سیاسي واک ولري، سیاستوال ووسي، حکومتي وسي او پر خلکو ظلم وکړي خو نن زمونږ ویاړلی ولس د هغو ظالمانو هغه پخوانی ناسم او جابرانه سیاست نشي زغملای.
سره بېره پر دې چې زمونږ هېواد وال د دوی ناسمو سیاستونو قرباني شول، خپل د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړل، کورونو یې ویجار شول، د هېواد هر بنسټیز پرمختګ یې له خاورو سره خاورې کړ مګر بیا هم د دوی زړونه نه یخیږي او د بحران، بحران او بحران نارې سورې وهي.
مونږ د دوی له برکته دا شپږ دیرش کاله په بحران کې یو، مونږ له جګړې، ګواښ، کړکیچ، مرګ او ننګونو څخه ویره نلرو.
خو!
ولس نور له دربدرۍ څخه ستړی دی.
دا هېواد زمونږ مور ده، دا پر مونږ حق لري چې د یوې سمې لارې او سیاست په کارولو سره یې د عزت او سرلوړۍ په لور روان کړو تر څو زمونږ بهرني غلیمان هم ونشي کولای چې له دغې تشې څخه منفي ګټه پورته کړي.
خلک له هغه حکومت څخه ستړي شوي دي چې د معاملو او مصلحتونو په ترڅ کې جوړ شي، خلکو د خپلو وینو په قربانۍ سره خپله رایه وکاروله نو رایې ته یې باید دروناوی وشي او له معاملګرو او مصلحتي سیاستوالو څخه خلاص شي ځکه ولس په تیر دیارلس کلن سیاسي نظام کې د دوی له مصلحتي جوړجاړیو څخه تر پزې راورسېده.
هغه ټیم چې په دې پړاو کې د بدلون او دوام ټیم په پرتله کمې رایې ترلاسه کړي دا په دې معنا نده چې د مخکښ ټیم د مخکېوالي لامل درغلي ده، نه، له ټاکنو څخه د مخه د بدولون او دوام ټیم مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په دې هکله له خپلو ټولو ملاتړو څخه وغوښتل چې د درغلۍ یوه رایه هم د ده په ګټه ونه کاروي، ښاغلي غني په هیڅ راز د درغلۍ غوښتونکی او لیواله ندی او نه وه، کېدای شي ډیرو کمو وګړو د ګوتې په شمار ناپاکه رایه کارولي وي او دا نشو ویلای چې داسې کسان یواځې په مخکښ ټیم کې ول بلکې داسې کسان په دویم ټیم کې هم لیدل کېدل چې د هغوی په هکله د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسون ته شکایتونه رسیدلي دي او څیړنه یې د هغوی کار ده خو په ټاکنو کې د ولس پراخ ګډون دې هم باید له پامه ونه غورځول شي او ناکامه ټیم دې خپله ماتې ومني، خلکو په ناامنه سیمو کې په ټاکنو کې ځکه په پراخه کچه ګډون وکړ ترڅو ولس د یوه سوکاله راتلونکې، سولې، پرمختګ او سرلوړۍ لپاره هيله بښونکي وي.