د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشرکرزي سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا له طلوع نیوز خبري شبکې سره په یوه تازه مرکه کې د هېواد د روان وضعیت په اړه اندیښنه وښوده او غوښتنه یې وکړه،چې د دغو اندیښنو د حل لپاره دې ګډ حکومت جوړ شي.

ښاغلي سپنتا دا مرکه د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان څخه د مخه لرله.

نوموړي په دغه مرکه کې په روښانه ډول ونه ویل،چې له څه وجې،په کومو دلایلو او څنګه اندیښمن دی،خو په یوه برخه کې یې وویل د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې په داسې وخت کې اعلانیږي،چې یو لوری د جشن جوړولو او بل یې پرضد سړکونو ته د راوتو په تکل کې دی.

Spanta د ملي امنیت سلاکار دا نه ویل،چې د اندیښنو سرچینه یې څه ده او خلک په څه دلیل په دغو اندیښنو کې له ده سره شریک شي.

له مسولیته لرې ګام

ښاغلي سپنتا په دغه مرکه کې بیا بیا د خپلو خبرو د موثرکولو او دقیق ښودلو لپاره ویل،چې دی له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت لوی ریاست سره د نیږدې اړیکو او ترې د ښو معلوماتو د لرلو له مخې غږیږي.

د ده څو ځلې تکراریدونکې خبره دا وه،چې دا د هېواد د ټولو سیمو له شرایطو ښه خبریږي،چې څه پکې روان دي،له دې خبرو د نوموړي هدف دا و،چې ځان د تلویزون لیدونکو او مرکیال ته له مسایلو پوره اود لومړي لاس معلوماتو لرونکې سرچینه وښيي.

په دې کې به شک نه وي،چې ښاغلی سپنتا د یوه حساس دولتي موقف څښتن او زیاتو معلوماتو ته لاسرسی لري،خو دا چې له دغسې یوه موقفه د اندیښنو ادعا او اندیښنو خورول څومره مسولانه او د ده د کاري صلاحیتونو مطابق کار دی،د پوښتنې وړ مسئله ده.

د ملي امنیت د سلاکار په توګه ښاغلي سپنتا ته لازمه ده،چې څرګندونې،عمل او پیغامونه یې ترنورو ډېر د هېواد د ملي امنیت په ګټه او خیروي.

دا چې د ملي امنیت مشاوریت یوه حساسه دنده او له امنیتي سکتور،جمهوري ریاست او حتی بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان د امنیت او سیاست په مهمو اړوندو مسایلو کې د اړیکو د تنظیم او دولت ته د مشورې  ورکولو مسولیت لري،د امنیتي سکتور د نورو ادارو په شان د دې برخې مسول او کارکوونکو ته یې هم باید له سیاسته د لرې والي یو اصل موجود وای.

له دې پرته خپله د ملي امنیت سلاکار خو نزاکتاً د دولت د یوه لوړپوړي مامور په توګه باید دې ته ژمن وای،چې د ټاکنو د پایلو او ټاکنیزو ستونزو د حل په اړه د ولسمشرکرزي د موقف اطاعت وکړي.

د ولسمشرموقف ظاهراً په دې برخه کې ملي موقف دی او دا ستونزه هم پکې نه لیدل کیږي،چې ښاغلی سپنتا یې نېمګړی یا د کوم مشخص نوماند په پلوۍ وګڼي.

د ولسمشردا  ډاډ او ټینګار چې افغانستان ښه لوري ته روان دی،کومه ستونزه د ټاکنو پرنه پېښیږي او خلک او نوماندان باید د قانون مطابق د کمیسونونو پریکړو ته درناوی وکړي.

 د ښاغلي سپنتا د څرګندونو بڼه لکه ده خپله چې منلې،ترحقوقي هغې ډېرسیاسي اړخ لري،دی چې د مصلحتي دولت جوړولو وړاندیز لري او هغه هم نه مشخصوي،چې د ده په ټکو دا ګډ دولت د کومو خواوو په ګډون جوړ شي.

د هغه څرګندونو ګڼې پوښتنې ولاړې کړي، لکه دی چې د ملي امنیت د سلاکار په توګه د خپلې پای ته رسیدونکې دندې په وروستیو کې د واک پرجوړښت غږیږي،هدف یې څه دی،آیا غواړي په داسې څرګندونو سره او پرسیاسي حل لارې له ټینګار سره خپل راتلونکی سیاسي برخلیک تضمین کړي.

 داسې هڅه د ښاغلي سپنتا حق کیدای شي،خو باید دې حق ته له داسې لارې ځان ورسوي،چې خلکو ته یې زیان ونه رسیږي،نه داسې چې د اندیښنو په نوم په خلکو کې اندیښنې خورې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *