زما د ماشومتوب ټول خوبونه د ښاپيرو، پرښتو او دېوانو په رنګينو خوبونو او معمولي وېره ښکلي وو. ډېر ځله په خپلو چيغو او په هواکې د الوت پرمهال د خپلو وزرونو د شور او د باد له شغا سره را ويښ شوى يم.

په ځوانۍ کې مې په دېوانو او ښا پيرو باور له لاسه ورکړ، دا هر څه راته افسانوي مخلوقات او خيالي اتلان ښکاره شول، يواځې پرښتې مې له نږدې وليدې، ځکه ته زما لپاره د مينې او ښکلا د هغه پرښتې په جامه کې راغلې، چې وزرونو دې ددغه خاورينې نړۍ رنګ او بوى اخيستى و او زه دې تر  نن  ورځې  په خپله نامريه رڼا کې را نغاړلى يم.

٢٠١٤ د جولاى ٥مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *