خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٤-١٧
کندهار، افغانستان- په افغانستان کي د فرانسې سفير د پرمختيايي پروژو د پلي کولو په موخه کندهار ته سفر وکړ.
په هغه غونډه کي چي نن تر غرمې مخکي د کندهار والي د کار په دفتر کي جوړه سوې وه، د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ په افغانستان کې د فرانسې سفير ژان ميشل مارلاډ، د دغه هېواد د پرمختيايي ادارې مسوول ماسکال بروليټ، د بهرنيو چارو رئيس عبدالنافع ثناء، د کندهار پوهنتون مرستيال انجنېر عبدالتواب بالاکرزي، په کندهار کي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار عبدالرشيد حکيمي، د دغه پوهنتون د روابطو د انسجام د چارو مرستيال انجنېر روښان ولسمل او د اطلاعاتو او کلتور رئيس او د کندهار والي سرپرست وياند دواخان مينه پال ګډون کړى وو.
کندهار والي او د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون رئيس پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د فرانسې سفير ښاغلي مارلاډ ته د کندهار په باب هر اړخيز معلومات ورکړل. والي وويل، کندهار يو زراعتي ولايت دى او د اقتصاد لويه برخه يې زراعت جوړوي، دغه ولايت انار، انګور او زيات شمېر داسي مېوي لري چي په ټوله نړۍ کي يې نوم وړى دى، خو په ځينو برخو کي مرستو ته اړتيا سته لکه د انارو د امراضو مخنيوى، د انارو تر څنګ د ځينو نورو مېوو پېکينګ، مېوو ته بازارموندنه او نړيوالو مارکېټونو ته رسول. کندهار والي زياته کړه: “که د کندهار له زراعت او کروندګرو سره مرسته وسي، نو د کندهار اقتصاد به تر ډېره حده پر خپلو پښو ودرېږي او د ترياکو د کښت مخنيوى به هم سوى وي.”
ښاغلي ويسا دغه راز ټينګار وکړ چي فرانسه دې په کندهار کي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون سره مرستي وکړي، ځکه دغه پوهنتون د هېواد په سطحه مهم او نوى پوهنتون دى، چي په بېلابېلو برخو کي مرستو ته اړتيا لري. والي زياته کړه: “په کندهار کي د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون سره مرسته ډېره مهمه ده، موږ له ټولو ډونرانو څخه هيله لرو چي له دغه پوهنتون سره هر اړخيزي مرستي وکړي.” ښاغلي ويسا د فرانسې له سفير څخه وغوښتل چي ياد پوهنتون د فرانسې له يوه زراعتي پوهنتون سره وصل سي، تر څو د دغه پوهنتون استادان د فرانسوي استادانو له تجربو، د تدريس مېتود، کتابتون، لابراتوار او يو لړ نورو چارو څخه استفاده وکړي. داراز که د کندهار پوهنتون د زراعت پوهنځى هم د فرانسې له يوه پوهنتون سره وصل سي، د محصلينو پر زده کړو به لوى مثبت اغېز وکړي.
د فرانسې سفير ژان ميشل مارلاډ کندهار ته د تېر سفر په تعقيب راغلى او غواړي چي کندهار ته د پرمختيايي چارو لړۍ وغځوي. د ده په خبره، فرانسه غواړي چي له کندهار سره په پرمختيايي په خاص ډول زراعتي برخو کي لازمي مرستي وکړي. ښاغلي مارلاډ زياته کړه، فرانسه دامهال له بغلان او ځينو نورو شمالي ولايتونو سره د زراعتي حاصلاتو د کيفيت لوړولو په برخو کي مرستي کوي. د ده په خبره، د مرستو په لړ کي په بغلان کي د غنمو د کيفيت لوړول او د کابل په بادام باغ کي د زراعتي حاصلاتو د کيفيت ښه کول يې د يادولو وړ دي.
نوموړي وويل، فرانسه غواړي په افغانستان کي د مرستو لړۍ کندهار ولايت ته وغځوي او د دغه ولايت له زراعت سره لازمي مرستي وکړي او په خاص ډول به د انارو د کيفيت د لوړولو په برخه کي خاص کار کوي. نوموړي داراز ژمنه وکړه چي په کندهار کي به د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون سره هر اړخيزي مرستي کوي. هغه دا راز يادونه وکړه چي ياد پوهنتون به د فرانسې له يوه زراعتي پوهنتون سره وصل کړي.
د فرانسې سفير وويل، دغه هېواد هر کال افغان محصلينو ته په فرانسه کي د زده کړو زمينه برابروي. هغه زياته کړه، دغو تعليمي بورسونو ته ډېرى وخت له کابل څخه محصلين معرفي کېږي. نوموړي له کندهار والي څخه غوښتنه وکړه چي تر دې وروسته دي د کندهار په سطحه هم محصلين ورمعرفي سي، تر څو په فرانسه کي زده کړي وکړي. نوموړي ژمنه وکړه چي بل ځل به کندهار ته له مرستو سره يو ځاى سفر وکړي.