د عبدالله پلویانو نن ماښام یو ځل بیا د ولسمشر کرزي عکس د جرګې په خیمه کې څیري کړ. په دې ویدیو کې د عبدالله ډ پلویانو په لاس کې تمانچه هم ښکاري.
تر دې مخکې نن سهار /سې شنبه/ د عبدالله پلویانو د کرزي عکس راکوز کړی و او پر ځای یې د عبدالله عکس ځړولی و چې وروسته امنیتي ځواکونو او د احمد ضیا مسعود زوی زبیر مسود بېرته د ولسمشر کرزي عکس نصب کړ.

  راپورونه وايي چې د عبدالله یو شمېر پلویان ماښام ناوخته مهال د لویې جرګې خیمې ته په زور ورننوتل، د کرزي عکس یې راکوز کړ او بیا یې پرې کړ.

ویل شوي چې د اکثرو حمله کوونکو عبدالله والو په لاس کې وسلې وې.

د عبدالله د پلویانو دې اقدام د امنیتي ځواکونو د نه اقدام کولو په اړه پوښتنې پیدا کړي دي. د لویې جرګې خیمه کلکه ساتل کېږي ځکه چې د مهمو پرېکړو او غونډو مرکز او سمبول ګڼل کېږي.

4 thoughts on “د عبدالله پلویانو یو ځل بیا د کرزي عکس راکوز او څیري کړ”
  1. I think he deserves it. Killing Pashtuns, kissing Rabani’s hands and visiting Masaud’s grave did not earn him any respect by the Northern alliance.

ځواب دلته پرېږدئ