تاند- اروپايي اتحادیې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو او د هغوی له پلویانو وغوښتل چې له هر راز پارونکي اقدام او څرګندونو ډډه وکړي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو د مشرې کترین اشټن ویندوی مایکل مان په یوه اعلامیه کې، چې پرون /سې شنبه/ ناوخته یې خپره کړه، ویلي:«موږ ته څرګنده ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو پایلې اعلان شوې خو له دې حقیقته هم خبر یوو چې هغه رایې بیا کتل کېږي چې د درغلۍ شک پرې کېږي.»

ده د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه وغوښتنل د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون او ملګروملتو سره پوره همکاري وکړي.

مان همداراز ویلي:«د افغانستان انتخاباتي ادارې باید دا یقیني کړي هغه رایې، چې د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو یې د څېړنې په اړه موافقه کړې ده، په سم او شفاف ډول څېړل کېږي او له کبله یې وروستۍ پایلې د افغانانو د ارادې ښکارندويي کوي.»

ده په عین حال کې غوښتنه وکړه چې دواړه کاندیدان باید خپل شکایتونه د اړوندو مراجعو له لارې مطرح کړي:«دا خورا مهمه ده چې دواړه کاندیدان خپل هر شکایت اړوند میکانیزم ته وړاندې کړي.»

عبدالله عبدالله، چې د سې شنبې په ورځ یې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې رد کړې، حاضر نه دی چې د افغانستان انتخاباتي میکانیزمونه او ادارې ومني.

ده ویلي چې د انتخاباتو پر کمیسیونونو باور نه لري.

تر دې مخکې پرون سپینې ماڼۍ /سې شنبه/ د سپینې ماڼۍ ویندوی جوش ایرنیسټ په یوه خبري غونډه کې وویل چې ولسمشر اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله ته په زغرده ویلي چې موږ د درغلۍ د ټولو منطقي ادعاوو د څېړل کېدو هیله لرو خو د تاوتریخوالي او د اساسي قانون خلاف اقداماتو لپاره هیڅ توجیه نشته.

د سپینې ماڼۍ ویندوی همداراز وویل:«هر ډول تاوتریخجن اقدام به افغانستان ته د امریکا د امنیتي او مالي مرستو د بندېدو په قیمت تمام شي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *