ټاکنې په افغانستان کې ډيره مخينه نه لري او د افغانستان په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې واک په سوله ییز ډول بل رهبر ته ليږدول کيږي. د نړۍ په ډيری هغو هيوادونو کې چې ولسواکي په کې بنسټيزه شوي ده، د ټاکنو بهير له ستونزو پرته سرته رسيږي، خو هغه هيوادونه چې سياسي کلتور يې پخوانی او غښتلي نه وي، د ټاکنو بهير له ډول، ډول ننګونو سره مخ کيږي؛ ويرې، د وړ کسانو نه شتون، درغلۍ، د زور کارول او دې ته ورته د نورو کميو اټکل له وړاندې کيدای شي. د ماتي نه منل ممکن د افغان کلتور يوه برخه وبولو او دغه ټکی نه يواځې زموږ په سياسي مشرانو کې، بلکې په ځوان کهول کې هم ډير ليدل کيږي. کله چې دوی په اړخ کې واقع شي، منطقي او  مستند دليل هم په ډيرو يواځې (کيدای شي) ځکه ردوي، چې بيا خو ماتي مني. ټاکنې سيالي ده، طبعاً ګټونکی او بايلونکی لري، خو بده يې داده، چې د سيالانو پالويان بريا په پيغورونو نماځي.

ټاکنې او ټولنيزې رسنۍ

دا به ومنو، چې سيالي بې احساساتو نه وي، خو احساسات تر کومې کچې؟ زموږ نمانځنې دا دي، چې سيال سپک کړو. په ټولنيزو رسنيو کې هغه کس ډير مشهور وي، چې د سيال سپکولو لپاره ښه ډير منفي صفتونه پيدا کړي او پرته له دې چې په پايلو يې فکر وکړي، ويې ليکي او شريک يې کړي. دا ډول کړه وړه، په افغاني ټولنه کې، چې لا د ملت جوړونې په لومړي پړاو کې ده ډيرې ناوړه پايلي لرلی شي. د بايلونکي سيال احساسات بايد درک کړل شي. که اشرف غني څلورنيم ميليونه رايې وړي دي، عبدالله عبدالله ته هم درې نيم ميليونو افغانانو رايه ورکړي ده. که زه د يو موټي افغانستان په تمه يم، زه بايد هغه درې نيم ميليونه افغانان په خپلو څو خندوونکو ټکو له ځانه پردي نه کړم. زه بايد د هغوی مشر د يو مشر او سيال په سترګه وګورم. که ته د خپل مشر په ضد څه نه شې زغملی، همدا افغانيت په هغوی کې هم شته. که موږ د هندوستان کانګريس ګوند لومړی وزير په دې ستايو، چې له ټاکنو وروسته يې خپل سيال ته د ګلو ګيدۍ ورکړه، دا هم بايد هيره نه کړو چې بي جي پيانو له بري وروسته د کانګريس ډلې مشران او پلويان نه سپکول.‌

ټاکنې او شعارونه

افغانانو په تيرو لسيزو کې ډير د مرده باد، زنده باد او مرګ په فلاني شعارونه ورکړل، خو اوس يې  وخت تير شوی.  موږ يې قيمت او پايلې وليدې. زما په مرده باندې څوک نه راټيټيږي. زما په زنده باد باندې څوک تل ژوندی نه پاتي کيږي، او نه هم زما مرګ په فلاني باندې څوک له ميدانه وځي، خو زما شعارونه او کلمات زما د فکر او اصليت ښکارندويي کوي. د افغانانو ترمنځ د دغه ډول شعارونو کارول له تمدن نه د ليري کيدا په مفهوم تعبيريږي.‌

ټاکنې نه، ملت

له ټاکنو څو مياشتې وړاندې، موږ په اړخ کې نه وو. احمد او محمود عبدالله او غني پلوی نه وو، خو دواړه افغان پلوي وو.‌دواړو د يو موټي او متحد افغان ملت تمه او هيله لرله. همدا هيله اوس هم مړه شوي نه ده، خو بايد تته هم نه شي. موږ په افغان ولس کې ډير عبدالله او اشرف غنيان لرو، چې اوسني دواړه يې يواځې يوه بېلګه ده.‌د يوې بېلګې لپاره دومره لوړه قرباني ساده توب دی. زه د دواړو ښاغليو وړتيا او مشرتوب نه ننګوم، خو دا وايم،‌چې د (ګټې او زيان تحليل) بايد وکاروو. موږ اشرف غني او عبدالله نه لرل، خو افغان ملت موجود ؤ، همداسي بايد راتلونکی هم وګڼو. اوسنی رقيب، که وغواړو او ونه غواړو، سبا زما ملا راتړي. زما په وير ژاړي او زه يې په ښادۍ خاندم. د بلخ اوسيدونکي په خوست کې د ميران شاه راکډه شوي ته پيسې راليږي.‌کندهاری ورور د بدخشان زيانمن لاس نيوي ته ورځي. کونړی د هلمند بوره مور خپله ګڼي او ننګرهاری د فرياب په غم اوښکي تويوي. نو ايا دغه پيوستون زه د شعارونو او کمپينونو ښکار کړم؟!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *