سبا پنجشنبه له معمول سره سم د خوشال بابا فکري بهير اوونيزه غونډه ده، خو د روژې د مبارکې مياشتې په پام کې نيولو سره يې وخت د سهار ۹ بجې دی. په سبانۍ غونډه کې د ملي او نړيوالو مهمو پېښو د لنډيز تر څنګ چې ښاغلی اسدالله ساحل يې وړاندې کوي، د نړيوالو سياسي نظامونو د پېژندنې په برخه کې ښاغلی جمال رحمان مهم مالومات وړاندې کوي او په پای کې هم ښاغلی ثنا الله تسل د ملي امنيت د پاليسۍ جوړولو په اړه په زړه پورې پرېزنټېشن لري. د غونډې اجنډا له ملپاڼې هم ترلاسه کولای شئ. هيله ده ټول دوستان پر ټاکلي وخت تشريف راوړي.
د غونډې وخت: پنجشنبه، د سهار ۹ بجې
د غونډې ځای: د سينما پامير دويم پوړ، د کتاب ښار سالون