تاند- د کندهار د ولايت پر ودانۍ او امنيه قومندانۍ د وسله د ځانمرګو بريد د ٢٢ ترهګرو په مرګ پای ته ورسېد.
د راپورونو له مخې نن غرمه مهال ۲۲ وسله والو ترهګرو په یوه وخت د کندهار د والي پر دفتر او امنیه قومندانۍ له شاوخوا ودانیو ډله ییز برید وکړ چي ١٠ تنه د امنيتي ځواکونو له لوري ووژل شول او یوه ځان په خپله وچاوداوه.
د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق د دې برید په اړه وويل:« يوولسو وسله والو مخالفانو پر ولايت مقام بريد وکړ، په بريد کي ١٠ تنه ووژل سول او ١ ځانمرګي بريدکوونکي ځان ته چاودنه ورکړه.»
قومندان عبدالرازق دا هم وویل د ولايت مقام مخي ته له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر يې هم کشف او شنډ کړی دی.
امنيه قومندان زياته کړه، په ورته وخت کي يوولسو نورو ځانمرګو بريدکوونکو د کندهار پر امنيه قومندانۍ وسله وال ډله ييز بريد وکړچي ٩ وسله وال او يو ځانمرګى بريدکوونکى د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شول او يوه بل ځان ته چاودنه ورکړه. هغه زياته کړه، وسله والو مخالفانو د امنيه قومندانۍ د موټرونو په تمځاى کي له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه.
د جنرال رازق په وینا افغان ځواکونو په خورا سرعت د وسله والو ترهګرو برید ته ځواب ووایه او ټول وسله وال مخالفان یې هدف ته تر رسېدو مخکي ووژل.
امنيه قومندان وويل،:«په پېښه کي ٣ سرحدي او ٢ ملي پوليس شهيدان او ٧ پوليس ټپيان سول او دارنګه د يوې مېرمني په ګډون ٤ عام وګړي شهيدان سوي او ٩ تنه برسېرن ټپيان دي.»
د کندهار امنیه قومندان زياته کړه: “د وسله والو له خبرو داسي معلومېده چي ځينو يې پښتو نه ويله، شايد ځيني يې پنجابيان او پاکستانيان وي. موږ پلټنه کوو چي څنګه او له کومه ځايه راغلي ول.”
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د پېښي په ځاى کي وويل:« نننۍ پېښه د ٢٢ وسله والو په وژلو پاى ته ورسېده. هغه وويل، نن کندهار يو ځل بيا د يوې ناوړي او ناروا پېښي شاهد وو. وسله والو ترهګرو يو ځل بيا خپل وحشت او بربريت وښود. وسله والو مخالفينو نه د خلکو خيال وساتى، نه يې روژه په پام کي ونيوله او نه يې د خرقې شريفې احترام وکړ.»