تاند- د برازیل د فوټبال د نړیوالو اتلولیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې تېره شپه د هالنډ او ارجنټاین ټیمونه سره مخامخ شول.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې په نسبي ډول ارجنټاین لاسبری و خو د لوبې په دوهمه نیمايي کې هالڼد پر لوبې کاملاً مسلط شو خو هیڅ خوا د لوبې په ۹۰ دقیقو کې ګول ونه وهلی شو.

خبره ۳۰ دقیقو اضافي وخت ته وغځېده. په اضافي وخت کې هم هالنډ برلاسی ښکارېده خو د ارجنټاین غښتلې دفاع اجازه ورنه کړه چې ګول یې تهدید شي. په داسي حال کې چې توپ ډېر وخت د هالنډي لوبغاړو په منځ کې یو بل ته پاس کېده، ارجنټایني لوبغاړو څو خطرناکې حملې وکړې چې د هالنډ ګولکیپر شنډې کړې.

په اضافي وخت کې هم هیڅ ټیم ونه توانېده چې ګول ووهي تر دې چې د پنځو – پنځو پنالټیو وار راغی.

د ارجنټاین ګولکیپر ۳ شودونه دفاع کړل او په دې ډول یې خپل ټیم د برازیل د ۲۰۱۴ کال د فوټبال د اتلولیو پایلوبې ته ورساوه.

ارجنټاین په پایلوبه کې د جرمني له خطرناکې لوبډلې سره مخامخ کېږي چې کوربه هیواد برازیل یې په نیمه پایلوبه کې ۷ پر یو مات کړی دی.

0 thoughts on “د پنالټي شودونو ارجنټاین پایلوبې ته ورساوه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *